له پیړیو پیړیو بیا آن زمونږ تر زمانې چې کله هم د خوارجو ډلې ظهور کړی د ټول امت مسلمه پر وړاندې یې سنګر نیولی.
لومړني خوارج چې د حضرت علي کرم الله وجهه له لښکر راووتل او د حروریه علاقې ته لاړل، د امت د ټولو موجوده هستیو پر خلاف یې سنګر ونیو لکه علي رضی الله عنه، معاویه رضی الله عنه، عمرو ابن العاص رضی الله عنه…
بلکې دا ټول یې تکفیر کړل، بعضې یې شهیدان کړل.
بیا تر ننه چې د دوی ډلې ظهور کړی، د ټول امت پر خلاف یې توره را پورته کړې ده، لکه نن سبا چې مونږ او تاسو دا هر څه په خپلو سترګو وینو.
د عصري خوارجو (داعشیانو) منهج که چا کتلی یا مطالعه کړی او اوریدلی وي، د څه له پاسه دوه ملیارده مسلمامانو خلاف یې توره را پورته کړې ده چې نه ترې عالم او نه ترې مجاهد په امان دی حتی هغه خلک یې هم تکفیر او ووژل چې د اسرایلو په خلاف یې ټوپک له اوږې راکوز کړی وو.
هغه خلک چې له کفارو سره په جګړه بوخت وو، دوی له شا په خنجر ووهل
د امت مسلمه د عظمت ستوری یې تت او بې نوره کړ، د مظلومو او اسیرو مسلمانانو امیدونه یې له خاورو سره خاورې کړل ځکه دوی (داعش) ورته هغه خلک ضعیف کړل چې هڅه یې کوله خپل مظلوم مسلمانان وروڼه په شام، عراق، پاکستان او یا هم په نوره نړۍ کې د کفارو او یا هم د هغوی د لاس پوڅو له زندانونو را خلاص کړي.
دوی (داعش) د مجاهدینو صفوف کمزوري کړل، بعضې خلک یې پکې شهیدان او یا یې هم اسیران کړل بعضې یې دومره ضعیف کړل چې د کفارو په مقابل کې یې وس ختم شو.
د موجوده مسلمانانو تر ټولو ستر دښمنان د داعش په نوم هغه مخربین دي چې نه غواړي بیا امت هغه امت وګرځي چې سرحدات یې له شرقي ترکستان واخله تر هسپانیې پورې غځیدل.
دوی چې په هره زمانه کې ظهور کړی مسلمانان (اهل سنت) یې ضعیفه کړي او بیا پرې کفارو تسلط پیدا کړی دی.