حامداً و مصلیاً، اما بعد: محترمو مسلمانانو وروڼو! د فتنو دور دی، اسلامي امت او د اسلام دین له مختلفو خواوو تر حملو او تعرضاتو لاندې دی. کفار کوښښ کوي چې په یو ډول اسلام ته ضربه ورسوي؛ ځینې وخت مخامخ او د کفر په جامه کې راځي او اسلام ته زیان رسوي، مګر ځینې وخت بیا د مسلمان په جامه کې راځي او اسلام تحریفوي. دغه ټولې جبهې د اسلام پر وړاندې په یو وخت (همهاله) فعالیت کوي.
نن ورځ د اسلام پر وړاندې له سترو فتنو څخه یوه لویه فتنه، د نظام د بقا لپاره له اسلامي علم څخه ناوړه استفاده ده. دا چې د اسلامي نړۍ په ځینو هیوادونو کې سیکولر نظامونه حاکم دي، په یادو نظامونو کې درباري ملایان هڅه کوي چې د نظام د بقا لپاره اسلامي احکام تحریف کړي، ترڅو وکولای شي تر واک لاندې مسلمانان په اسانۍ کنټرول کړي؛ چې د دغو نظامونو له جملې څخه یو هم د پاکستان پوځي رژیم او اړوند درباري ملایان یې یادولای شو.
د پاکستان پوځي رژیم له خپل رامنځته کېدو تر دې مهاله تل د اسلام او ممبر له آدرس څخه د نظام په ګټه استفاده کړې ده او همدغه درباري ملایان چې د پاکستان د پوځي رژیم ټولې غیر مشروع کړنې یې توجیح کړي دي.
د پاکستان د پوځي رژیم لپاره که سیکولر قانون عملي کوي جرم نه دی، که لال مسجد بمباردوي مجرم نه دی، که لبنان کې د فلسطین کډوال بمباردوي مجرم نه دی، که د غزې د اشغال بورډ کې داخلیږي مجرم نه دی، که پاکستان کې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف د همجنس ګرايي قانون پاس کیږي جرم نه دی، که وزیرستان، بلوچستان او پښتونخوا کې د عامو خلکو کورونه بمبارد کیږي جرم نه دی، که د پښتونخوا مساجد بمبارد کیږي جرم نه دی، خو که پښتونخوا یا بلوچستان کې یو څوک د خپل حق د غوښتنې لپاره راپورته کیږي دا بیا مجرم دی، دا د پاکستان درباري ملایانو منطق دی. د دوی دیني مطالعه په دغه استخباراتي انډول کې ده، چې دیني احکام یوازې د ای اېس ای د ګټو مطابق تعریف کولای شي.
د پاکستان ملایانو کې یوه کړۍ ده چې عیناً پوځي کړۍ سره مشابهت لري، لکه څنګه چې د پاکستان فوج نظام د اسلحې په زور ساتي، ای اېس ای نظام د اطلاعاتو په زور ساتي، د درباري ملایانو استخباراتي کړۍ نظام د دیني فتواوو په زور ساتي. که د پاکستان پوځي رژیم شرعي حیثیت ته وکتل شي دا هغه نظام دی چې بناء یې په ظلم، جبر، زور او تهدید اېښودل شوې ده، د پاکستان پوځي رژيم یواځینی هغه نظام دی چې نړۍ کې یې د یواځينې اسلامي نظام (امارت) په نړلو کې له امریکا یانو سره پراخه همکاري کړې ده، د پاکستان پوځي رژيم له جوړېدو تر دې هماله د خپل ولس دښمن او د غرب ګټو ته وفادار پاتې شوی دی.
د پاکستان حکومت چې داسلام او مسلمانانو پر وړاندې کوم جرایم تر سره کړي دي که دغه جرایم بل هیواد یا بل حکومت ترسره کړې وای تر اوسه به د پاکستان درباري ملایانو له لس ځلې زیاته د هغه رژيم پر وړاندې د کفر فتواء ورکړې وه، هغه جرایم چې د پاکستان د درباري ملایانو له نظره د نورو حکومتونه د تکفیر سبب کیږي؛ د پاکستان لپاره هغه دیني امتیاز شمېرل کیږي. که د مثال په ډول ووایو: د ایران او امریکا وروستیو مذاکراتو کې فرضاً که ټرمپ افغانستان ته راتلی نو د پاکستان درباري ملایانو له خوا دا موضوع د افغانستان د اسلامي امارت د تکفیر لپاره کافي وه، بلعکس که ټرمپ پاکستان ته ځي نو بیا هغه د پاکستان لپاره یو افتخار شمېرل کیږي.
