داعش له اسلام څخه لرې ډله

مهاجر صافی

#image_title

ګرانو لوستونکو به هرو مرو دا موضوع څو ځله لوستلې یا اوریدلې وي، چې د داعش په شان تکفیري او ترهګرې ډلې د سیمه‌ېیزو او بهرنيو سیاسي قدرتونو له خوا رامینځته شوي دي، چې له اسلامي ارشاداتو سره هیڅ تړاو نه لري؛ مګر بیا هم موږ اړتیا احساس کړه چې دا مسئله څه لږ نوره تشریح کړو.

تر هر څه وړاندې باید ووایو، چې هر دین ته د یوې عقیدې او مفکورې د منسوبولو لپاره باید د هغه دین اصلي منابعو او د پیروانو تر منځ يې مستندو اقوالو ته مراجعه وکړو؛ نو که يو عمل د دين په اصولو کې د غندلو وړ وي خو خلکو پرې عمل پيل کړى وي، د منلو وړ نه دی او د همدې دين د عيب‌پلټنې لامل کيدلاى نه شي.

له همدې امله؛ د داعش ډله چې په خپل منځ کې هیڅ پېژندل شوي او معتبر علما نه لري، باید د اسلام او مسلمانانو استازي ونه ګڼل شي او د ناروا کړنو له امله يې د اسلام پر سپېڅلي حریم اعتراض ونشي.

داعش او نورې تکفیري ډلې چې د اسلام په نوم هر ډول وحشت او جنايت ترسره کوي، په حقیقت کې د مسلمانانو څخه لرې ډله ده او په طبیعي توګه د هغوی افکار او چلند د اسلامي ارشاداتو سمبول نه شي ګڼل کېدای.

پټ او مهم معلومات چې د داعش ډلې له شالید څخه خپاره شوي؛ دا په ښکاره توګه تائیدوي چې داعش ډله د مهمو سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په اسلامي جامه کې جوړه شوې او ملاتړ يې شوى دى، لیکوال او سیاسي شنونکي J.C Verlemann په خپل يوه ليکنه کې ټینګار کړی؛ چې يوې الماني جريدې داسې اسناد خپاره کړي چې یو ځل بیا دا نظریه ردوي چې داعش یوه اسلامي ډله ده.

یاد شوي اسناد د هغه پلان په اړه چې د داعش د رامنځته کېدو او فعالیت لپاره وړاندې شوی و، په ډاګه کوي چې د داعش رامنځته کېدل د یوې مذهبي ډلې له جوړېدو څخه څومره لرې دي.

البته باید ووايو چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې پخواني سلاکار اډوارډ سنوډن تر دې مخکې هم منلې وه؛ چې د داعش د مشر ابوبکر بغدادي راپورته کېدل د امریکا، انګلستان او اسرائیلي رژیم د استخباراتي همکاریو پایله وه.

اسلام‌دښمنه خلکو تل هڅه کړې چې د اسلام سپیڅلی دین د داعش له کړنو سره برابر معرفي کړي، په داسې حال کې چې د داعش چلند د ټولو مسلمانانو له چلند څخه په کلکه توپیر لري او ياده ډله په هیڅ ډول د “دیني لارښوونو سمبول نه ده”.

ابو جلال
Exit mobile version