افغانستان هغه یوازینۍ خاوره ده چې د «امپراتوریو د هدیرې» ویاړلی نوم یې د خپل زرین تاریخ پر پاڼو ثبت کړی دی. دا هغه ملت دی چې د تاریخ په اوږدو کې، له ستونزو، زندانونو، شکنجو او سلګونو نورو ظلمونو سره سره، هېڅکله ذلت او غلامۍ ته غاړه نه ده ایښې. د افغانانو یو عادت؛ له غلامۍ او بندګۍ څخه ژوره کرکه درلودل دي او هېڅکله نه غواړي چې خپلواکي او عقیده یې ترې واخیستل شي. افغانستان تل د زړورو نارینهوو، مېړنیو ښځو او مجاهدینو پناهځای پاتې شوی دی.
د دې خاورې تاریخ له جهاد، د اشغال پر وړاندې له مبارزې، کورنیو جګړو او سترو سیاسي تحولاتو سره تړلی دی. د همدې لوړو ژورو په منځ کې، د طالبانو د اسلامي تحریک راڅرګندېدل او د ۱۴۰۰ کال د زمري تر ۲۴مې پورې رامنځته شوي تحولات د هېواد د معاصر تاریخ له مهمو فصلونو څخه ګڼل کېږي؛ هغه فصل چې د ناامنۍ او کورنیو جګړو له منځه پیل شو او له دوو لسیزو جګړې او مبارزې وروسته، د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو تر بریده ورسېد.
د افغانانو له کلونو جهاد او سرښندنو وروسته، په پای کې شوروي اشغال له ماتې سره مخ شو. افغان ملت تمه لرله چې د دغه جهاد مېوه به د خپلواکۍ، امنیت، یووالي او د یوه اسلامي نظام د ټینګښت په بڼه ترلاسه کړي. د افغانانو لپاره د اسلامي نظام ټینګښت یو ستر آرمان و؛ هغه آرمان چې د جهاد په کلونو کې یې د تحقق لپاره زرګونه قربانۍ ورکړې وې.
لنډه دا چې د کمونیستي حکومت له نسکورېدو وروسته، افغانستان له یوه سخت او کړکېچن پړاو سره مخ شو. د بېلابېلو ډلو او ګوندونو ترمنځ سیاسي اختلافات، د واک پر سر د ډلو او احزابو سيالۍ شدت پیدا کړ او هېواد په کورنیو جګړو کې ښکېل شو. کابل او د هېواد ګڼې نورې سیمې د خونړیو نښتو، ویجاړیو او بېثباتۍ شاهدې وې.
په ډېرو سیمو کې خلک له ناامنۍ، زورواکۍ، سیمهییزې واکمنۍ، د وسلهوالو ډلو له خپلسریو، فساد، ظلم او قومي او ګوندي سیالیو سره مخ وو. هغه د یووالي او ثبات آرمان چې خلکو له کلونو جهاد وروسته یې د تحقق تمه لرله، د سیاسي او پوځي کشمکشونو په منځ کې کمرنګه شو.
په همدې شرایطو کې، د الله تعالی جلجلاله په فضل او احسان، د مظلوم افغان ملت د ژغورنې لپاره د افغانستان په جنوب کې له دیني مدرسو او د مجاهدینو له لیکو څخه یو اسلامي تحریک راڅرګند شو. دغه تحریک ځان د کورنیو جګړو د پای ته رسولو، د امنیت د ټینګښت، د فساد پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي نظام د ټینګولو لپاره متعهد باله. په حقیقت کې، د شر او فساد د ډلو د ظلمونو او فسادونو د له منځه وړلو لپاره د داسې یوه تحریک رامنځته کېدل یوه جدي اړتیا ګڼل کېده. دغه تحریک په چټکۍ سره پراخ شو، سیمې یې یوه په بل پسې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او په پای کې کابل هم د اسلامي امارت د مجاهدینو لاس ته ولوېد.
د افغانستان د اسلامي امارت په جوړېدو سره، د هېواد لویه برخه د یوې واحدې ادارې او رهبرۍ تر چتر لاندې راغله. د هغه پړاو له مهمو لاستهراوړنو څخه یوه د کورنیو جګړو او پراخو ناامنیو پای ته رسول وو. د هېواد مواصلاتي لارې خوندي شوې، د هغو سیمهییزو قوماندانانو واک محدود شو چې پر خپلو خلکو یې ظلم او تېری کاوه او د هېواد په پراخو سیمو کې نظم او امنیت ټینګ شو.
اسلامي امارت هڅه وکړه چې قومي او ګوندي تعصباتو ته د پای ټکی کېږدي او افغان ملت د یوه واحد نظام تر چتر لاندې راټول کړي. افغان ملت د دې احسان پوروړی دی او هېڅکله به یې هېر نه کړي. د فساد پر وړاندې مبارزه، د امنیت تأمین او د اسلامي شریعت د احکامو تطبیق د دغه نظام له اساسي موخو څخه وو.
