د پاکستان اوسني اقتصادي وضعیت ته چې څوک وګوري، داسې انګېري لکه یو تږی انسان چې د صحرا په منځ کې د سراب پسې منډې وهي. هېواد دا مهال د خپلې معاصرې دورې له تر ټولو ستر اقتصادي بحران سره مخ دی؛ داسې بحران چې پکې د پخوانیو پورونو د قسطونو او سود د ادا کولو لپاره د نوو پورونو موندل د واکمنانو یوازینی هدف ګرځېدلی دی.
په همدې ناهیلې کوونکي وضعیت کې پاکستان د خپلې بقا لپاره په یو وخت د واشنګټن، بیجینګ او ریاض دروازې ټکوي، خو له هرې دروازې چې کوم ځواب او کوم تریخ حقیقت مخې ته راځي، هغه د پاکستان د اقتصاد ژورې کمزورۍ لا پسې بربنډوي. د پاکستان پر اقتصاد وروستي ګوزارونه له چین سره د رامنځته شوي اختلاف څخه پیل کېږي.
پاکستان د «سيپېک» پروژې په چوکاټ کې له هغو چینایي شرکتونو څخه، چې د برېښنا تولید فابریکې چلوي، غوښتنه کړې وه چې د تادیاتو د ځنډ له امله پرې لګېدلي ۱۷۲ میلیارده روپۍ اضافي جریمې (سرچارجونه) معاف کړي. د اسلاماباد حکومت هیله لرله چې د دواړو هېوادونو د «تلپاتې دوستۍ» اړیکې به دغه مالي بار سپک کړي، خو بیجینګ د سوداګریزو اصولو او تړونونو د درناوي په دلیل دا غوښتنه په څرګند ډول رد کړه. د چین دغه انکار پاکستان له یوې نوې ستونزې سره مخ کړ؛ ځکه د دغو شرکتونو ټول پاتې پورونه له ۴۲۳ میلیارده روپیو اوښتي دي، او اوس به د دې ستر مالي بار پایله د پاکستان پر ولس د لوړو برېښنايي بیلونو په بڼه ورولوېږي.
وروسته له دې چې چین دا غوښتنه ونه منله، د رامنځته شوې تشې د ډکولو لپاره د پاکستان حکومت د تل په څېر سعودي عربستان ته مخه کړه، خو دا ځل یې غوښتنه بېسارې ده. اسلاماباد د منځني ختیځ د جګړو او په نړیوال بازار کې د تېلو د احتمالي لوړې بیې پلمه وړاندې کړې او له سعودي عربستان څخه یې د ۶.۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د رعایتي د تېلو د تمویل اسانتیا (Oil Financing Facility) غوښتنه کړې ده.
د پام وړ خبره دا ده چې پاکستان په تېرو کلونو کې د پور په ډول د ترلاسه کېدونکو تېلو پر بدل کې له ۴ تر ۶ سلنه پورې سود ورکاوه، خو دا ځل یې یوازې د ۱ سلنې په کچه یو سمبولیک سود وړاندیز کړی دی. یوازې همدومره نه؛ بلکې د پور د بېرته ورکړې لپاره یې له یوې لسیزې څخه هم اوږده، یعنې ۱۵ کلنه موده غوښتې ده، چې پکې دا غوښتنه هم شامله ده چې په لومړیو پنځو کلونو کې دې هېڅ ډول قسط نه ترې اخیستل کېږي. که څه هم دا معامله کولای شي پاکستان ته د څو کلونو لپاره د ساه اخیستلو فرصت برابر کړي، خو په عین حال کې دا هم ښيي چې هېواد لږ تر لږه په راتلونکو پنځلسو کلونو کې د تېلو د بیو د سملاسي ادا کولو توان نه لري. له بلې خوا، د نفتي موادو لوړې بیې هم د پاکستان د ولس د زغم او اقتصادي وس د ازمېښت لپاره چمتو ولاړې دي.
