د خیرالقرون ګلورینې دورې له تیریدو وروسته اسلامي نړۍ په ډول ډول فتنو کې مبتلا شوې چې هرې فتنې د ځان سره یوه بله نوې فتنه زیږولې چې خپله د فتنو له امله اسلامي نړۍ څو ټوټې شوې، دا فتنې ډیری وخت د يوې ډلې په شکل رامخې ته شوي، په اوس وخت کې تاسو وینئ چې اسلامي نړۍ د ډلو ټپلو له دغو فتنو څومره کړيږي؛ د اسلام په جامه کې د اسلام ختمولو لپاره کفارو ډیرې ډلې رامخې ته کړي چې په اوس دور کې له ټولو خطرناکه فتنه د خوارجیت ده او د خوارجیت اصلي مصداق داعشي مردارۍ دي، خوارج په ښکاره د اسلام د دفاع او اسلام د خدمت چیغې وهي خو په اصل کې دا ډیره مرداره فتنه ده چې د اسلام له ریښې ختمولو ته یې پښې رابډ وهلي، د داعشي خوارجو پدې جعلي نعرو په تیر وخت کې زمونږ ډیری ځوانان په دوکه او فریب کې پریوتل ددوی خواته ولاړل ترڅو دنیوي او اخروي ګټې ترلاسه کړي خو په حقیقت کې د لوی خسران سره مخ شول؛ اصل خسران دا وو چې پخپلو لاسونو یې سلګونه مسلمانان شهیدان کړل، په خولو یې په مؤمنانو د کفر ټاپې ولګولې، د مسلمانانو مالونه او عزتونه یې لوټ کړل، زرګونه یې بې کوره او یتیمان کړل همدا رنګ ډیر ځوانان یې د جهاد له بابرکته عمل څخه راوګرځول او په بدبختیو یې ولړل.
اوس خو الحمدلله د نړۍ اکثریت خلک د داعشي خوارجو په اصليت خبر شوي چې څرنګه دغه ټولی د اسلام په نامه اسلام ختموي، کفر ته خدمت کوي او له کفر ددې کار په مقابل کې معاوضه اخلي نو اوس مونږ ته پکار ده چې له دې فتنې خلکو ته د ژغورلو لار وښایو او په مجموعي شکل ددې فتنې مخه ډب کړو؛ که چیرې مونږ د فتنو بحث کوو نو اړینه ده چې د فتنو څخه د ځان ژغورلو حل لارې هم وښایو.
داعش چې په نړۍ کې په وحشت او دهشت مشهور دي له یو څه وخته راهيسي غواړي چې یوځل بیا د ځوانانو جلب اوجذب وکړي، په میډیا کې یې یو ځل بیا کوشش پیل کړی ترڅو ځوان فکر مغشوش، په خپلو مؤمنو مشرانو یې بدګومانه او د فتنو ښکار کړي؛ د فتنو پدې دور کې اړینه ده چې خپلو اولادونو او د ټولې هر غړي ته د فتنو افکار تشريح کړو او د هغې په مقابل کې د ودریدو لار ورته وښایو، د فتنه پارونکو له وحشتونو یې خبر کړو او د اسلام په تاوان کړې کارنامې یې خلکو ته وښایو، د خوارجیت اصلي مصداق د قرآن او احاديثو په رڼا کې ورپه ګوته کړو، په دین د کلک اوسیدو توصیه ورته وکړو او په ټوله کې یې د دین له هر اصل څخه خبر کړو پدې برخه کې د مساجدو امامان، د مدرسې، پوهنتون او ښوونځیو استادان ډیر لوی مسؤلیت لري چې باید په سمه توګه یې اداینه وکړي.
دا او دې ورته نورې ډیرې لاړې شته چې په مټ یې کولی شو د خوارجیت په شمول له ټولو فتنو خپل امت وژغورو خو که چیرې مونږ لاس تر زنې کیناستو، فتنو ته په کمه سترګه وګورو او خپل خلک آګاه نکړو لرې نه ده چې سبا به همدا فتنې زمونږ پر سرونو ولاړې وي او بیا به یې د علاج کوم څرک په سترګو نه وینو.
پیغمبر پاک صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
أَلَا كُلُّكُم رَاعٍ وَ كُلُّكُمْ مَسْؤُوْلٌ عَنْ رَعِيَّتِه الخ (بخارى:۸۵۳)
ژباړه: خبر اوسئ! هر يو د تاسي راعی (شپون) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو) په برخه کې مسئول دی … الخ
له حدیث مبارک معلومیږي چې د خپل اهل و عيال پوښتنه به هم د محشر په ورځ له مونږ څخه کیږي نو اړینه ده چې خپل اهل و عيال لدې ټولو بدبختیو خبر کړو او د ځان ژغورنې لارې ورته وښایو.
خپل ځان او نور مؤمنان له عصري فتنو وژغورئ.