د طالبانو له لوري داعش ته ماتې د امريکا بله فارموله هم ناکامه کړه..!

م.جميل باور

د اشغال په لومړيو کلونو کې چې امريکا سيمې او افغانستان ته د يو سوپرځواک په ډول راغله، په سلګونو ډول-ډول رسنۍ یې په دې موخه استخدام کړې چې وښيي، جګړه ورسره ناشونې ده. او دغه راز یې په لومړيو کې ټوله توجه د اشغال تغذيه شويو عسکرو اکمال ته وه.

له تقریبا یوې لسیزې وروسته هم امريکا له اجیرو عسکرو هغه اهداف ترلاسه نه کړل، چې دوی يې اراده لرله، بلکې ورځ تربلې یې پرخلاف خوځښت او پاڅون زیاتېده، نو امریکا له نظامه بهر د يو بل رامنځ ته کولو ته مخه کړه او د ولسي پاڅون والو(اربکیانو) په نوم ملېشې یې جوړې کړې.

که څه هم په لومړيو کې یادو ملېشو د خپل ځان مؤثر ښودلو لپاره ډول-ډول جنايات ترسره کړل؛ خو د اسلامي امارت پر وړاندې یې ډیر دوام ونه کړای شو، اسلامي امارت په خورا ځېرکتيا او تدريج ډېرو ولايتونو کې دا فتنه له منځه يووړه او ملت یې د دې سترې غميزې څخه خلاص کړ.

د امریکایي شنونکو په باور د يادو تکتيکونو د ناکامۍ اصل عامل داوه چې مذهبي رنګ یې نه لاره؛ نو امريکا داځل د خپلو اهدافو د تحقق لپاره د يوې داسې ډلې جوړولو تابیا وکړه، چې مذهبي رنګ ولري. د دوی په ګمان دا ځل به دا ډله د ملت له مرستې برخمنه شي او د دوی لپاره به د اسلامي امارت په وړاندې مؤثره ثابته شي.

دې نوې جوړې کړې ډلې ته یې ډېر امکانات برابر کړل، د هيواد په لويو ښارونو او د عامو خلکو د اجتماع په ځايونو کې يې خونړي بريدونه وکړل.

خو اسلامي امارت، امارت چې د ملت د ګټو او ارزښتونو رښتینی مدافع دی، د مکار دښمن د هرې دسیسې خنثی کول او د خپل جهاد، مجاهدینو او مسلمان اولس دفاع او ساتنه خپل مسؤلیت ګڼي، له پيله په ډېره ميړانه او تدبیر د دې فتنې په وړاندې ودريد د دغې فتنه ګرې ډلې د مخنیوي او مهارولو هڅې یې پيل کړې.

په هلمند، پکتيکا، زابل،جوزجان، کونړ، لوګر او دا دی اوس یې ننګرهار ولايت کې د دې ډلې په وړاندې رغنده او پرېکنده عملیات وکړل. ننګرهار کې یې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د ۹ میاشتې په ۲۰ مه نيټه د داعشي مليشو په ضد پریکنده او پراخ عملیات پيل کړل.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد په خپرپاڼه کړې کې رسما ننګرهار کې داعش ته د ماتې خبر ورکړ، د ده په خبره یاد ولایت په ټولیزه توګه له داعشي فتنې څخه نجات پیدا کړ او د دوی وروستۍ ځالې هم ویجاړې شوې، د داعش د مهمو قومندانانو په ګډون (۱۹۳) تنه ووژل شول، (۱۳۰) تنه ټپيان شول.

په دې توګه مجاهدین وتوانېدل د امریکا په لاس جوړه شوې درېیمه فرموله هم ناکامه کړي او ملت، سيمه او نړۍ یې له شره خوندي کړي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version