هر تمدن په خپل تاریخ کې داسې برخلیکټاکونکې شېبې لري چې پکې یو ملت د ذلت له درانه خوبه راویښېږي او په خپلو مټو د پردۍ واکمنۍ زنځیرونه ماتوي. د افغانستان لپاره د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد ۲۸مه همداسې یوه برخلیکټاکونکې ورځ وه؛ هغه ورځ چې د آزادۍ لمر د هندوکش پر لوړو څوکو راوخوت او د استعمار تیاره د دې لرغونې خاورې له افقه د تل لپاره ورکه شوه. دا ورځ یوازې د یوه پړاو پای نه وه، بلکې د یوه نوي هویت پیل و؛ داسې هویت چې افغان ملت پکې د نړۍ په جغرافیه کې نور د «مستعمرې» په نوم نه، بلکې د یوه «خپلواک» ملت په توګه ثبت شو.
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې تل د سترو تمدنونو په منځ کې د یوې ځلانده مرغلرې په څېر ځلېدلی دی؛ نه د خپلو مادي شتمنیو له امله، بلکې د خپل ستراتیژیک موقعیت له کبله، چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ یې د ارتباطي پله حیثیت درلود. خو همدغې ځانګړتیا دا خاوره د استعماري قدرتونو لپاره په زړهراښکونکې موخې بدله کړې وه. د بریتانیا ستره امپراتوري، چې په نولسمه پېړۍ کې د نړۍ له سترو قدرتونو څخه وه، نه شوای زغملای چې د هند د تاجوتخت په ګاونډ کې دې یو خپلواک هېواد شتون ولري.
له همدې امله یې درې ځله په خپل ټول پوځي ځواک پر افغانستان یرغل وکړ؛ خو هر ځل له داسې ولس سره مخ شوه چې «آزادي» یې یوازې یو شعار نه، بلکې سپېڅلی ارزښت باله او خپل ژوند یې د هغې په لار کې تر ټولو کوچنۍ بیه ګڼله. د اسد ۲۸مه د یوې ناڅاپي بریا پایله نه وه، بلکې د یوې پېړۍ د هوښیارانه او سرښندونکي مقاومت ثمره وه. دا ورځ په خپل زړه کې د درېیو سترو جګړو تاریخ لري چې هر يوه یې استعمارګرو ته بېساری درس ورکړ.
په لومړۍ جګړه کې، هغه مهال چې بریتانیا له مجهز پوځ او بېساري ځانباورۍ سره پر افغانستان یرغل وکړ، له داسې صحنې سره مخ شوه چې ښايي په هېڅ پوځي کتاب کې یې ساری نه و ثبت شوی: داسې ولس چې په ډبرو او تورو یې د توپونو او ټوپکو پر وړاندې ودرېد او د برتانوي سرتېرو په زړونو کې یې داسې وېره او وحشت خپور کړ چې تر کلونو وروسته به هم د افغانستان نوم ورته د وېرې او ماتې یاد تازه کاوه. دې جګړې وښودله چې پوځي تجهیزات، که هر څومره پرمختللي هم وي، د مقاومت د روحیې او له خپلې خاورې سره د مینې پر وړاندې هېڅکله د بریا تضمین نه شي کېدای.
په دویمه جګړه کې، استعمارګرو له تېرې ترخې تجربې وروسته نوې طرحه جوړه کړه او هڅه یې وکړه چې د تفرقې په اچولو سره ملي مقاومت کمزوری او له منځه یوسي؛ خو دا ځل هم د افغانانو بېلابېلې قبیلې د یوه ګډ ارمان تر سیوري لاندې د بهرني دښمن پر وړاندې سره متحد شول او هغوی ته یې وښودله چې قومي او ژبني توپیرونه هېڅکله د ملي غیرت ځای نه شي نیولای. هغوی دا هم ور وښودله چې استعمارګر یوازې د ځواک په ژبه پوهېږي او اقتدار یوازې د ټینګې ارادې او نهماتېدونکي مقاومت له لارې ترلاسه کېدای شي.
