په پلازمېنه کابل کې د اسلامي امارت د امنیتي مسؤلینو وروستۍ ويناوې د امنیت اخلالونکو په وړاندې د امنیتي ارګانونو د پرله پسې هڅو او زيارونو حکايت کوي.
هغه څه چې د مسوولینو له خوا په هر اړخیزه او بشپړ ډول په دې غونډه کې چې د امنیتي ارګانونو د سرښندونکو اتلانو د ستاینې په موخه جوړه شوې وه، بيان شول، ولس ته يې هیله مندي پيدا کړه.
له دې جملې څخه د اسلامي امارت د استخباراتو لوى رئیس ملا عبدالحق وثیق په وینا کې د افغانستان په جغرافیه کې د فتنه ګرو او شر و فساد د ځالګيو له مېنځه وړلو ته اشاره وه.
هغه چې استخبارات د اسلامي نظام په چوکاټ کې یو اساسي رکن وګاڼه، زیاته یې کړه: د اسلامي امارت استخبارات د شرعي احکامو پر بنسټ ولاړ دي او ټولې مادې او فقرات یې د حنفي فقهې پر بنسټ دي چې په دې برخه کې د علماوو او کارپوهانو لخوا راټولې شوي دي.
هغه د استخباراتو د رامنځته کولو موخه د مسلمانانو د شتمنیو ساتنه، د بې عدالتۍ له منځه وړل او د هغوی تر منځ د برابرۍ پلي کول وګڼل.
هغه څه چې د پنجشنبې په ورځ د اسلامي امارت د چارواکو له خوا په غونډه کې مطرح شول، د اسلامي امارت د ځواکونو د پرله پسې او نه ختمیدونکو هڅو کچه په ډاګه کوي.
په تیرو دریو کلونو او د افغانستان پر خاوره د اسلامي امارت له تسلط وروسته ګڼ شمیر لویدیځو او ختیځو استخباراتي کړیو هڅه وکړه چې ناامني او بې ثباتي رامنځ ته کړي؛ خو د دې هېواد د ځوانانو زړورتيا او استقامت د باطلو د لارويانو ريښې وچې کړې او دومره يې خوار او حيران کړل چې د ګاونډيو هېوادونو کډوالۍ ته اړ شول.
په دې منځ کې داعش او بغاوتيان چې له یوې چینې څخه دوې ويالې وې، د ګران افغانستان د جغرافیې د بې ثباته کولو په لټه کې ول خو د دې خاورې د میړنیو بچیانو او د اسلامي امت د بې مثاله زمریانو د ایمان عظمت د هغوی د شتون ادعا له منځه يووړه.
د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو په حقیقت کې د اسلامي حکومت د حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې حقيقي انځور رسامي کړ او د هغوی بې مثاله زړورتیا د دې لامل شوه چې د امنیت په ډګر کې دعوه کوونکي هیوادونه ګوته په غاښ پاتې شي او د افغانستان پر ملت د همدې ستر نعمت له امله حيران دي.