د پرځېدلي جمهوریت پر مهال په ٢٠١٥ میلادي کال کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش په نامه یوه ډله را څرګنده شوه، چې د یاد ولایت په اچین، هسکه مېنه، شینوارو، کوټ، توره بوړه، چپرهار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې یې د ټوپک په زور خلک د خپل باطل منهج تابع ګرځول.
دې ډلې د هیواد په ناامنۍ کې د سیمې د استخباراتو پوره ملاتړ له ځان سره درلود او په پراخه کچه نظامي تجهیزات او وسلې ورته د ملي امنیت او یو شمېر نورو ارګانونو لخوا ور کول کېدلې.
د ننګرهار داعشیانو د خپل رسوخ او ځواک ښودلو په موخه د هیواد د یو شمېر ښارونو تر څنګ د ننګرهار ولایت په توره بوړه، اچین، کوټ، شینوارو، هسکه مېنه، چپرهار او ځینو نورو ولسوالیو کې عام مسلمانان، قومي مشران، تجاران، علماء، د مکاتبو او د دیني مدارسو زده کونکي په ناحقه وژل، تر دې چې په سلګونو کورنۍ له یادو سیمو څخه کډوالۍ ته اړ شوې.
داعشیانو عامو مسلمانان ته د مشرکینو خطاب کاوه او د هغوی مالونه، کورنه او نفسونه یې د خپل ځان لپاره غنیمت ګڼل، دوی په ننګرهار کې په منظم ډول د ولسي خلکو، قومي مشرانو، علماوو او مخورو اشخاصو وژنې ترسره کولې او د خلکو په بازارونو، جوماتونو او عامه ځایونو کې یې ځانمرګي بریدونه تر سره کول چې په ترڅ کې یې سلګونو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ٢٠١٦م مېلادي کال کې داعشیانو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او قومي مشرانو په یوه ولسي غونډه چاودنه وکړه چې په پایله کې یې په لسګونه هیوادوال ووژل شول.
په ۲۰۱۷م مېلادي کال کې د نازیانو په سیمه کې داعشیانو د ځایي قومي مشرانو او عامو مسلمانانو پر غونډه چاودنه وکړه چې په لسګونه کسان پکې ووژل شول، په ٢٠١٩م مېلادي کال کې داعشیانو د ننګرهار ولایت هسکه مېنه ولسوالۍ په یوه جومات کې د چاودنې په ترڅ کې لسګونه لمونځ کوونکي شهیدان کړل.
دغه راز د یاد ولایت په زاوه، مومند دره، نازیان، لعلپوري او دوربابا سیمو کې د داعشیانو لخو زیات شمېر ملکي وګړي لکه زده کونکي، دهقانان، مالداران، دوکانداران، تجاران او د سیمې مخور اشخاص او دیني علماء کرام په شهادت ورسېدل.
د ځایي خلکو په وینا داعشیانو حتی د افغانیو د نویو پیسو د نوټونو پر سر هم خلک شهیدانول او ادعا یې دا وه چې نوي نوټو واله کسان خامخا له دولت سره اړیکې لري، د دې تر څنګ داعشیانو هغه اشخاص هم وژل کوم چې د دوی د سخت دریځ او مذهبي عقایدو مخالفت یې کاوه.
د اسلامي علماوو، خصوصاً د صوفیانو او دیني عالمانو پر جوماتونو او تکیه خانو بریدونه، د قبرونو او زیارتونو ویجاړول او په دې ډول د خلکو مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته سپکاوی په ننګرهار ولایت کې د داعشیانو اساسي او خپل روز مره دنده وه.