سپېڅلی اسلام، د خپل ظهور له پیله تر ننه پورې، داسې پیروان روزلي چې د هغوی په نزد له اسلام، د هغه له الهي احکامو او سپېڅلي نظام څخه بل هېڅ شی ډېر مهم او ارزښتناک نه دي. دغو لارویانو، د خپل خالق پر توکل، د هرې زمانې ظالمانو او سرکښو ته، که په تېر کې وو او که په اوس کې، ثابته کړې چې هېڅ ځواک نه شي کولای هغوی د اسلامي نظام او حکومت له دفاع څخه راوګرځوي.
کله چې موږ د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ تاریخي پېښو ته کتنه کوو، وینو چې دښمنانو څو ځله د مسلمانانو د مېړانې او اتلولۍ اعتراف کړی او پرلهپسې او شرموونکې ماتې یې ګاللې دي. همدارنګه، یو بل ملت چې هېڅکله یې د پردیو د زور او واکمنۍ پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی، د افغانستان مېړنی ولس دی. دا هغه خاوره ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې د ارامۍ او کړکېچ بېلابېلې دورې تجربه کړې دي، خو د هېڅ کافر او زورواک غلامي او تابعیت یې نه دی منلی او نه به یې ومني. غداره امریکا او ناټو وروستي یرغلګر وو چې له ماتې او سپکاوي سره مخ شول.
نن، د بېلابېلو پړاوونو له تېرېدو او د اسلامي نظام تر حاکمیت وروسته، د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه یوه هم د اختلافاتو له فضا څخه وتل او د ثبات، اصلاح او آبادۍ پر لور حرکت کول دي، له اسلامي لیدلوري، د انسانانو ترمنځ د نظر اختلاف یو طبیعي امر دی؛ خو اسلامي شریعت د اختلاف لپاره داسې اصول او ضوابط ټاکلي چې اختلاف په دښمنۍ، تفرقې او ټولنې ته په زیان رسولو بدل نه شي. ځکه چې اصلي موخه باید د دین، اسلامي نظام، د خلکو د ژوند، د ټولنې د امنیت او د عامه ګټو ساتنه وي.
مؤمن انسان باید یوازې د احساساتو، تعصب یا محدودو برداشتونو پر بنسټ پرېکړه ونه کړي، بلکې باید حقایق، د وخت شرایط او د هر اقدام پایلې په پام کې ونیسي. الله تعالی جلجلاله فرمایي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ﴾ (المائدة: ۸)
ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! د الله جلجلاله لپاره په عدالت قیام وکړئ او په انصاف شاهدي ورکړئ.»
همدارنګه، د اسلام له سترو سپارښتنو څخه یوه هم د مسلمانانو د یووالي ساتنه ده. د اسلامي امت تاریخي تجربو ښودلې چې کورني اختلافات او تفرقه د کمزورۍ او زیان لامل ګرځي. الله تعالی جلجلاله فرمایي: ﴿وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ﴾ (الأنفال: ۴۶)
ژباړه: «له یو بل سره شخړه مه کوئ، که نه نو کمزوري به شئ او ځواک به مو له لاسه ووځي.»
که اختلاف د اخلاقو او شریعت له چوکاټه ووځي، نه یوازې ستونزې نه حلوي، بلکې د خلکو کړاوونه لا زیاتوي؛ له همدې امله، هره پرېکړه باید د ټولنې د یووالي او د ملت د راتلونکي په پام کې نیولو سره ترسره شي. اسلام خپل پیروان اصلاح ته رابولي، خو په اسلام کې اصلاح له حکمت، پوهې او سمې طریقې سره مل وي. مخالفت او نیوکه، که د خیرخواهۍ او اصلاح په نیت وي، ګټوره تمامېدلی شي؛ خو که د ګډوډۍ، ناامنۍ او خلکو ته د زیان رسولو سبب وګرځي، مطلوبه پایله نه شي لرلای. لکه هغه کسان چې نن یوازې د لوېدیځو موخو د تحقق او خپلو شخصي غوښتنو او بېبندوباریو لپاره د اختلاف او تفرقې د رامنځته کولو هڅه کوي.
افغانستان د اوږدو کلونو لپاره د جګړو او ناامنۍ شاهد پاتې شوی دی. په دې موده کې عامو خلکو تر ټولو ډېر زیان لیدلی؛ کورنۍ غمجنې شوې دي، د پرمختګ فرصتونه له منځه تللي او هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.
عقل او شریعت دواړه حکم کوي چې انسان باید له تجربو عبرت واخلي. د هغو لارو بیا تکرار، چې پایله یې درد، کړاو او وراني وه، د راتلونکو ستونزو لپاره د حل لاره نه شي کېدای.
په اسلامي شریعت کې د انسان د ژوند ساتنه د دین له سترو مقاصدو څخه ده. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په خپلو ډېرو ارشاداتو کې د مسلمانانو د وینې او مال پر حرمت ټینګار کړی دی.
ټولنه هغه وخت پرمختګ کولی شي چې خلک په امنیت کې ژوند وکړي، ماشومان زده کړې وکړي، اقتصاد وده ومومي او د خلکو د خدمت زمینه برابره شي. هېڅ هدف باید د بېګناه خلکو د زیان رسولو پلمه ونه ګرځي. افغانستان یوازې د همکارۍ، پوهې، تخصص او د ټولنې د ټولو قشرونو د ګډو هڅو له لارې د پرمختګ پر لور حرکت کولی شي. علما، پوهان، ځوانان او ټولنیز شخصیتونه هر یو مسؤلیت لري چې د عامه خیر لپاره هڅه وکړي.
د نظر اختلاف کېدای شي موجود وي، خو دایمي دښمني د حل لاره نه ده. هغه ټولنه چې وکولای شي خپل اختلافات د عقل، شریعت او خبرو اترو له لارې مدیریت کړي، د پرمختګ او ثبات لپاره غوره زمینه برابرولای شي. ټولو هغو کسانو ته چې بېلابېل نظرونه لري، پیغام دا دی چې سترې مسئلې په احساساتو او شخړو نه حل کېږي، بلکې په علم، حکمت، صبر او د عامه مصالحو په پام کې نیولو سره حل کېږي.
اسلام مسلمانان عدالت، ورورولۍ، اصلاح او له فتنې څخه پر ځان ساتلو ته رابولي؛ خو له بده مرغه، لا هم داسې کسان شته چې د اسلامي نظام د ړنګولو او له منځه وړلو هڅه کوي. هغوی باید له هغو پخوانیو یرغلګرو او زورواکو عبرت واخلي چې په غرور او تکبر سره دې خاورې ته راغلل، خو په پای کې یې له ماتې، شرم او رسوایۍ سره تېښته پر پاتې کېدو غوره وبلله.













