د دې ټولو ترمنځ تر ټولو جالبه او د بحث وړ کیسه له امریکا سره تړاو لري. پاکستان د امریکا له خزانې وزارت څخه د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د یوه ځانګړي مالي صندوق غوښتنه کړې ده. د دې سترې مالي مرستې تر شا کوم اقتصادي معجزه نه، بلکې د واشنګټن په سیاسي او ډیپلوماتیکه شطرنج کې لوبېدونکې لوبه پرته ده. د پاکستان د ادعا له مخې، دغه هېواد د امریکا او ایران ترمنځ د وروستۍ سختې ترینګلتیا پر مهال د یوه منځګړي او پیغام رسوونکي رول لوبولی او د پټو اړیکو له لارې یې د دواړو لورو پیغامونه یو بل ته رسولي دي. اوس اسلاماباد غواړي د دغو «ډیپلوماتیکو خدمتونو» په بدل کې ۱۰ میلیارده ډالر ترلاسه کړي، څو د نړیوال وجهي صندوق (IMF) له سختو مالي شرایطو او فشارونو څخه تر یوه بریده ځان خلاص کړي.
که څه هم له واشنګټن څخه ځینې مثبتې نښې نښانې لیدل کېږي، خو د واقعیت په ډګر کې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه او سیاسي تریخوالی د کمېدو پر ځای ورځ تر بلې زیاتېږي. له همدې امله دغه مالي غوښتنه لا هم د کاغذونو له مرحلې نه ده وتلې او عملي بڼه یې نه ده خپله کړې.
د سیاسي او اقتصادي شنونکو لپاره دا ټول وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او هم د تعجب او طنز وړ اړخ لري.
یو داسې نظام چې له دننه کمزوری او ناتوانه وي، او د بهرنیو مرستو، پورونو او معافیتونو پر مټ روان وي، څنګه کولای شي د نړۍ د دوو سترو سیالو قدرتونو ترمنځ د «اغېزناک او مهم منځګړي» ادعا وکړي؟ حقیقت دا ده چې د امریکا په څېر هوښیار او د خپلو ګټو پالونکي هېوادونه پاکستان د ریښتینې دوستۍ یا د هغه د ډیپلوماټیک ارزښت له امله نه، بلکې یوازې د دې لپاره په نړیواله صحنه کې بوخت ساتي چې د دوی له نفوذه ونه وځي. واشنګټن ښه پوهېږي چې که پاکستان په بشپړه توګه یوازې پرېښودل شي، نو ښايي په بشپړ ډول د چین د اقتصادي بلاک برخه وګرځي او د ګوادر په څېر ستراتیژیک بندرونه به د امریکا د ګټو لپاره خپل اهمیت له لاسه ورکړي.
سربېره پر دې، په سیمه کې د ادعا شوې ترهګرۍ د څار او د پاکستان د ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله، دغه هېواد لا هم د لویو قدرتونو د محاسبو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې نړیوال ځواکونه نه پرېږدي پاکستان دومره کمزوری شي چې بشپړ سقوط وکړي، او نه یې هم دومره پیاوړی کوي چې نور خو پرېږده، حتی پر خپلو پښو په بشپړ ډول ودرېدلی شي. د نړیوال سیاست او اقتصاد دغه بېرحمه لوبه دا حقیقت روښانوي چې په نړۍ کې تلپاتې اړیکې نه وي؛ تلپاتې یوازې ګټې وي. هېڅ هېواد به پاکستان ته یوازې د هغه د اسلامي هویت یا تاریخي مخینې له امله وړیا میلیاردونه ډالر ور نه کړي.
تر هغه چې پاکستان خپلې صادرات زیات نه کړي، خپل د کورنیو مالیاتو نظام اصلاح نه کړي، په دولتي ادارو، پوځي جوړښتونو او سیاسي ډګرونو کې د فساد مخه ونه نیسي، او د تولیدي سکتور وړتیا لوړه نه کړي، همداسې به د لویو قدرتونو د سیاسي شطرنج پر تخته د یوې مهرې په توګه کارول کېږي. ظاهرسازه (کاسمیټیکه) سفارتکاري او پر پور اخیستل شوي تېل ښايي د لنډ وخت لپاره څراغونه روښانه کړي، خو د یوه هېواد د تلپاتې پرمختګ لمر پرې نه راخېژي.











































