رحمت الله فیضان
لکه څرنګه چې پوهیږو پاسپورټ یو هویتي سند دی، دولتونه یې د خپلو اتباعو د سفر د اسانتیا لپاره صادروي او د یو هیواد خلک کولی شي د ویزې په ترلاسه کولو سره نورو هیوادونو ته سفر وکړي. افغانان هم د مختلفو موخو لپاره دا که سیاحت، تعلیم، کار، روغیتا او نوري قانوني موخي وي، مختلفو هیوادونو ته سفرونه کوي چې د دغو هیوادونو له ډلې څخه یو هم ایران دی، ایران د بهرنیو اتباعو لپاره څو متعددي وېزې په نظر کې نیولي دي چي عبارت دي:
۱-ورودي ویزه:
دا ډول ویزې د ورزشکارانو او علمي کسانو لپاره صادریږي.
۲- سیاحتي ویزه:
دا د بهرنیو سیلانیانو لپاره صادریږي، هغه څوک چې د ایران له سیاحتي ځایونو څخه لیدنه کوي.
۳-زیارتي ویزې:
دا ویزې د هغو کسانو لپاره چې په ایران کې د مذهبي ځایونو لیدو ته د سفر اراده لري، صادریږي.
۴-سیاسي ویزې:
ډیپلوماتانو، سیاسي استازو او دولتي چارواکو ته صادریږي.
۵-تحصیلې ویزې:
محصلینو، متعلمینو او د دیني علومو زده کوونکو ته ورکول کیږي.
۶-د کار ویزه:
متخصصینو او هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د کار په لټه کې ایران ته د ننوتلو اراده ولري.
۷-ترانزیټي ویزې:
د عامه وسایطو چلوونکو، د اورګاډي کارکونکو، د الوتنې عملې، د کښتۍ عملې یا نورو مسافرینو لپاره چې په ایران کې د ودریدو اراده نلري او یوازې غواړي له ایران څخه تیر او بل هیواد ته لاړ شي صادریږي.
۸-مطبوعاتي ویزي:
ژورنالیستانو، انځورګرانو او خبریالانو ته صادریږي.
۹- خدمتي ویزې:
د هیوادونو د سیاسي نمایندګیو کارمندانو ته ورکول کیږي چې د غیر سیاسي ماموریتونو مسولیت لري.
۱۰-کثیرالورد وېزې:
سوداګرو او متخصصینو ته ورکول کیږي چې څو ځله ایران ته د تګ را تګ اراده لري.
په دې وروستیو اونیو کې ایران تر بل هر وخت زیات افغان کډوال په زور له ایران څخه ایستلو ته اړ کړي دي، په دې کې داسې کسان هم شته چې قانوني اسناد لکه ویزه یا اقامه هم لري، دوی د افغانستان په مربوطه ادارو کې خپل شکایتونه ثبت کړي او داسي شواهد یې وړاندي کړي دي چي د ايراني پوليسو له لوري د سپکاوي ترڅنګ د دغو کسانو پاسپورټونه یا څیري شوي، یا سوري شوي او یا هم ترې اخیستل شوي دي.
دا چي ولې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان هم له ایران څخه ایستل کیږي، زما اټکل دا دی چې علت یې پر سیاحتي ویزو په دغه هیواد کې کار کول دي، ممکن د ایران حکومت هغو بهرنیو اتباعو ته اجازه ور نه کړي چې غواړي د سیاحتي ویزې پرمټ کار وکړي، بد بختانه ډیری افغانان ایران ته په سیاحتي ویزو د کار لپاره ځي چې په دې برخه کې زموږ دولت هم مسولیت لري چې خپلو اتباعو ته د سفرو په برخه کې پوهاوی ورکړي.
افغانان په تیرو څلوېښتو کلونو کې دومره توهین شوي چې نور د هغو کسانو سپکاوی نه شي زغملی چې د دوستي او وروري ډبره پر سینه ډبوي. د دې ترڅنګ د ایراني پولیسو له لوري د افغانستان هویتي پاڼو ته سپکاوی به د ایران او افغانستان د ولسونو ترمنځ ژوره کرکه را وپاروي.
دا مهال د ګاونډیو هیوادونو ( ایران او پاکستان) له نیتونو څخه داسې ښکاري چي نور د دوی هیوادونه د افغانانو لپاه امن او خوندي ځایونه نه دي، نو غوره دا ده چې د افغانستان په دا خل او بهر کې میشت افغانان لاسونه سره ورکړي او د خپلو خلکو د نجات په خاطر د اسلامي امارت ترڅنګ ودریږي او له خپلو راستانه شویو هیوادوالو سره د ستونزو د حل په برخه کې مرسته وکړي او په دې برخه کې له ځان پرته پر بل هیچا تکیه ونه کړي.