خو د دې حماسې او مبارزې اوج په درېیمه جګړه کې راڅرګند شو؛ هغه جګړه چې د ۱۹۱۹ کال د مې په میاشت کې د امانالله خان په مشرۍ پیل شوه او د همدې کال د اسد په ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ له اعلان سره په ویاړمنه توګه پای ته ورسېده.
دا جګړه نه یوازې له پوځي پلوه، بلکې له ډیپلوماټیک پلوه هم یوه ستره بریا وه. د راولپنډۍ تړون، چې د دې جګړې په پایله کې لاسلیک شو، یوازې یوه عادي معاهده نه وه؛ بلکې د هغه ملت د عزت او سرلوړۍ سند و چې خپله آزادي یې د وینو او اور له منځه ترلاسه کړې وه.
خو د افغانستان د خپلواکۍ په رسمیت پېژندل د استعمار د هڅو د پای معنا نه لرله. بریتانیا هڅه وکړه چې د درنو اقتصادي بندیزونو او فشارونو له لارې د افغانستان نوې خپلواکي په لومړیو کې زندۍ کړي. په هغو سختو ورځو کې بیا همدا غیور ملت و چې یو ځل بیا د مبارزې ډګر ته راووت. افغانانو د لوږې او محرومیت په زغملو سره ثابته کړه چې «آزادي» د ډوډۍ او پیسو په بدل کې نه شي پلورل کېدای. هغوی وښودله چې هغه ملت چې د خپلې آزادۍ لپاره یې دومره درنه بیه ورکړې وي، هېڅکله به د پردۍ سلطې تر بار لاندې سر ټیټ نه کړي.
نن، چې له هغې سترې ورځې څخه یوه پېړۍ او اووه کاله تېرېږي، د اسد ۲۸مې په اړه زموږ کتنه باید یوازې د تاریخ تر بیاکتنې محدوده نه وي. دا ورځ زموږ مخې ته داسې هنداره ده چې زموږ د ریښتیني هویت انځور راښيي. که څه هم سیاسي خپلواکي هغه مهال ترلاسه شوه، خو د هغې اصلي معنا، یعنې «ځانبسیا»، «پرمختګ» او «ټولنیز عدالت»، لا هم هغه ارمانونه دي چې د تحقق لپاره یې باید هڅه وشي. د اسد ۲۸مې فلسفه موږ ته دا درس راکوي چې آزادي یو ځل ترلاسه کېدونکی نعمت نه دی، بلکې یوه روانه پروسه ده چې هر نسل یې باید بیا رامنځته، وساتي او لا پیاوړې یې کړي.
کله چې د استعمار د پرځېدو خبره کوو، باید هېر نه کړو چې استعمار تل په یوه بڼه نه راڅرګندېږي، بلکې د زمانې له بدلون سره نوې څېرې خپلوي. نن اقتصادي، فرهنګي او سیاسي استعمار په نوو بڼو هڅه کوي چې د ملتونو اراده محدوده کړي، د هغوی په چارو کې لاسوهنه وکړي او د هغوی پر برخلیک اغېز ولري. د اسد ۲۸مه موږ ته دا درس راکوي چې د سلطې د دغو نوو بڼو پر وړاندې د درېدو لپاره هماغه غیرت، یووالي او بصیرت ته اړتیا لرو چې زموږ پلرونو د بریتانیا د ټوپکو پر وړاندې په مبارزه کې له ځانه ښودلی و.
د اسد ۲۸مه د یوه ملت د آزادۍ پیل او د هغه استعمار پرځېدل وو چې ګومان یې کاوه د وسلو په زور کولای شي تاریخ ولیکي. دا ورځ یوازې د تېر وخت د لمانځلو لپاره نه ده، بلکې د داسې راتلونکي د جوړولو لپاره ده چې هر افغان پکې د «آزاد ژوند» ریښتینې معنا درک کړي. راځئ چې د دې سترې ورځې په یاد او درناوي هغه شهیدان هېر نه کړو چې په خپلو وینو یې دا بېساری میراث موږ ته پرېښود او له خپل ځان، خپل تاریخ او راتلونکو نسلونو سره دا ژمنه تازه کړو چې د آزادۍ څراغ به په دې خاوره کې تل ځلانده ساتو.











