په پښتونخوا کې د مسجد او مدرسې بمبارد جهاد دی خو په پنجاب کې د میخانې او میکدې بمبارد افراطیت دی. که د پاکستان پوځي رژیم له کافر، امریکايي او ملحد سره دوستي کوي هغه پرمختګ او ښې سیاسي اړیکې ګڼل کیږي خو که د افغانستان اسلامي امارت له هند سره ډیپلوماټيکې اړیکې نیسي هغه د هندوانو په غلامۍ تعبیر کیږي.
د پاکستان درباري ملایان دې خبر وي؛ اسلام او اسلامي احکام د ټولې نړۍ لپاره یو ډول نازل شوي دي، اسلام کې دانشته چې پاکستان دې په یو ډول شریعت عمل کوي او نوره اسلامي نړۍ دې په بل ډول شریعت عمل کوي، که هرڅوک په دغه نظر وي چې د شریعت له ځینې احکامو د پاکستان خاوره مستثنا ده هغه دې په خپل ایمان تجدید نظر وکړي.
د پاکستان هغه ملایان چې د پوځي رژیم غیر شرعي کړنو ته توجیهات لټوي ایا دغه ایت شریف نه ور په یادیږي: «أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ» الایة.
دوی خو علماء هم دي، که چېرته عوامو خلکو د پوځي رژيم په غیر شرعي حیثیت او ناجایزه کړنو سترګې پټولی نو ملامت به نه وو، ځکه عوام به وو، خو که عالم را پورته شي او د یو سیکولر نظام ټول جرایم او کړنې توجیح کوي نو له عامي او فوجي څه ګیله ده. یو متل دی وای: که کفر برخېزت از کعبه کجا بانه مسلمانی، د پاکستان وضعیت هم د دغه متل مصداق ګرځېدلی دی.
د پاکستان درباری ملایان باید له اسلام څخه په خپل فهم تجدید نظر وکړي، که دوی یوازې په خولې ځان ته مسلمان ویل کافي ګڼي نو عبدالله ابن ابی هم ځان ته مسلمان ویل، هغه دې هم مسلمان وګڼي، که دوی یوازې په لمونځ، روژې او زکات ورکولو خلک مسلمانان ګڼي نو عبدالله ابن ابي هم دغه کارونه کول بیا دې هغه هم مسلمان وګڼي، هو کې وروڼو! دا سمه ده چې لمونځ، روژه، زکات او حج د اسلام احکام دي، خو حقیقي ایمان هغه وخت معلومېږي چې د کفر مقابل کې د دښمني او د مسلمانانو دمقابل کې د ترحم دریځ ولري، خو د پاکستان پوځي رژیم مسؤلین تل د دې برعکس مخته تللي دي.
دوی وو چې د افغانستان په مستضعفه مسلمانانو یې د حملې لپاره امریکایانو ته نظامي هډې او لاره ورکړه. د پیغمبر علیه السلام په دور کې عبد الله ابن ابی د اسلام پر وړاندې له کفارو سره پټې اړیکې پاللې هغه منافق وګڼل شو، مګر نن ورځ د پاکستان پوځی رژیم د اسلام پر وړاندې له کفارو سره ښکاره اړېکې او همکاري لري دوی مجاهدین او داسلام ساتونکي ګڼل کیږي. نو اوس خبر داده چې د اسلام حکم تغیر کړی، معاذ الله که د پاکستان درباري ملایان په اسلام خبر نه دي؟
دا هغه سوال دی چې ځواب به یې ګرانو لوستونکو ته پرېږدو..!
وماعلینا لالبلاغ…








