سره له دې، اسلامي امارت له کورنیو مخالفتونو او بهرنیو فشارونو سره هم مخ و او افغانستان لا هم د سیمهییزو او نړیوالو تحولاتو په مرکز کې پاتې و.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د نړۍ د کفارو لپاره د اسلامي نظام او د افغان ملت د آزادۍ د له منځه وړلو پلمه وګرځېده او د افغانستان په تاریخ کې یې نوی فصل پرانیست. له دې پېښې وروسته، د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو خپل پوځي عملیات په افغانستان کې پیل کړل.
په لنډه موده کې د اسلامي امارت حکومت له سقوط سره مخ شو او د اسلامي امارت مجاهدینو د ملا محمد عمر مجاهد رحمهالله د لارښوونې او سپارښتنې له مخې، د یوې مودې لپاره له صحنې څخه شاته شول او د واک له مرکزونو څخه یې واټن ونیو. د ډېرو خلکو په اند، ښايي دا د طالبانو د تحریک پای وي؛ خو دا پای نه، بلکې د مبارزې د یوه نوي پړاو پیل و.
د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو په راتګ او د یوه فاسد او زړېدلي ډیموکراتیک نظام په رامنځته کېدو سره، افغانستان نوي پړاو ته داخل شو. بهرنیو یرغلګرو پراخ پوځي حضور درلود او د هغوی لاسپوڅي حکومت هم د دوی په سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ خپل فعالیت ته دوام ورکاوه.
د اسلامي امارت مجاهدینو د خپلې خاورې او اسلامي مقدساتو د دفاع لپاره د اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو پر وړاندې مبارزه پیل کړه. په پایله کې، افغانستان د شلو کلونو لپاره د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو اوږدو جګړو څخه یوه تجربه کړه. پوځي عملیاتو، هوايي بریدونو، بمبارونو، د بهرنیانو او د هغوی د ملاتړو ظلمونو او وحشتونو، نیونو او وسلهوالو نښتو د هېواد خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
په همدې موده کې د اسلامي امارت مجاهدینو په تدریجي ډول خپلې لیکې بېرته منظمې او پیاوړې کړې او پوځي فعالیتونه یې د هېواد بېلابېلو سیمو ته پراخ شول. د جګړو اوږدو کلونو زرګونه شهیدان او ټپیان پرېښودل او ګڼې کورنۍ یې د خپلو عزیزانو پر ویر کینولې. مجاهدینو په دې کلونو کې د بهرني اشغال او د هغه د کورنیو اجیرانو ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړ؛ هغو ځواکونو چې غلامي او بندګي یې خپل عادت ګرځولی و.
سره له دې چې بهرنیو ځواکونو له پوځي او تخنیکي پلوه هراړخیز برلاسی درلود، جهاد او مبارزې دوام وموند او د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع د افغانستان له مهمو سیاسي مسئلو څخه وګرځېده.
له کلونو جګړې وروسته، په پای کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د حضور د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو پروسه پیل شوه. د دوحې هوکړه د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړه او د هغوی له وتلو سره سم د افغانستان سیاسي او پوځي معادلات په چټکۍ سره بدل شول.
په ۱۴۰۰ کال کې د اسلامي امارت د مجاهدینو پرمختګونه چټک شول، ولایتونه یو په بل پسې فتح شول او د جمهوریت او ډیموکراسۍ حکومتي جوړښت په بېساري سرعت سره له منځه ولاړ.
په پای کې، کابل د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د دې خاورې د بچیانو او مجاهدینو لاس ته ولوېد او د یهودو او نصاراوو تر ملاتړ لاندې لاسپوڅی حکومت هم سقوط وکړ.
له شوروي اتحاد څخه د بریا تر ١٤٠٠ کال د زمري ٢٤مې پورې د افغانستان داستان، د هغو څو نسلونو د ژوند داستان دی چې د جګړو، اشغال، کورنیو اختلافاتو او سیاسي تحولاتو په منځ کې یې ژوند کړی دی. په دې ټولو کلونو کې د هېواد خپلواکي او سیاسي حاکمیت، د یوه اسلامي نظام د ټینګښت له غوښتنې سره یوځای، د افغان ټولنې د یوې سترې برخې له مهمو غوښتنو او بحثونو څخه وو.
د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو راڅرګندېدل او قیام هغه تحریک و چې د کورنیو جګړو او ناامنیو له منځه راټوکېد؛ د یوې مودې لپاره یې د افغانستان پر لویه برخه واکمني وکړه، د امریکا له یرغل وروسته له واکه وغورځول شو، شل کاله یې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د ملاتړ وړ حکومت پر وړاندې مبارزه وکړه او په پای کې د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه یو ځل بیا کابل ته راستون شو.
الحمدلله، نن د افغانستان ملت یو اسلامي، آزاد او خپلواک نظام لري؛ هغه غوښتنه چې د افغان ملت له تلپاتې او وروستیو هیلو څخه وه.
خو هغه دښمنان چې لا هم د اسلام او اسلامي نظام د له منځه وړلو په فکر کې دي، باید له هغو متجاوزینو او اشغالګرو څخه عبرت واخلي چې دې سپېڅلې خاورې ته په راتګ سره رسوا او ذلیل شول؛ ځکه دا آزاد او خپلواک ملت هېڅکله د کفارو او د هغوی د پروژو تر ولکې لاندې راتلل نه مني.










































