د سلطان محمد فاتح وفات او په ختيځ او لوېديځ د هغه اغېزې
په ٨٨٦هـ د ربیع الاول په میاشت (۱۴۸۱م) کې سلطان له قسطنطنیې څخه د کوچنۍ اسیا (اناتولیا) پر لور روان شو، چې هلته یو بل لوی لښکر جګړې ته تیار و. سلطان لا له استانبول څخه نه و وتلی، چې روغتیايي حالت یې خراب شو؛ لیکن له جهاد سره د مینې له امله یې د ناروغۍ پروا ونه کړه او روان شو. په خپله یې د لښکر مشري وکړه. د هغه دا اصول وو، چې په ناروغۍ کې به یې هم د جګړې چارې مخته وړلې او د جګړې په سختیو کې به الله تعالی له ناروغۍ او مرضونو څخه شفا ورکاوه. لیکن دا ځل یې ناروغي ډېره شوه، اسلدار ته له رسېدو سره له مزل ولوېد. ډاکتران راغلل، لیکن د الله تعالی پرېکړه شوې وه او علاج هېڅ ګټه ونه کړه.
سلطان محمد فاتح له خپل لښکر سره د سفر په حالت کې، د پنجشنبې په ورځ، د ٨٨٦هـ د ربیع الاول میاشتې په پنځمه، چې له ۱۴۸۱م کال د مې میاشتې له درېیمې نېټې سره سمون خوري، له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. د وفات پر وخت د هغه عمر دوه پنځوس کاله و او له دېرشو کلونو څخه یې زیات د عثماني دولت مشري وکړه.
د نوموړي د وفات خبر، چې کله په شرق او غرب کې خپور شو، نو یوه ډاروونکې صحنه منځته راغله، چې د اسلام کورنۍ ته لوی زیان و. د نصاراو په کورونو کې خوشحالي شوه او په سرکونو یې د شکر عبادتونه پیل کړل، چې له داسې یوه ډاروونکي دښمن څخه خلاص شول. د عثماني امپراتورۍ لښکرې د ایټالیا جنوب ته رسېدلې وې، چې ټوله ایټالیا ونیسي؛ خو د سلطان د مرګ خبر د ټول لښکر حوصله ماته کړه. له ناچارۍ عثمانیانو له نیپلز باچا سره مذاکرات وکړل، ترڅو خپل ځان او مال خوندي کړي او په امن بېرته راستانه شي. مذاکرات په ښکاره بریالي وو، خو نصرانیانو خپله وعده ماته کړه او د پوځ پاتې برخه یې بندیان کړل او په زنځیرونو یې وتړل.
د سلطان د مرګ خبر، چې کله روم ته ورسېد، نو پاپ بېحده خوشحاله شو او د کلیساوو د پرانیستلو حکم یې وکړ. په ټولو کلیساوو کې د شکر سجدې وشوې، لارې او سرکونه سینګار شول، ناستې وشوې او د توپونو په ډزو یې خوشحالۍ وکړې. تر دریو ورځو پورې په روم کې جشنونه وو. د سلطان له وفات سره عیسویان له یوه لوی خطر څخه وژغورل شول، چې تل به د تېرې تورې په څېر د هغوی پر سرونو ولاړ و.
هېڅوک نه پوهېدل، چې سلطان به خپل پوځ کومې خوا ته لېږه. په دې اړه خلکو بېلابېلې رایې لرلې: یا به هغه د رودس د نیولو اراده لرله، کوم چې د هغه د مشر، مسیح پاشا، په لاس ونه نیول شو، یا به یې جنوبي ایټالیا ته د پرمختګ پلان درلود، په کوم لوري چې اسلامي لښکرو د فتوحاتو لمن پراخولې وه، څو ورپسې شمالي ایټالیا، فرانسه او هسپانیه هم ونیول شي. دا یو داسې راز دی، چې د سلطان په سینه کې ښخ پاتې شو او تر نن ورځې پورې ترې هېڅوک خبر نه شول.











































