د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په خړو فضاوو کې چې کله د باروتو بوی خپرېږي او د توپونو درزا اورېدل کېږي، د کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو عامو مسلمانانو په زړونو کې داسې یوه پوښتنه راولاړېږي، چې له دننه یې لړزوي. خلک په حیرانتیا او اندېښنه یو له بله پوښتي: د کلمه ویونکو مسلمانانو پر دې خاوره دا څه ډول جګړه روانه ده؟ ایا دا د دوو داسې وروڼو جګړه ده، چې دین، تاریخ، کلتور او قبله یې یوه ده؟ که یوازې د دوو دولتونو سیاسي او سرحدي اختلاف دی؟
خو کله چې د دې اندېښنې او پوښتنې تل ته ورښکته شو او جغرافیایي او تاریخي دوړې ترې لیرې کړو، دا حقیقت په څرګنده راڅرګندېږي چې: «دا نه د دوو ولسونو ترمنځ قومي دښمني ده او نه یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو دودیزه سرحدي نښته؛ بلکې په بنسټیزه توګه د دوو متضادو نظامونو، دوو بېلابېلو فکري لوریو او دوو جلا لومړیتوبونو ټکر دی.»
د دې غوټې د پرانیستلو لپاره تر هر څه وړاندې باید دا حقیقت ومنو، چې د افغانستان اسلامي امارت نه له پاکستان سره جګړه غواړي او نه یې کله په خپله د جګړې لاره غوره کړې ده. د کابل تګلاره او چلند د دې څرګند ثبوت دی، چې له اسلاماباد سره تلپاتې سوله، متقابل درناوی او د سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت غواړي.
لامل یې هم واضح دی: د اسلامي امارت له نظره پاکستان کومه پردۍ او بېګانه سیمه نه ده؛ بلکې د سیاسي او پوځي واکمنې طبقې نظام یې چې هر ډول وي، د ولس له پلوه یوه بیداره او خوځنده مسلمانه سیمه ده. هلته له پېړیو راهیسې علمي او دیني منارې ولاړې دي، د جوماتونو صفونه یې اباد دي، د علماوو درناوی کېږي او په کوڅو او لارو کې یې د اسلام شعایر پالل کېږي. پر دې سربېره، د دواړو سیمو ترمنځ د خپلویو داسې پیاوړې مزي غځېدلي، چې هېڅ سیاسي توپان یې نه شي شلولای. تاریخي تړاوونه وي، که سیاسي او سوداګریزې اړتیاوې؛ قبیلوي خپلوی وي، که جغرافیایي پیوستون؛ د دواړو غاړو خلک یو له بل سره ګډ ژوند کوي.
د بېلګې په توګه، د کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قبایلو حال د داسې یوه کور په څېر دی، چې د انګړ په منځ کې یې لنډمهالی دېوال پورته شوی وي. د یوې کورنۍ ځینې غړي د چمن یا تورخم دې غاړې ته او ځینې نور یې هغې غاړې ته مېشت دي. غم، ښادي، بازار او ان هدیره یې هم سره شریکه ده. په داسې حالت کې هېڅ هوښیار مشر دا تېروتنه نه شي کولای، چې د جګړې د اور سون توکي شي.
همدا لامل دی، چې هر کله پر ډیورنډ کرښه کړکېچ زیات شوی یا پاروونکي اقدامات شوي، اسلامي امارت له ډېر زغم، تدبیر او محتاطې ځوابي تګلارې کار اخیستی دی. امارت ښه پوهېږي، چې که دا سپرغۍ یو ځل په لمبو بدله شي، د دواړو غاړو بېګناه مسلمانان به پکې راګیر شي او دا بېځایه ترینګلتیا به په داسې ورانوونکي ناورین واوړي، چې ګټه به یې یوازې د سیمې بدخواهان وړي.
