داعش که د ناټو غړی هیواد؟

نصیب ځدراڼ
د پکتیا ځاځي آریوب کې مي عبدالواحد په نوم یو طالب ولید د داعش خلاف جنګ نه تازه راګرځیدلی ود جنګ کیسې یې کولې ویل یې جنګ کې مو یو داعشی ژوندی ونیومشرانو ته مو ور روان کړ ترڅو د ده په اړه فیصله وکړيلاره کې د بلال په نوم یو طالب مخې ته راغید ده په لیدو سره یې رنګ بدل شو ټوپک یې راښکته کړ وایې دې ظالم خو زما ژوند تباه کړیموږ ورته و ویل چې تر څو مشرانو امر نه وي کړی ته هیڅ نشي ورته ویلیوایې طالب همداسې غوسه وپه زاریو مو ترې خلاص کړبلال داعشي ته و ویل چې هغه دي یاد دي چې زموږ په کور مو برید کړی و
داعشی غلی شوبلال بیا ټوپک راکوز کړ چې تر مشرانو به ونه ورسیږي دوی ته حال ووایه داعشی ووېریدو یواځې یې سر وخوځوو چې هو
موږ اوس حیران وو چې د دوی تر منځ څه کیسه ده چې موږ هم ورباندي خبروي
بلال لګیا شو وایې چې دوی زموږ کور ته راغللراته وایې چې تاسې د امارت کسان یاستد دوی مشر د اورکزیو یا آفریدیو په ژبه خبرې کولېزه یې په کور کې د آب دان سره وتړلم اول یې زموږ پر وړاندي زما پلار وویشتکوټې ته ورغلل او مور مې یې هم راته وویشتلهمشر یې چې بیرته ما پسې راتلو زما وریندارې چاړه پسې راوخیسته او په دا څټ کې یې ووهلو ولویدو ملګري یې تر تاو شول او وریندارې مې ځان پسې د اشپز خانې دروازه بنده کړهدوی وارخطا شول خپل مشر یې واخیست او زه ترې پاتي شوماو دا چې تاسې نیولی دغه کس هلته د ټولې صحنې فلمبردارې کولهبیا یې په غاړه کې راونیو بیخې یې غوسه نه ورباندي یخېدله سترګو کې یې اوښکې هم وي او انتقام هم وبلال ورسره روان شو او مشرانو ته یې ور وستلو
طالب ویل بل وار چې تشکیل ته لاړم په هغه ځای تیریدلو یوه ملګري راته و ویل چې هغه دې یاد دی چې بلال دلته داعشي ته غوسه و
ما ویل هو
وایې بلال هم د داعش خلاف جنګ کې شهید شو او هغه مخامخ یې کلی و هلته یې قبر دی
دا یوه وړه بیلګه وه ننګرهار کونړ زابل جوزجان او پکتیکا کې یې دي ته ورته مظالم وکړل چې د بیانولو لپاره یې یو لوی کتاب لیکل غواړي
له لوی اختر نه مخکې مو لوګر کې د طالبانو درې بای فور موټر ولیدل خلکو ویل چې دا د قطعې طالبان دي پکتیکا نه راغلي او د داعش خلاف جنګ ته روان دي ډیر منظم ښکاریدل دریشۍ یې اغوستې وېد سیمې طالبانو ترصد ورته کولو ترڅو چې مخکې لاړ شيدوی موټر درولي وو ځینو د دوکان نه خوراکي شیان اخیستل او نور بیا موټر کې ناست وو طالبانو ویل سږ کال د پسرلي راهیسې مو د داعش په خلاف عملیات پیل کړي او له ټول وطن نه قطعې جنګ ته را روانې ديهر ولسوال او ډلګۍ مشر به خپل پینځه لس یا تر دي زیات نفر قطعو ته ورکول
موږ بل چیري روان ووڅو ورځې وروسته په هغه لار را وګرځیدو چیرته چې دوی ولاړ وو له هغه نه لږ مخکې یې په یوه موټر بمبار شوی واو درې تنه پکې شهیدان شوي ووموټر هم هلته سوځیدلی پروت وو
