روسانو کلونه کلونه پر افغان خاوره د بارودو باران وکړ، خو پایله یې د شوروي اتحاد تجزیه او سقوط و. امریکا او ناټو نږدې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت بارود پر افغانستان وکارول، خو په پای کې یې رسوایي، شرمندګي او ماتې په برخه شوه. دا ټول تاریخ د پاکستاني جنرالانو تر سترګو تېر شوی دی.
که پاکستاني جنرالان لا هم ګومان کوي چې د افغانستان بمبار به دوی ته بریا ورپه برخه کړي، نو غوره ده لومړی د خپلو استادانو، امریکایي جنرالانو، د همدې تجربې د پایلو پوښتنه وکړي. پاکستاني جنرالان باید پوه شي چې پر افغان خاوره بم غورځول اسانه دي، خو د هغه غبرګون او د دې پور پرېکول ډېر دروند قیمت غواړي. د تاریخ پاڼې ښيي چې هر هغه ځواک چې پر افغانستان یې د زور او بارودو ژبه کارولې، په پای کې خپله د ماتې، تجزیې او زوال له برخلیک سره مخ شوی دی.
له افغانانو سره دښمني د څو ورځو یا څو میاشتو جګړه نه ده؛ دا هغه حساب دی چې کله ناکله یې تصفیه لسګونه کاله وخت نیسي. که پاکستاني جنرالان فکر کوي چې دا جګړه به هم د هند په څېر د څو ورځو احساساتي بمباریو او متقابلو بریدونو تر کچې محدوده پاتې شي، او یا به افغانان په بمونو تسلیم کړي، نو په ستره تېروتنه کې دي.
افغانان ورو جګړه کوي، خو د حوصلې جګړه کوي. نه له مرګ څخه وېریږي او نه د جګړې له اوږدېدو ستړي کېږي. پاکستاني جنرالان چې نن د بمونو کومه لوبه پیلوي، افغانان له دې لوبې سره د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې بلد دي. هغوی خپل حساب لا له ناټو او امریکا سره هم نه دی بشپړ کړی، حال دا چې هماغوی د دې جنرالانو ستر ملاتړي او روزونکي وو؛ نو له دوی سره به یې حساب لا سخت وي.
په لاهور او اسلامآباد کې، د ایرکنډیشن تر یخو خونو او د شرابو تر نشې لاندې ناست جنرالان تر اوسه د موټر بم توده لمبه او تریخ دود نه دی احساس کړی؛ هغه څه چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې خپلو دښمنانو ته د تحفې په توګه ورپېژندلي دي. که دوی فکر کوي چې د بېګناه ولسي وګړو د وژلو غچ به افغانان د پاکستان له ولس څخه واخلي، نو دا محاسبه یې هم ناسمه ده. ځکه افغانان د دښمن په پېژندلو کې مهارت لري. هغوی پوهېږي چې د سیمې د بدبختۍ اصلي مسؤلین څو مشخص شرخوښي کسان دي، او حساب به هم یوازې له هماغوی سره کوي.
پاکستاني جنرالان دا ځل له داسې دښمن سره مخ دي چې نور یې په بشپړه توګه پېژني، او نور نه شي کولای د پاکستان د ولس تر شا ځان پټ کړي. دوی باید دا هم درک کړي چې څومره بمونه یې نن د فقر، پورونو او بهرنیو مرستو په زور راټول کړي دي، تر هغو څو چنده زیات بارود ناټو او امریکا پر همدې خاوره استعمال کړي وو، خو پایله یې بیا هم د افغانانو په ګټه وڅرخېده.
که افغانان په مرګونو تسلیمېدلی، نن به د کراچۍ بندر د روسانو په لاس کې و. او که افغانان په بمونو وېریدلی، نن به امریکایانو له بګرامه ایران په نښه کاوه. د حیرانتیا خبره دا ده چې پاکستاني جنرالانو د خپلې وسلې یوه لویه برخه له هماغه کرایې ترلاسه کړه چې ناټو د افغانستان لپاره د خپلو بمونو د انتقال په بدل کې پاکستان ته ورکوله. مګر بیا هم دا فکر نه کوي چې د ناټو هغه بمونه، چې د انتقال کراېه یې د دوی له ټولې وسلې څو چنده زیات و، افغانان تسلیم نه کړل؛ نو د دوی بمونه به څنګه دا کار وکړي؟
افغانان په بارودو نه ډاریږي او نه تسلیمیږي. د بمونو په زور د افغانستان د ماتولو هڅه د پاکستاني جنرالانو تر ټولو ناسنجول شوې او کمعقلانه محاسبه ده، ځکه نړۍ څو ځله لیدلي چې دې لارې هېڅکله مطلوبه پایله نه ده ورکړې. د بمونو دا لوبه به، د بل هر څه پر ځای، هماغه برخلیک د پاکستاني جنرالانو په برخه کړي چې یو وخت د امریکایي جنرالانو په برخه شوی و؛ یعنې ماتې، روحي او جسمي زیانونه، او د تاریخ په حافظه کې د یوې ناکامې تجربې په توګه ثبتېدل.











































