پاکستان ولې د نا امنۍ په ګرداب کې دى؟

#image_title

 

کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې
چيرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

پاکستان د خپل پيدايښت له ورځې تر ننه پورې خپل مفاد او ګټې د بل چا په توان کې ليدلې دي

که سياسي جغرافيې ته سم وکتل شي پاکستان په خپل څلورو خواوو کې يو ګاونډ هيواد هم دوست نلري ځکه د هر هيواد سره پاکستان د دوستۍ پر ځاى له منافقت او دوه مخي سياست کار اخيستى دی.

هندوستان چې پاکستان ترې زيږيدلى دى له بيلتون یو کال وروسته تر نن ورځې پورې هر وخت ورسره په جګړه کې دى، خو د نړۍ هر بچي ته معلومه ده چې دا جګړه مذهبي نده، دا د مسلمانانو او هندوانو يا سيکانو جګړه نده، دغه جګړه د پاکستان د دوه مخي سیاست او د ښه ګاونډيتوب د نه مراعات کولو او د بل په چارو کې د مداخلت جګړه ده

بنګال: تاريخ وګوری چې د پاکستان فوځ په بنګال کي کومې کارنامې ونکړې، کوم ظلمونه يي ونکړل،
فوځ يي هلته څومره قتل عام وکړ، بالآخر یې په زرګونو فوځ د خلکو د بغاوت په نتیجه کې تسلیم شو، نن هم بنګال او پاکستان د دوستۍ اړيکې نلري

ايران: د پاکستان بل ګاونډ دى، هر وخت د يو لوى دښمن په څير يې ورته سرحدات محکم کړي، سياسي روابط يي په نيشت شمېر دي، څو میاشتې ؤړاندې يي یو پر بل د ميزايلو حملې هم وکړې.
ايران هم د پاکستان د منافقانه سياست او په چارو کي يي د مداخلت څخه شکایت کوي.

چين: دا ګاونډ يې بيا پوهيږي چې د خپل دښمن سره څنګه معامله وکړي؟

چين چې کله هم محسوس کړه چې په ګاونډ کې مو يو غدار موجود دى، د يو منظم پلان له مخې يې د پاکستان دننه اقتصادي نظام تباه کړ او ورو ورو په دغه خاوره د حاکمیت په لور ګام پورته کوي.

افغانستان: پاکستان د خپل شتون راهیسې د افغانستان پر خلاف له مختلفو دسيسو کار اخيستى
او دغه هيواد يې د جنګ په لمبو کې ساتلى، د همغه وخت حاکمانو هم د خپل هيواد سره د پاکستان دوه مخی سياست پيژندلى خو بيا هم له مناسب اقدام يي کار نه دی اخيستی.

د افغانستان د اسلامي امارت د بيا حاکميدو وروسته پر ځاى د دې چې افغانستان ته د ورورۍ لاس ورکړي،
بيا يي په دسيسو لاس پورې کړى.

د دې ټولو مشکلاتو سره سره یې له بلې خوا په خيبر پښتونخوا کې د پښتون قوم ټول حقوق تلف کړي، هغوى د سختو ظلمونو لاندې ژوند تيروي، هغوى ته بحيثيت پاکستاني خو پريږده بلکه بحيثيت مسلمان هم نه ګوري، د هغوى ټول حقه حقوق پنجاب خوري.

په زرګونو بلوڅان چې خپل حق غواړي ورک دي، هيڅ د مرګ و ژوند معلومات يې کورنيو ته نه ورکول کېږي.

د سنى او شيعه تر منځ جنګونه، قادياني فتنه او نورې ډلې تپلې پخپله د دوى د استخباراتو پيداوار دى.

هلته پښتانه بلوچ د خپلو حقوقو لپاره جنګيږي خو پاکستان بيا کاذبه ادعا کوي چې ګواکې دغه حملې په افغانستان کې پلانیږي.
پر ځاى د دې چې پاکستان د دغه حملو پړه په افغانستان واچوي، خپل ناکام داخلي او خارجي سیاست دې اصلاح کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version