په سیاست کې داسې شېبې هم راځي چې د یو هېواد د پخوانیو محاسبو دوام د هماغه هېواد د راتلونکي د خوندي کولو پرځای د لا ډېرو ستونزو دروازې ور پرانیزي. نن د پاکستان لپاره همداسې یوه شېبه ده؛ د سیمې امنیتي معادلې بدلې شوې، د ځواک توازن بدل شوی او هغه پالیسۍ، چې یو وخت د دوی د ستراتیژیکو ګټو وسیله ګڼل کېدې، اوس په خپله د پاکستان لپاره د ستراتیژیکو خطرونو سرچینه ګرځېدلې.
که اسلاماباد لا هم د کابل سره د ډیپلوماسۍ او خبرو پرځای د پوځي فشار، بمبارۍ او امنیتي تقابل لاره غوره کوي، باید دا حقیقت هم ومني چې د جګړې لګښتونه او زیانونه نور د پخوا په څېر یو اړخیز نه دي. هر ډول پوځي کړکېچ به نه یوازې د کرښو امنیت، بلکې د پاکستان اقتصاد، کورنی ثبات، نړیوال اعتبار او سیمهییز موقعیت له ډېرو جدي ازموینو سره مخ کړي.
پاکستان باید درک کړي چې د ګاونډي هېواد پر ضد د هر ډول ګواښ، پوځي اقداماتو، د نیابتي ډلو فعالیت یا امنیتي فشار دوام د باور فضا لا نوره هم خرابوي او د متقابلو اقداماتو احتمال زیاتوي. بناءً، د داسې پالیسۍ دوام، په حقیقت کې د ستونزې حل نه؛ بلکې د هغې لا پراخول دي.
که ستونزه پراخېږي، نو نظامي ټکر او یوه پراخه جګړه رامنځته کېدل ممکن دي، چې د پراخې او سترې جګړې په صورت کې به د کابل پرځای اسلاماباد ډېر زیات تاواني او له څو هممهاله فشارونو سره مخ شي؛ ځکه پر پاکستان به د کورني امنیت بار زیات شي، دفاعي بودیجه به یې لوړه او مصارف به یې لا زیات شي، پانګونه، سوداګري او تولید به یې سخت زیانمن شي، په سرحدي سیمو کې به امنیتي ثبات سخت خراب او له کنټرول څخه ووځي، نړیوال ډیپلوماټیک فشار به زیات شي، د ترانزیټ او سیمهییزو پروژو راتلونکی به له ابهام سره مخ شي او اقتصادي ستونزې به د ټولنیز فشار بڼه خپله کړي.
دا چې د کابل په نسبت اسلاماباد له زیات تاوان سره مخ کېږي، وجه یې ډېرې دي؛ ځکه نه کابل هغسې جوړ دی لکه اسلاماباد چې جوړ دی، نه کابل اټومي وسله لري چې د ساتنې لپاره یې د سیاسي او امنیتي ثبات د جوړولو په موخه ستر ـ ستر تاوانونه او بوجونه وګالي، نه داسې زیربنایي پروژې په افغانستان کې شته لکه اسلاماباد چې یې لري او په بربادۍ یې د پاکستان ټول څرخ په ټپه درېږي. په لسګونو ورته نور موارد هم شته چې د کابل پرځای به اسلاماباد سخت تاواني او له ډېر زیات خسران سره مخ شي. بناءً، دا ټول داسې تاوانونه او زیانونه دي چې هېڅ هوښیار مسؤول نه غواړي د یوې لنډمهالې موخې د ترلاسه کولو لپاره هېواد او ملت ورسره مخ کړي.
په عین حال کې، سیمه هم د هر ډول جګړې له پیل کېدو سره له بشري او اقتصادي زیانونو خوندي نه پاتې کېږي؛ ځکه جګړه د ټولو په زیان ده او د سیمې د ثبات هېڅ ګټونکی نه لري. له همدې امله، د هر ډول کړکېچ تر ټولو عاقلانه او مسؤلانه حل د خبرو، ډیپلوماسۍ او متقابل امنیت په چوکاټ کې دی.
پاکستانی پوځي رژیم لا هم د انتخاب فرصت لري. یا به د تېرې تجربې له تکرار څخه تېرېږي او د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او ډیپلوماسۍ لاره غوره کوي، یا به داسې یوې پالیسۍ ته دوام ورکوي چې پایلې به یې تر دې لا د ډېرو امنیتي، اقتصادي او سیاسي لګښتونو په بڼه بېرته خپله په دوی ورګرځي. د سیمې راتلونکی په بمبارۍ، فشار او نیابتي سیالیو نه جوړېږي؛ بلکې په ښه اعتماد، متقابل احترام او مسؤلانه سیاست جوړېږي. پاکستان که غواړي خپل امنیت، نړیوال اعتبار او سیمهییز رول وساتي، نو په خپله امنیتي پالیسۍ د بیاکتنې وخت همدا اوس دی، نه سبا.









































