داعش او اسرائيل

صلاح الدین (ثاني)

اسرائيل د امریکا په ملګرتیا په سیمه او منځني ختیځ کې د داعش په واسطه يوه ښه او پیچلې لوبه روانه کړې وه، چې دې لوبې په منځني ختیځ او سیمه کې ډېرې ناوړې پایلې درلودلې او د همدې ګډوډۍ له برکته امریکا په سیمه کې هم جګړه پرمخ بووله او هم یې د وسلو د پلورلو کمپنۍ ښه برحاله وه.
داعش د خلافت په نوم د اسرائيلو ګټو ته په پام سره ډېره صادقانه جګړه کوله.

دا خبره به تاسو ته یوڅه حیرانوونکي وي، چې داعش د اسرائيلو د یوه دفتر او سنګر ملګري دي.

سوریه، عراق دواړه هغه هېوادونه دي، چې د جهادي ډلو په شمول داعش هم په کې فعال او خورا ډېر لوی حضور درلود خو اوس نه.
په سوریه کې د بشارالاسد حکومت یو اجیر او غلام حکومت دی، چې د روسي استعمار لاندې دی.

سوریه:
په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت په شمول، روسان، امریکایان هم شته خو لا تراوسه به مو نه وي اوریدلي؛ چې داعشو د امریکایانو یا هم د روسانو په کمپونو حمله کړې وي.
څه وخت د مخه داعش د اسد په حکومتي کاروان حمله وکړه، چې تر ٣٠ تنو زیات ووژل شول، خو داسې مو وانه ورېدل چې په امریکایي کمپ یې حمله کړې.
د داعشو جګړه د اسد په وړاندې د اسرائيلو جګړه ده ځکه؛ چې کله کله اسرائيل هم د اسد د حکومت په وړاندې هوایي بریدونه کوي، چې یو څو ورځې وړاندې یې شاهدان وو.
دا هم باید ووایم: چې په سوریه کې داعش یواځې د اسد په وړاندې په جګړه بوخت نه دی، بلکې هلته د القاعدې له مجاهدینو سره هم جګړه کوي، ځکه چې له اسد څخه اسرائيلو ته د القاعدې مجاهدین ډېر خطرناک دي.

عراق:
عراق کې هم امریکایان شتون لري، خو د داعش خوارجو له لوري ورته کوم خطر نشته، اګر که د داعش د ظهور مرکز هم دی.

فلسطین:
فلسطین چې د صهیونستي یهودي اشغالګرو په منګولو کې دی او مظلوم مسلمانان یې تر کړاو لاندې ژوند تیروي او تل د یوې خپلواکې آزادۍ په هیله شهیدانیږي. د فلسطین په خاوره کې حماس ډله چې د اسرائيلو لپاره یوه ستونزه وه او شوله هم. خو داعشو خوارجو حماس مُرتد او ګمراه وباله، ځکه چې له اسرائيلو څخه د آقصی دفاع کوي او کومه جګړه چې اوس حماس پیل کړې، داعش یې حیران کړی او په دې فکر کې دی، چې د دوی پټ رازونه افشاه نه شي.
او دا هم: که چیرته اسرائيل په دې جګړه کې نور هم په شا شول، سیمې او ښارونه د حماس مجاهدینو ته په لاس ورغلل، نو همدا داعش به لکه د سوریې، عراق، افغانستان او صومالیا په ډول له حماس سره د مرتد په بهانه جګړه کوي او حماس به پرمختګ ته نه پرېږدي.

صومالیه:
ورځو صومالیې ته! د صومالیایي حکومت په وړاندې جنګیدونکي مجاهدین حرکت الشباب چې زیات وخت له داعشو سره هم لاس او ګریوان وي، ځکه چې د الشباب مجاهدین آقصی د آزادۍ لپاره ډېر تږي دي، د اسرائيل په اشاره او د امریکا په ملګرتیا داعش د الشباب مخه نیسي او نه غواړي چې اسلامي نظام رامنځته کړي، که چیرته د صومالیا په خاوره الشباب حاکم شو، په سیمه کې د اسرائيلو وضیعت خرابیږي، نو له همدې وجې داعش د مُرتد له کلمې څخه په استفادې جګړه کوي او الشباب ته اجازه نه ورکوي چې پرمختګ وکړي.

افغانستان:
اسلامي امارت چې د امریکا او یهودي اشغالګرو لپاره لوی خنډ دی او د دوی شل کلنۍ هلې ځلې یې په اوبو لاهو شوې، نه غواړي پرمختګ وکړي.
د فتحې له رارسېدو سره یې خورا ډېر د سوریې له کمپونو راووتل او د یوې لویې جګړې نقشه یې ورکړه، خو د لوی الله جل جلاله په نصرت نیست او نابود شول.
اوس یواځې د اسرائيلو په شان مسجدونه له منځه وړي خو حساب به ورسره کیږي.
(ان شاء الله)

پاکستان:
داعش د پاکستان له تحریک طالبان څخه ډېره هیله درلوده، ترڅو له دوی سره یوځای شي ځکه چې حافظ سعید خوارجي چې د پاکستان په تیراه کې یې د یوې ډلې رهبري په غاړه وه، د ابوبکر البغدادي له اعلان وروسته سمدستي یې ورسره بیعت وکړ او خپل ټاټوبی یې پرېښود، راغی د ننګرهاریانو په قتل عام یې شروع وکړه چې بلاخره سر یې وخوړ.
داعشو فکر کاوه چې تحریک به هم د دوی ناولي قدمونه وڅاري، خو کله چې پوه شول له موږ سره نه یوځای کیږي او دریځ یې بېل ده نو سمدستي یې د مُرتد ټاپه ورباندې ووهله.

داعش ±اسرائيلی ± امریکا = فساد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version