د داعش خوارجو ډله د صهیونیستي رژیم په څېر د بې ګناه خلکو په وژلو کې اوږد او کرغېړن تاریخ لري، دوی، سره له دې چې ځانونه مسلمانان او د حق لارې مجاهدین بولي، خو د دوی ناوړه تاریخ د زرګونو بې ګناه مسلمانانو په وژنو ډک دی، هغه وینې چې د دروغو تورونو له امله توی شوې دي.
د خوارجو تاریخ له هغه ناوړه پیل څخه چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم په زمانه کې وشو، تر نن ورځې پورې د بې ځایه وژنو شاهدي ورکوي، هغه وژنې چې د دې ډلې د ناپوهه مفتیانو د بې بنسټه فتواو له امله رامنځته شوې دي.
دې شریرې فتنې د اشغال په وخت کې د امریکا او د هغوی د اجیرو ادارو تر سیوري لاندې هم په بېلابېلو نومونو ډېر مسلمانان تکفیر کړل، د هغوی وینې یې حلالې وګڼلې او له تر تېغ یې تېر کړل؛ دا د وینو تږې ډله چې له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري، نه یې د مسلمانانو پر ناموس رحم وکړ، نه یې له شر څخه سپين ږيري او ماشومان خوندي پاتې شول.
په هم هغه وخت کې یې یو شمېر خلک د الله تعالی په کور کې د عبادت پر مهال د شرک په تور ووژل، ځینې یې د شیعهتوب په پلمه او ځينې يې بیا په بې ځایه او پوچو تورونو تکفیر او قرباني کړل، خو د افغانستان د اسلامي نظام په راتګ سره د خوارجو د دې اجیرو قاتلانو تخریبي فعالیتونه محدود شول او د هغوی ضد امنیتي فعالیتونو مخه ونیول شوه.
په دې موده کې، سره له دې چې د خوارجو ناوړه ځواکونه د اسلام د بې امنۍ عاملين، د امارت اسلامي د زړورو ځواکونو سره د مخ کېدو توان نه لري، بیا هم کله ناکله د خپلو بادارانو د خوښولو او د اسلام د دښمنانو د راضي کولو لپاره شوم اعمال ترسره کوي او د دې هېواد د بې ګناه خلګو وینه تویوي.
په دې وروستيو کې، دې منفورې ډلې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه جومات کې پر هغه لمونځ کوونکو برید وکړ چې د الله تعالی په ذکر بوخت و، دا ځل یې بیا خپله اصلي او کرغېړنه څېره ټولو ته وښوده او عملاً یې ثابته کړه چې د دوی کړنې له اسلام او د هغه له سپېڅلو تعلیماتو سره هېڅ تړاو نه لري.
خو لکه څنګه چې د تېرو وختونو تجربې ښيي، دا ځل به هم د الله تعالی په مرسته دا بدنام خوارج د خپلو اعمالو سزا وویني، لکه څنګه چې مخکیني یې ونیول شول او له منځه یوړل شول، وخت به دا ثابته کړي چې د دوی نابودي حتمي ده، ان شاء الله.