یوازې دا یو د لارې بمبار نه و تر خپل کنټرول لاندي سیمو کې د ځانګړو او ګډو ځواکونو د چاپو سره جنګ هم ود الفتح په نوم عملیات هم پر مخ وړل و تر ننګرهار پوري رسیدلو او بیا هلته جنګ کول د سر سودا وه او طالبانو دا سودا کولهداعشیانو له خپلو سیمو او پوستو څخه ګیرد چاپیر ماینونه خښ کړي وو د طالبانو په خطونه به امریکایانو بمبار کولو څو ځله په رسنیو کې دا خبرونه راغلل چې د داعشیانو په سیمه کې د شپې چورلکې کیني خو دا نه وه معلومه چې اسلحه او خوراکي مواد یې ورکول که زخمیان یې انتقالول خو طالبانو د دې هر څه سره سره دا عملیات روان کړي وو
داعشیان څوک وو د جنګ نه راغلو طالبانو په قول دوی کې ځینې افغانان هم وواکثره د کرښې بل طرف ته د قبایلې سیمو جنګیالي ووازبک هم وو او په کم شمیر عرب هم وو پکې د حضرت علي رضی الله عنه قول دی چې د چا سره احسان وکړي د هغه له شر څخه ځان وساتهدا هغه خلک وو چې ځانونو ته یې مجاهدین ویل هغې سیمې چې د طالبانو تر کنټرول لاندي وي هلته یې پناه راوړې وه خو کله چې د بغدادي په نظر پرته له ده نوره ټوله دنیا کافره شوه نو دلته یې هم د خلافت اعلان کړ افغانستان کې یې د امریکایانو پر ځای د طالبانو خلاف جنګ پیل کړطالبان خو څه چې په ملکیانو یې اشر وکړ امریکایانو هم دوی سره مستقمیاً او غیر مستقیماً مرستې پیل کړيپه جوزجان کې چې کله دوی محاصره شول نو د تسلیمۍ په نوم افغان دولت ته ورغلل او بیا څه شول دا ځواب ما هم نه دی پیدا کړی
خدای دي نه کا چې تعصب ښکاره شيخو زما په نظر د افغانانو غوندي مخلص خلک په نړۍ کې کم ديداعشیان له کومو وطنو راغلي او بیا دلته په موږ زده کړې کوي افغانانو چې د چا په خلاف پاڅون کړی نو طارق بن زیاد غوندي یې کشتۍ سوځولې او دوښمن یې تر یوه ځایه رسولیخو خلکو د دوی د اخلاص څخه ګټه اخیستې ده خو د هر ټکر خوړلو وروسته دوی هوښیاران کیږيداعشیان هم د امریکایانو یا ناټو نه کمه سر خوږی نه ده خو سړی ځکه اطمیناني شي چې د دغو خلکو له لاسه نړۍ په افغانانو د نړیوال تروریزم تور پوري کوي خو اوس ښه شوه دوی ته به هم د ناټو د یوه یرغلګر هیواد په نظر وګورو
حقیقت دا دی چې د نړیوال تروریزم افغانان ښکار دي خو د ناټو ۴۹ هیوادونو ورسره د داعش فتنه ګرو خلکو هم پر افغانستان یرغل کړی
او طالبانو هم بیا دوی ټولو ته ملا تړلې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله خبره چې ویل یې هر یو جلا جلا نشو ماتولی ګرده نړۍ یو ځای راغلې ماته به ورکوو د ناټو د هیوادونو سره دي فتنې هم دلته سر پورته کړی ود ناټو نه مخکې یا ورسته دوی به هم ورکیږي
یادونه دا لیکنه مې د خپل یونلیک آزاد ولس محکوم هیواد لپاره کړي وهچې کتاب یې تر چاپ لاندې او کار یې روان دی ممکن نیږدي وخت کې د یوه کتاب په شکل کې چاپ شي
ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version