المرصاد خپرندويه اداره د امت د فکري بیدارۍ، علمي مبارزې او جهادي پیغام د خپرولو په موخه خپل روان سفر ته دوام ورکوي. همدغه هدف ته په کتو سره مو څه موده وړاندې، د “فکري ارمغان” تر سرلیک لاندې یوه پرلهپسې، علمي، فکري او تحقیقاتي لړۍ پیل کړې وه، چې موخه یې د امت ذهنونو ته شعور ورکول، د اسلامي عقیدې دفاع، او د جهادي فکر احیا ده.
دا چې د دې مبارکې لړۍ لومړی ګڼه مو څه موده وړاندې خپره کړې وه، اوس یې دویمه ګڼه ستاسو حضور ته وړاندې کوو، چې پکې به د امت پر وړاندې د داعشي خوارجو په څېر ګڼو فکري او عقیدوي فتنو ته ځوابونه، د شهیدانو ياد او لنډ ژوندلیکونه، د عصر د فتنو پېژندنه او افشا، د دیني، سياسي او جهادي بصیرت ژور مطالب شامل وي.
المرصاد خپرندويه اداره دا فکري خزانه په پښتو، اردو، فارسي او انګلیسي ژبو کې ترتیبوي، تر څو د امت هر فرد ته دا پیغام ورسوي، د فکري بیدارۍ مشعل ژوندی وساتي، او د اسلامي نظام د قیام کاروان ته خپل مسیر ورکړي.