که، خدای مه کړه، دا کړکېچ په هر اړخیزه جګړه واوړي، د دواړو غاړو زیان به دومره بوږنوونکی وي، چې یوازې تصور یې هم سړی لړزوي. که د افغانستان خبره وکړو، افغان ولس له څلورو لسیزو زیات د باروتو لوګي لیدلي، په لکونو جنازې یې پورته کړې او د پردېسۍ کړاوونه یې ګاللي دي. اوس یې ایله د امن ساه اخیستې او د لسیزو قربانیو په پایله کې دلته د اسلامي نظام لمر راختلی دی. جګړه به دا معنا ولري، چې د امن دا ارزښتناک نعمت له خطر سره مخ شي او د پرمختګ او بیارغونې بهیر یو ځل بیا د پیل ټکي ته وروګرځول شي.
بل لور ته، که د پاکستان له اړخه ورته وکتل شي، دا جګړه به ورته د یوه شتمن سوداګر د هغه وروستي داو په څېر وي، چې بشپړې دیوالیه کېدو ته یې بیايي. د پاکستان اقتصاد دا مهال په څومره نازک پړاو کې ولاړ دی، دا له هېچا پټه نه ده. د اقتصاد ټول جوړښت یې د بهرنیو پورونو او مرستو پر لکړو تکیه دی. حال دا دی، چې له یوې خوا چین ته ورځي او د پخوانیو پورونو د بښلو زارۍ کوي؛ له بلې خوا له خلیجي هېوادونو، په ځانګړې توګه له سعودي عربستانه، غواړي چې د اوږدې مودې لپاره په پور تېل ورکړي؛ او له درېیمې خوا د امریکا واکمنو کړیو ته ورځي او ګیله کوي، چې د سپتمبر له یوولسمې وروسته مو ستاسو په تش په نامه «د ترهګرۍ پر ضد جګړه» کې خپل نوي زره ملکي وګړي او پوځیان قرباني کړي دي؛ نو د دغو خدمتونو په بدل کې باید د میلیاردونو ډالرو مالي اسانتیاوې راکړئ.
کله چې د یوه هېواد اقتصادي حالت داسې وي، چې عام وګړي ته د دوو وختونو ډوډۍ په یوه نه پوره کېدونکي خوب بدله شي او تنګلاسي او بېوزلي دومره زیاته شي، چې خلک له ستونزو د خلاصون یوازینۍ لار په ځانوژنه کې لټوي، په داسې حالت کې جګړه پر غاړه اخیستل پر خپل پښه د تبر وهلو په معنا دي. د پاکستان دننه ټولنیز او اقتصادي کړکېچ د باروتو د داسې یوه ډېري په څېر شوی، چې د بلولو لپاره یې یوازې یوه سپرغۍ بسنه کوي. د خلکو باور پر خپلې واکمنې طبقې دومره له منځه تللی، چې د زغم کاسه یې ډکه شوې او خبره تر مرګ او وژلو رسېدلې ده.
کله چې دا ټول حقایق او شواهد مخې ته کېږدو او د دې جګړې اصلي ماهیت وڅېړو، خبره د لمر په څېر روښانه کېږي. دا جګړه نه د افغان او پاکستاني ولسونو ترمنځ ده او نه د دوو مسلمانو دولتونو دودیزه جګړه؛ بلکې په بنسټیزه توګه د دوو بېلابېلو لارو او نظریو ټکر دی. یوې خوا ته د افغانستان هغه نظام دی، چې د اسلامي شریعت د واکمنۍ، خپلواکۍ او عزت پر بنسټ جوړ شوی؛ او بلې خوا ته د پاکستان د پوځي او سیاسي واکمنې طبقې هغه ګټپال نظام دی، چې له لسیزو راهیسې د لوېدیځ، په ځانګړې توګه د امریکا، د ګټو وسیله ګرځېدلی دی.
