پاکستان د داعش د تربیه کولو پر ځای، خپله داعشیت ته مخه کړه

ګلاب الدین خپلواک

پاکستان د افغانستان ختیځ او سویل کې د هند له وچې څخه یو را جلا شوی هېواد دی، چې د نن څخه 76 کاله وړاندې پر هند د انګلیس د استعمار په نتیجه کې را منځ ته شو.
پاکستان د برتانیې په واسطه د افغانستان ډېره حصه خاوره لاندې او اشغال کړې ده او د ډیورند فرضي کرښې په تیرولو سره یې د افغانانو په زړه اغزن تار تیر او په فزیکي ډول یې سره بېل کړل، خو دا به ډېر دوام ونکړي او دغه افغانان به یوه ورځ راولاړیږي او بیا به د لوی امپراطور احمد شاه بابا افغانستان رامنځ ته کیږي.
پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په نا امنه او بې ثباته کولو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لاس درلودلی، او تل یې د افغانانو د وینو څخه ځان تغذیه کړی، چې له هغې جملې څخه یو هم د افغانستان پر خلاف د داعش پروژې پر مخ وړل وو، اوس چې د داعش د وحشتونو پروژه مخ پر زوال شوه او د څلورو لسیزو جګړو وروسته افغانستان خپل اصلي خاوندانو ته په لاس ورغی، د پاکستان لاس یې د افغانستان څخه لنډ کړ، نو د داعشیانو پرځای یې خپله داعشیت ته مخه کړه. پاکستان چې د اقتصادي تورم سره مخ دی، نو د مختلفو لارو غواړي چې خپل کورنۍ ستونزې پر افغانانو ور واړوي، او په دې توګه یې په پاکستان کې له میشتو افغانانو سره مختلف ظُلمونه پېل کړي دي. د پاکستان د ظُلمونو او لاسوهنو څخه د خلاصون لپاره څو مهم ټکي دي چې افغانان یې په ځانګړي ډول ا.ا.ا چې د افغانانو قیادت یې په لاس کې دی، په نظر کې ونیسي او عملي یې کړي، نو دا به په افغانستان کې د امن، ثبات او د افغانانو په خیر وي.
لومړی: د ا.ا.ا دې د پاکستان ظُلمونو اسناد، شواهد او ویډیوګانې د ډیپلوماټیکو لارو د پاکستاني دولت سره شریکي او د نړیوالو نورمونو مطابق دې د کډوالو نړیوال سازمان او نورو مربوطه نړیوالو سازمانونو سره هم شریکي کړي، ترڅو د ډیپلوماټیکو لارو پر افغان مهاجرو د ظُلم مخه ونیول شي.
دویم: هغه افغان مهاجرین چې په پاکستان کې اوسیږي، هغوی ته دې افغانستان کې د ننه معیاري کمپونه جوړ او د افغانستان مختلفو سیمو کې دې ځای پر ځای او د ترکیې او خلیجي عربي هیوادو سره چې کارګرو ته اړتیا لري تفاهم وکړي، ترڅو یاد مهاجرینو او عامو افغانانو ته د کار قانوني او معیاري زمینه برابره شي.
درېیم: افغان حکومت دې پر پاکستاني کرنسیو او توکو چې افغانستان کې ځینې ګټه اخیستل کیږي بنډیز ولګوي او د وارداتو لپاره دې د چین سره د واخان لاره شروع او په جنوب کې دې د چابهار بندر له لارې د پاکستان رقیب هند سره د تجارت لاره جوړه کړي، چې دا به پاکستان ته ډېره سخته تمامه شي او د زوال سره به یې مخ کړي.
څلورم: افغان حکومت دې د کراچۍ بندر پرځای د مرکزي آسیا او خلیجي هېوادو ته د افغان تجارانو د صادراتو او وارداتو لپاره د ایران بندر عباس څخه د ایراني چارواکو سره تفاهم او د جنوب آسیا هېوادو په ځانګړي توګه د هند سره د تجارت لپاره د ایران چابهار بندر او د چین سره د واخان لاره وټاکي، په دې سره به د پنجاب د ظُلمونو څخه خلاص شو، هم به مو تجارت رونق پیدا کړي او هم به مو تجارتي اموال په مصئونه طریقه تر مقصده رسیږی.
په نني عصر کې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ سیالۍ د اقتصاد سیالي ده.
افغانستان په یو ښه ستراتیژیک موقعیت کې ځای لري، چې په یادو پورتنیو تګلارو کولای شي هم د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړي او هم پاکستان دې ته مجبور کړي چې د افغانانو سره د تعامل لاره خپله کړي، که څه هم افغانانو ته د پاکستان دوه مخی سیاست معلوم دی، خو بیا هم د پاکستان د اقتصادي انزوا او پاکستان دې ته مجبورول، چې د افغانانو سره د نړیوالو نورمونو او قوانینو مطابق عمل وکړي پورتنۍ تګلارې ښې دي.
د یادولو وړ ده، چې پورتنۍ تګلارې یوازې په ا.ا.ا امارت نه کیږي؛ بلکې د افغان اولس ملاتړ ډېر اړین دی؛ ځکه په تېرو څو لسیزو کې افغانانو ته د پنجاب کړنلاره ښه معلومه ده، چې د افغانانو ترمنځ اختلافات جوړوي او خپل امن، ثبات او اقتصادي ګټې د افغانستان په نا امنۍ کې لټوي، نو افغانان باید ډېر ځیرک او هوښیار وي، ترڅو بیا د پخوا تیروتنې تکرار نه کړي او بیا افغان وطن کې د پردیو په خوښه د جګړې اور بل نشي نو افغانانو ته اړینه ده؛ چی د ا.ا.ا تر شا ودریږي، ملاتړ یې وکړي او خپل وطن د آبادولو لپاره لاسونه سره ورکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version