لیکونکی: ابو حماد الله
مسلمانانو وروڼو!!! نن مونږ او تاسو ته چې کوم نظام خدای تعالی رانصیب کړی دی، دا د الله تعالی خورا لوی نعمت دی، قرآن مجید کې د دې نعمت یادونه داسې شوی ده: “وإذ قال ربك للملئكة إني جاعل في الأرض خليفة” (البقرة: ۳۰) وقال تعالى: “يا داؤد انا جعلناك خليفة في الأرض” (ص:۲۶) وقال تعالى “وعد الله الذين آمنوا منكم وعملوا الصالحات ليستخلفنهم في الأرض” (النور: ۵۵)
دا او داسې نور ډېری آیتونه په دې باندې دلالت کوي چې اسلامي خلافت د الله تعالی لوی نعمت دی، د آدم (علیه السلام) پیدائښت هم د پاره د خلافت شوی و، داؤد (علیه السلام) وعلی هذا القیاس ټول پېغمبران خلیفګان ګرځولی شوي وو او ټولو مومنانو سره الله تعالی وعده د خلافت کړي چې په دوی کې به الله تعالی خلیفګان پیدا کوي، د دې هر څه نه دا معلومېږي چې خلافت خورا لوی نعمت دی.
عزیزانو! د اسلام دین څخه هم صحیح او کامله ګټه هغه وخت لاسته راوړلی شو چې قوي اسلامي حکومت ولرو، اسلامي حکمونه او قوانین جاري کولو لپاره د اسلامي خلافت سرپرستي ولرو، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په زمانه کې چې کله مدینه منوره د اسلامي خلافت مرکز وګرځید او دارالاسلام وجود ته راغی، نو له دغه ځایه د اسلام برکتونه راڅرګند شو، خلکو ته اسلامي خلافت فواید ورمعلوم شول او ډلي ډلي خلک مسلمانان شو او اسلامي خلافت خورا وغځېد.
کله چې اسلامي خلافت قایم شي، نو د مسلمان عزت، آبرو او مال محفوظ ګرځي او زړه ته یې سکون او اطمینان حاصلېږي.
همدا راز کله چې اسلامی قوانین نافذ شي، حدود او تعزیرات وشي، نو د امن، سکون او خوښۍ ماحول جوړېږي.
کله چې حقیقي بیت المال جوړ شي، نو د دې په برکت به کوم یتیم، معلول، ناچاره او لاوارث پاتې نه شي، نه کومه کونډه نه کوم مسکین، فقیر، محتاجه او پریشان حاله پاتې کېدی شي؛ بلکې د دوی هر ډول افلاس او بې وسي به ختمېږي.
ګرانو مسلمانانو! کله نه چې مونږ او تاسو ته الله تعالی اسلامي نظام او خلافت رابرخه کړی دی، له هغه وخت څخه د مسلمانانو عزت او مال خوندي دی، غلا، زنا، قتل، چور چپاول، زورواکي، غصب او هرې بد امنۍ او فساد مخه نیول شوي ده، په چا زور، زیاتی او ظلم نه کېږي.
مسلمانان په خورا خوښۍ ژوند کوي، زړونه یې په آرام دي، حقداره ته د هغه حق رسېږي،
راځئ!! مونږ او تاسې هم د اسلامي نظام ملاتړي وکړو، یاد نظام نور پیاوړی او په هره برخه کې یې مستحکم کړو