د پاکستان پوځ چې د کرایې، غلامۍ، پلور او ناکامه تړونونو رازونه یې د هر لوستي او نالوستي، یا لږ تر لږه د سیاسي شعور لرونکو، د سترګو په وړاندې داسې څرګند دي لکه هره ورځ چې لمر راخېژي او ټول یې ویني. په نږدې وختونو کې چې نړۍ له لویو سیاسي کړکېچونو سره مخ ده او ګڼ بشري اړخونه یې اغېزمن کړي، لکه تر ټولو مخکې اقتصادي او ورپسې دیني، سیاسي، فرهنګي، علمي او ټول هغه اړخونه چې بشري ټولنې په خپل ورځني ژوند کې لنډمهاله یا اوږدمهاله اړتیا ورته لري.
د پاکستان له ترهګرې ادارې سره د اسیر ولسونو او په خپله د پاکستان د جوړښت په اړه ډېرې خبرې کېدای شي؛ خو هغه څه چې اوس، اوس د پاکستان د مسلمانو ولسونو او د دې هېواد د ګاونډیانو لپاره په یوه لوی سرخوږي اوښتي، هغه د دې مظلوم ولس پر سر د ظالم پوځي رژیم حاکمیت دی.
د پاکستان حاکمه کړۍ د هغو شیطانصفته زبرځواکونو له خوا تمویلېږي او پالیسۍ ورته جوړېږي، چې د دې حاکمې کړۍ تر چتر لاندې یې مظلوم ولسونه په وچ زور او جبر راټول کړي او یوه برخه جغرافیه یې د «پاکستان» په نوم ورته نومولې؛ داسې چې د دې جغرافیې واکمنان او دعوهګر یې خپله په معنا نه پوهېږي.
هغه شیطانصفته ځواکونه چې پوځي رژیم ته پالیسۍ ورکوي، پر دې پوهېږي چې دغه غلامان یې په خپله ډېر مظلوم دي؛ نه د ځان په اړه پرېکړه کولی شي او نه د دې جوګه دي چې د دې جعلي جغرافیې ساتنه وکړي. ځکه نو د پردیو پالیسۍ دغسې وي چې پایله یې بېرته پر خپل ځان ظلم او زیاتی وي.
د دې ظلم څرګندې بېلګې په خپله د پوځي کړۍ تر سیوري لاندې په مظلومو مسلمانو ولسونو کې لیدل کېږي. لکه د حاکمې کړۍ د شریکانو له ډلې څخه چې د پنجاب ایالت اوسېدونکې او اعلی وزیره ده، مریم نواز، په څرګنده پر خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو او د هغو پر ولسونو دا تور لګوي چې دوی پنجاب او پنجابیان ناامنه کوي؛ په داسې حال کې چې د پښتونخوا او بلوچستان ولسونه د خپلو ورکو میندو، خویندو، وروڼو، پلرونو او ناموسونو په موندلو پسې راوتي دي.
هغوی په خپلو طبیعي زېرمو کې خپل حق او د کار زمینې غواړي؛ هغوی په خپله خاوره، په خپل کور کې، خپل امن، حاصلات او تولیدات ارزانه او د خپل ځان لپاره غواړي. هغه رژیمونه چې تشکیل یې جعلي وي، یا د نورو له خوا رامنځته شوي وي، یا یې تګلارې د پردیو له خوا ټاکل کېږي، تل له خپل ځواک او وجود څخه ستر ښودل کېږي. هر کله چې یو رجیم له خپل طبیعي جوړښت څخه ډېر وپړسول شي، نو د ریښتیا پر میدان، او که واضح ووایو، د مقابلې پر میدان، بیا له تېښتې او یا ځانغولونې څخه کار اخلي؛ چې تېښته او ځانغولونه یې د مبارزې پر ډګر له ماتې څخه هم لوی زیانونه پېښوي.
د پاکستان پوځي رژیم یو له همدې رژیمونو څخه دی، چې د یو میلیون (۱٬۰۰۰٬۰۰۰) مجهز پوځ، د نړۍ د ځواکمنې څارګرې ادارې (آیاېسآی) او اټمي بم لرونکي نظام دعوهګر دي. خو همدا پوځ په یوه ورځ د نوي زرو (۹۰٬۰۰۰) په شمېر تسلیم شوی؛ له همدې مجهز پوځ څخه د بنګلهدېش په نوم هېواد جلا شوی؛ همدې مجهز پوځ د خپل ولس په سلګونو بچي تري تم کړي او همدا غلام پوځي رژیم دی چې په خپل تاریخ کې پوځي بریا نه لري.
خو د اجیرې پاکستانۍ ادارې په پردیو او جعلي تشکیلاتو، چې له خپل حقیقت څخه یې تل ځان لوی او ځواکمن ښودلی، ډېر هېوادونه دوکه شوي او په میلیاردونو ډالره پور یې ورکړی، چې په دې ډله کې د چین او متحده عربي اماراتو پورونه برملا دي. په وروستیو وختونو کې سعودي عربستان هم پر دې هېواد باور وکړ او دفاعي تړون یې ورسره وکړ؛ خو پر ایران هېواد د امریکا له بریدونو سره سم ایران پر سعودي داسې بریدونه وکړل چې کله هم نه وو ورسره مخ شوی.
د دفاعي تړون له مخې، پاکستان باید له سعودي عربستان سره اوږه په اوږه درېدلی وای، خو د تېښتې او ځانخلاصولو په موخه د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان پر ملکي وګړو بمبارۍ پیل کړې، چې ګواکې موږ خو د ځان په دفاع اخته یو او په یو وخت کې دوه ځایه نه شو رسېدلی. سعودي عربستان په دویم ځل بیا یاد تړون تازه کړ او دا ځل درېیم هېواد، ترکیې، هم پر پاکستان باور وکړ او له سعودي عربستان سره یې یو ځای د «مکې» په نوم دفاعي تړون وکړ؛ خو دا ځل د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان او آن داسې راپورونه راپورته شول چې مکې مکرمه او د نبوي مسجد پر برېښنايي بنسټونو یې بریدونه کړي؛ خو د پاکستان اجیرې ادارې د ځانخلاصولو، بهانو او تېښتې په موخه یو ځل بیا د افغانستان پر ملکي وګړو بمبارۍ پیل کړې.
د پاکستان اجیر پوځ، حاکمه کړۍ او د دوی بهرني شیطانصفته ملاتړي هېڅکله نه غواړي چې مسلمان ولسونه په امن کې وي؛ بلکې تاریخ پر دې شاهد دی چې د دې پوځي رجیم په رامنځته کېدو نه د پاکستان ولسونه په امن وو، نه عربي نړۍ هېوادونه له سوالګرو خلاص شوي، نه د پاکستان ګاونډیو هېوادونو ارامې اړیکې پاللي او نه په مرکزي آسیا کې لرې او نږدې پرتو هېوادونو د اوږدمهاله دیني، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي او ټولنیز ثبات کوربتوب کړی.
وخت یې دی چې د دې شریک زیان په وړاندې هېوادونه لاس سره یو کړي، خپل هېوادونه او ولسونه د شریر پوځي رجیم له شره خلاص کړي او د خپل تاریخي هویت پر بنسټ له یو بل سره اغېزمنې اړیکې رامنځته کړي.












































