داعش د اسلامي خلافت جوړونکي، که له منځه وړونکي؟! دریمه او وروستۍ برخه

عزیز خالد

د داعش په تنظیم کې ځینې راپورونه په لومړیو کې داسې وو چې ځینې تجربه لرونکي جګړه ماران او استخباراتي کسان درلودل همدا پخواني باتجربه کسان د همدې خبرې دلالت کوي چې غوره شو پکې لاس درلود او دلته لویه توطئیه روانه وه، لومړي سر کې داعش کې روسیې نفوذ درلودل او دا يې په سوریه کې د امریکا خلاف خپلو ګټو لپاره کړی وو.

لکه مخکې مو چې وویل په سیمه کې د ایران نفوذ او بیا ایران اړیکې له روسیې سره هغه څه دي چې د امریکا نه خوښیږي، نو یوه موخه يې همدا وه چې په سیمه کې باید ایران نفوذ له منځه لاړ شي، خو هغه داسې شول چې په سیمه کې د ایران نفوذ نه دا چې له منځه ولاړ؛ بلکې لا پسې زیات شو، چې د فاطیمیون سره يې څنګ ته زینبیون هم فعالیت پیل کړل او د ایران د سپاه جنرالان هم هلته پراته نومیدل.

دویم لوی هدف يې د تیلو زیرمې ترلاسه کول وو، ایا داعش دغه تېل د خپلو اقتصادي منابعو په موخه کارول کنه تر شاه يې پټ رازونه شته؟
داعش (د اسلامي دولت ډلې) په ۲۰۱۳ کال کې د عراق او سوریې په ځینو برخو کې رامنځته شوه، د دې ډلې د تیلو تولید لومړنۍ اټکلونه ښيي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د ورځې ۵۶،۰۰۰ بېلره تیلو تولید درلود، چې په ۲۰۱۵ کال کې دا اندازه ۳۵،۰۰۰ بېلره ته راټیټه شوه، او په ۲۰۱۶ کال کې بیا ۱۶،۰۰۰ بیرل ته راکمه شوه.

د تیلو د دې تولیداتو له لارې، داعش د پام وړ مالي عاید ترلاسه کاوه. که څه هم د تیلو نړیوال بازار قیمتونه متغیر وو، خو اټکل کیږي چې داعش په ۲۰۱۴ کال کې د هر بېلر لپاره شاوخوا ۲۵ ډالر ترلاسه کول، چې په میاشت کې یې د تیلو عاید شاوخوا ۴۲ میلیونه ډالر ته رسیده. په ۲۰۱۵ کال کې دغه عاید ۲۶ میلیونه ډالر ته راټیټه شوه، او په ۲۰۱۶ کال کې بیا ۱۲ میلیونه ډالر ته راکمه شوه.

اوس پوښتنه دا پیدا کېږي چې دومره غني امریکا په دومره تیلو چې له کویت او عربی نړۍ وړي څه کوي؟ موږ پدې باندې اوږد بحث نه کوو خو یوازې دومره وايو چې د جګړې پر مهال د تیلو میلیون لیتره ذخیرې د شیبو کار کوي.

داعش د تیلو قاچاقي سوداګري په غیر رسمي او له کنټرول پرته شبکو کې ترسره کوله، نو مستقیم رسمي هیوادونه نشته چې پر رسمي ډول یې داعش ته تیلي نفت پلورلی وي، خو د راپورونو او څېړنو پر اساس، داعش د تیلو قاچاقي شبکه داسې وه چې تیلي نفت یې لاندې سیمو او بازارونو ته رسېد:
۱:- سوريه: داعش اکثراً تیلي نفت د سوریې په هغو سیمو کې چې تر کنټرول لاندې یې درلود، ځايي کاروونکو او سوداګرو ته پلورل.
۲:- عراق: په عراق کې هم داعش خپل تیلي نفت ځینو ځایي سوداګرو او قبایلو ته پلورل.

۳:- ترکیه: ځینې راپورونه او څېړنې ښيي چې د داعش قاچاقي تیلي نفت ځینې وختونه د ترکیې له لارې نورو بازارونو ته صادر شوي دي، ترکیې د دې تورونه رد کړي، خو ځینې سیاسي او استخباراتي سرچینو د دې شواهد وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس د جولا میاشت ۲۰۱۵ کال په يو راپور کې ترکیه تورنه کړي وه او همداشان د امریکا د خزانې وزارت هم ورته اشاره کړي وه.

۴:- منځنی ختیځ او شمالي افریقا: ځینې قاچاقي شبکې د داعش تیلي نفت په نورو منځني ختیځ او شمالي افریقا هېوادونو کې غیر رسمي بازارونو ته رسول، په ټوله کې، داعش د تیلو قاچاقي شبکه په سیمه ییزو بازارونو، قاچاقي لارې او منځګړو تکیه درلوده، چې دا نفت په سیمه کې او ځینې وختونه له سیمې بهر غیر رسمي سوداګرو ته رسېده.

استخبارات تل دا هڅه کوي چې داسې توکي د قاچاقي ډلو په مرسته له ازاد بازار څخه ترلاسه کړي تر څو نه پکې دوی ښکیل شي او نه هم ورته څوک نیوکې ګوته ونیولی شي که چیرې وګورو یو ځل د تیلو ډيپوګان د امریکا لخوان بمبارد شول او یو ځل د روسیې لخوا دا همدې ته اشاره کوي چې د دواړو هیوادونو پټې ډلې فعالې وې.

Exit mobile version