کله چې په ګاونډ او سیمه کې داسې شریر عناصر او کړۍ موجودې وي، چې د هېواد امنیت، ولس، اخوت او سوکالي ګواښي، نو له احتمالي ګواښ او زیان سره مخ هېواد مکلف دی، چې د افغانستان اسلامي امارت په شان د پاکستان د پوځي رژیم حریم نقض کړي، هلته موجود شریر عناصر او کړۍ وځپي.
د افغانستان په ګاونډ کې د پوځي رژیم لخوا د ګواښ او ضرر رسوونکو ډلو روزل او ترې ملاتړ کول د افغانستان اسلامي امارت ته هېڅ د منلو او جبران وړ نه دي. څو ځلې د پاکستان رژیم د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره د داعش پروژه او ډله وکاروله، چې بار بار افغانستان اسلامي امارت نړۍ او د پاکستان د رژیم سیاستوالو او ګوندونو ته د دغې ګواښوونکې پدیدې په هکله وویل، چې نور دې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد نه کارول کېږي او د پاکستان د رژیم لخوا دې د افغانستان امنیت او داخلي وضعیت د داعش او نورو پروژو په نوم نه ګواښل کېږي، خو د یاد رژیم چوپتیا او د خپلې غلطې پالیسۍ بار بار تکرار موږ داسې څه ته مجبور کړو، چې خپله د خپلې خاورې او نظام ضد عناصرو مخه ونیسو او پرې قاطع عملیات ترسره کړو.
د پاکستان د رژیم لخوا د افغانستان او په عموم کې د سیمې پر ضد د داعش روزنه او ملاتړ دا په ګوته کوي، چې پوځي رژیم د افغانستان او د سیمې هېوادونو په وړاندې ښه نیت نه لري، د سیمې د امنیت او وضعیت په اړه د منافقت او تخریب فکر لري او په بشپړ ډول د سیمې هېوادونو او افغانستان په وړاندې د ضرر او جګړې زنګ کړنګوي، ځکه د داعش روزنه او ترې ملاتړ د سیمې هېوادونو او افغانستان په وړاندې د ضرر او زیان رسولو مانا لري.
د افغانستان اسلامي امارت لخوا د سیمې او افغانستان د ګډ ګواښ او زیان په وړاندې د پاکستان د رژیم په محدود حریم کې د هوایي او ډروني حملو ترسره کول او د ګواښونو له منځه وړل نه یوازې د افغانستان اسلامي امارت د احتمالي ګواښونو او خطراتو په وړاندې سخت دریځ او قاطع عمل په ګوته کوي، بلکې یاد پوځي رژیم ته خطاب دی، چې بیا ځلې د دغسې شریرو عناصرو روزنه او د پاکستان د خاورې استعمالول به له دې هم سختې او انتقامي پایلې ولري، چې ملامتیا او مسؤلیت یې د پاکستان د رژیم پر غاړه دی.
او کله چې د پاکستان موجود رژیم او کړۍ د ګاونډیتوب اصولو او د افغانستان اسلامي امارت د خاورې احترام او ارزښت ته پاملرنه ونه کړي، او سره له دې د شریرو عناصرو، لکه داعش، ځایي اربکیانو او د امارت مخالفو جبهو، ملاتړ او روزنه وکړي، د افغانستان اسلامي امارت مکلف دی، چې د دغسې کړنو او کړیو په وړاندې، که په هر هېواد او ځای کې وي، د اوس په شان د احتمالي ګواښ د له منځه وړلو په پار ځپوونکي، قاطع او انتقامي حملې او عملیات ترسره کړي.
که بیا هم د دغه احتمالي ګواښ په وړاندې یاد رژیم او کړۍ چوپه پاتې شي او له دغه خیانت او بد نیتو کړنو څخه لاس وانخلي، د افغانستان اسلامي امارت به د اوسني دریځ څخه څو چنده جدي او پرېکنده ځواب او عمل تکرار کړي. نو د پاکستان پوځي رژیم باید د خپلو ضرر رسوونکو او ګواښوونکو کړنو او اعمالو ته د بهانو پر ځای د بیا تکرار د مخنیوي پالیسي د ځان په ګټه تعبیر کړي، ترڅو په راتلونکي کې امارت بیا د دغسې تاریخي عملیاتو تکرار ته مجبور نه کړي.










































