نیویارک ټایمز: ایا داعش د حکومت اسیران دي او که نازولي مېلمانه؟

وحيد فقیري

نیویارک ټایمز د اګسټ پر ۴ مه باندي لیکي په شبرغان کي د داعش ټاپ قومندان مولوي حبیب الرحمن د جوزجان په لوکس هوټل کي د کابل له حکومت څخه په ریشخند مننه وکړه. هغه په تهدید امېزه لحن حاضر حکومتي مامورین مخاطب کړل، او ورته وې وویل،«موږ ته امن برابر کړئ. پر خپلو وعدو باندي وفا وکړئ، څو هغه نور کسان چي د حکومت پر خلاف جنګېږي، هغوی هم د سولي د پروسې سره یو ځای سي.»

نیویارک ټایمز لیکي د داعش قومندان مولوي حبیب الرحمن پداسي ځای کي خبري کولې چي د افغانستان د ملي امنیت ستر نښان ئې تر شا ځوړند وو، او د هغه سره د ولایت سیاسي او نظامي لیډرشيپ ټول په احترام ولاړ ول.

اخبار لیکي په جوزجان کي د داعش له په اصطلاح تسلیم سویو جنګیالیو سره د معززو مېلمنو چلن کېږي. هغوی په یوه هوټل کي اوسېږي، او شا و خوا ئې حکومتي عسکر محافظت کوي. د هغوی سره وسلې نسته، خو شخصي ټیلفونونه ورسره دي. په هوټل کي، د داعش جنګیالي خوښ او خندان ګرځي. د یو بل سره ټوکي ټکالي کوي.

د شبرغان پولیس وايي د داعش د اسیرانو د سلو تنو عمرونه تر ۱۸ کالو کم دي. د هغوی ساتونکي پولیس سخت په قهر دي،‌ یوه پولیس وویل،«ولي موږ طالبان پرې نه ښودل چي هغوی ټول ووژني؟ ولي موږ د هغوی سره د محترمو مېلمنو په شان سلوک کوو؟»

اخبار لیکي په جوزجان کي د داعش جنګیالي د مولوي حبیب الرحمن او ښاغلي نعمت تر مشرۍ لاندي جنګېږي. ښاغلی نعمت شکایت کوي او وايي،«موږ باور لرو چي امریکا د طالبانو حمایت کوي. ګرده زموږ پر ضد دي. د افغان حکومت، طالبان، خلګ، او ټول جهان پر موږ باندي فشارونه اچوي.»

نیویارک ټایمز لیکي د داعش د جنګیالیو مرموز امېزه تسلیم د ډیرو خلګو شکونه راپارولي دي، او طالبان پدې اړه سخت تبلیغات کوي. ځکه د داعش جنګیالي د طالبانو له محاصرې څخه د حکومت په هیلکوپټرو کي تر شبرغان پوري ورسول سول، څو په لاره کي د خطر سره مواجه نه سي. یوه میاشت کېږي چي طالبانو د هغوی پر خلاف پراخ عملیات په لاره اچولي ول.

ورځپاڼه لیکي همدااوس د جوزجان په ولایت کي د داعش د تسلیم سویو جنګیالیو پر خلاف ۵۰ تنو عریضې کړي دي. ښاغلی یار محمد د درزاب یو اوسېدونکی دي. هغه وايي د داعش جنګیالیو په درزاب کي سل تنه وژلي دي. کله چي هغه په تیلویزون کي ولیدل چي د داعش جنګیالیو ته قابلي پلو او د پسه غوښي ورکول کېږي، هغه سخت په قهر سو. ځکه هغه وايی: موږ د خوړولو وچه ډوډۍ نه لرو، خو د داعش تروریسټانو ته حکومت پلو او چلو ورکوي.

هغه وائي،«داعش زموږ څخه هر څه واخیستل. مګر اوس حکومت هغوی په هیلکوپټرو کي راولي، او هغوی ته وریجي او غوښي ورکوي. هغوی ته پاکي د بوتل اوبه ورکوي. د هغوی امنیت ساتي. مګر په عین زمان کي موږ د خورک ډوډۍ نه لرو!»

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version