د دې خبرې د پوهېدو لپاره اړتیا نشته، چې د تاریخ ډېرې زړې پاڼې واړوو. د سپتمبر له یوولسمې وروسته چې امریکا پر افغانستان ناحقه برید وکړ، د پاکستان پوځي واکمنې طبقې د خپلو لنډمهالو ګټو او ډالرو په بدل کې ومنله، چې د امریکایي ائتلاف د لومړۍ کرښې متحد شي. پر افغان ولس په شوې بمبارۍ او پرې په تپل شوي نظام کې د پاکستان پوځي اډو او لوژستیکي ملاتړ څومره لوی لاس درلود، دا یو څرګند حقیقت دی. کله چې امریکا له شل کلنې اوږدې مبارزې وروسته په افغانستان کې سخته ماتې وخوړه او له دې ځایه ناکامه او ناهیلي ووته، بیا هم له امریکا سره د پاکستاني پوځ د پخواني جوړجاړي اغېز او خوی له منځه نه ولاړ.
د دې تر ټولو لوی او څرګند ثبوت هغه څرګندونې دي، چې خپله د پاکستان له دننه راوتلې او په خپلو ژبو پر حقیقت اعتراف کوي. له هغه وخته چې پر ډیورنډ کرښه یو ځل بیا کړکېچ تپل شوی، د پاکستان ګڼ تش په نامه سیاستوال، شنونکي او د پوځ او استخباراتو د ټولنیزو رسنیو چلوونکي په جوش او ولولو دا ادعا کوي: «کوم کار چې امریکا په شلو کلونو کې په افغانستان کې ونه شو کړای، زموږ زړور پوځ په څو ورځو کې وکړ!»
یوه شېبه تم شئ او د دې جملې ژورې معنا ته ځیر شئ. امریکا خو افغانستان ته د ښوونې او روزنې یا د اسلام د خپرولو لپاره نه وه راغلې. هغه د یوه زورور ظالم په توګه د اسلامي نظام د له منځه وړلو او د خپل لاسپوڅي نظام د ټینګ ساتلو لپاره راغلې وه، چې په سپکو سترګو پکې ناکامه شوه. اوس چې د پاکستاني پوځ او رسمي دریځ پلویان په ویاړ وايي، کوم کار چې امریکا په شلو کلونو کې ونه شو کړای، پاکستاني پوځ په څو ورځو کې وکړ، نو له دې پرته بله کومه څرګنده معنا ترې اخیستل کېدای شي، چې امریکا کومه ناوړه او اسلامدښمنه موخه نیمګړې پرېښوده او وتښتېده، د هماغې باطلې موخې د پر مخ وړلو مسؤولیت اوس د پاکستان پوځي رجیم پر غاړه اخیستی دی؟
دا هغه ټکی دی، چې هر مسلمان باید په بصیرت او پرانیستي ذهن غور پرې وکړي. کله چې دوه بېلابېلې فکري او سیاسي لیکې په بشپړه توګه روښانه شي، بیا خبره یوازې د دفاع یا قومي او وطني احساساتو نه پاتې کېږي؛ بلکې د فکر او عقیدې په ازمېښت بدلېږي. د اسلامي شریعت او انساني تاریخ دا تلپاتې اصل دی، چې انسان د کوم فکر، د حق یا باطل د کوم نظام او د کومې لیکې ملاتړ ته ودرېږي، د هماغې لیکې له خلکو شمېرل کېږي.
د دنیا ګټې، د قومپالنې شعارونه یا لنډمهالې سیاسي ګټې انسان بېلارې کولای شي؛ خو د آخرت په تلپاتې نظام کې به پرېکړه پر همدې بنسټ کېږي، چې: «انسان د باطل د لاسپوڅي نظام ملاتړ کړی و، که د حق او اسلام پر بنسټ د جوړ شوي نظام ترڅنګ اوږه په اوږه ولاړ و…؟»
له همدې امله، پر هر مؤمن دا فرض دی، چې د حقیقت پر دې بنسټیز توپیر ځان پوه کړي، د پروپاګند تر اغېز لاندې له راتلو پرته خپل دیني او اخلاقي دریځ وټاکي او دا خبره په یاد وساتي، چې د محشر په ډګر کې به هر څوک له هماغې لیکې سره راپاڅول کېږي، چې په دې دنیا کې یې غوره کړې وه.









































