مخکې له دې چې د داعش په اړه ولیکو، راځئ د موضوع د ښه پوهېدو لپاره د عراق د بعث ګوند په اړه لږ معلومات ترلاسه کړو. ځکه چې د داعش رهبري ۹۵ فیصده د بعث ګوند د غړو څخه جوړه وه، حزب البعث العربي الاشتراکي په ۱۹۴۷ میلادي کال کې په دمشق کې تاسیس شو، چې بنسټ اېښودونکي یې لاندې کسان وو:
۱- میشیل عفلق؛ مسیحي، یعنې عیسوي عرب مفکر.
۲- صلاحالدین بیطار؛ عرب سني او سیکولر مسلمان.
۳- زکي الارسوزي؛ عرب نشنلېست مفکر.
بعث د «بیا راژوندي کېدو» او «بیا احیا» معنا لري. د دوی مقصد له دې کلمې څخه دا و چې عربان، که په هر دین، مذهب، عقیده او فکر پورې تړلي وي، باید سره متحد شي او یو موټی شي. دوی په ښکاره شعار ورکاوه چې دین، مذهب، فکر او عقیده شاته پرېږدئ او د یو قوم په نوم سره یوځای شئ، څو یو ستر عربي ملت جوړ شي. دوی عموماً خلک د عرب او عجم په نوم وېشل. بعثیانو به ویل چې عرب باید یو قوي قومي اتحاد جوړ کړي او د غرب له غلامۍ او اغېز څخه خلاص شي.
د دوی په نظر، د عربو ترمنځ سرحدونه، د هېوادونو په نوم وېش، فکري اختلافات او د دین او عقیدې پر بنسټ بېلتون عربو ته سخت زیان رسولی دی. دا ګوند په سوریه کې په ۱۹۶۳ میلادي کال د حافظ الاسد په مشرۍ، او په عراق کې په ۱۹۶۸ میلادي کال د احمد حسن البکر او صدام حسین په مشرۍ د کودتاوو له لارې واک ته ورسېد، او دواړو حکومتونو لسګونه کاله دوام وکړ.
دې ګوند عموماً د اسلام په اړه لاندې سیکولري نظریات لرل:
۱- اسلام او سیاست باید جلا وي.
۲- اسلام د دولت قانون نه دی.
۳- اسلام او دین د هر چا شخصي موضوع ده.
۴- اسلامي فکر او عقیده عربو ته خطر دی او د بېاتفاقۍ سبب ګرځي.
۵- اسلامي فکر او اسلامپالنه ستر ګواښ دی.
۶_ اسلامي فکر او اسلامپالنه باید په عربي نړۍ کښې محوه شي
همدا لامل و چې بعثیانو د سوریې په حماه ښار کې د اخوان المسلمین د اسلامي فکر پلویانو تاریخي قتل عام وکړ. همدارنګه، په عراق کې صدام حسین ټول اسلامي حرکتونه وځپل او له منځه یې یوړل. زرګونه عالمان یې شهیدان او بندیان کړل. بعث ګوند تر ډېره د سوسیالیزم له فکر څخه متأثر و، او په ګډه پانګونه، مساوات او د دین شخصي موضوع ګڼل یې باور درلود.
دا چې د بعثیانو فکر او عقیده داسې جوړه شوې وه چې دین د هر چا شخصي موضوع ده، دین او سیاست جلا دي او دیني فکر یو خطر ګڼل کېږي، نو له همدې امله دوی له اسلامپالو سره په سخت ټکر کې وو. همدغه علت و چې بعثیانو لسګونه کاله په شام کې اسلامي فکر او اسلامپال وځپل او د له منځه وړلو هڅه یې وکړه. باید یادونه وکړو چې بعثیان د سوسیالیستي فکر له اغېزمنېدو سره سره له غرب او کپېټالیزم سره هم په ټکر کې وو.
د داعش د پروژې لپاره ولې د پردې تر شا د غرب له خوا بعثیان انتخاب شول؟
د لوستونکي ذهن ته ښايي دا پوښتنه راشي چې بعثیان، چې د غربي مفکورې مخالف خلک وو، څنګه بیا غرب د خپلې پروژې لپاره انتخاب کړل؟
په ځواب کې باید ووایم چې، یوازې بعثیان نه، بلکې ډېری سوسیالیستان، سیکولران او کمونیستان دا ځانګړنه لري چې خپل فکر او عقیده په اسانۍ بدلوي. دوی تر ډېره د قدرت، چوکۍ، مال او منصب انګېزه لري؛ که دا شیان په هر چاپېریال کې ورته برابر شي، نو ورته چندان فرق نه کوي.
د دې خبرې د ثبوت لپاره د افغان سوسیالیستان، سیکولران، خلقیان او پرچمیان چې څنګه یې بېلابېلو نظامونو سره ځان عیار کړی دی. افغان کمونیست او سیکولر انوارالحق احدي، چې د خلقیانو او روسانو معتمد شخص ګڼل کېده، او د کمونیستي فکر لپاره زرګونه افغانان په دې تور وژل کېدل چې د امریکا غلامان او د کپېټالیزم ګوډاګیان دي، وروسته د امریکا له ملاتړ څخه جوړ شوي جمهوریت کې وزیر شو.
همدارنګه، حنیف اتمر، چې د روسانو د وخت پر مهال یې د بي بي سي اورېدل جرم بلل، وروسته د جمهوریت په نظام کې د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا مسئول او لوړپوړی چارواکی شو. سرور دانش، چې د خلقیانو د واکمنۍ پر مهال قاضي و ګڼ یې خلک د غربي فکر د ملاتړ په تور محکوم کړي وو او ډیر افغانان یې په همدې تور شهیدان کړل ، وروسته د غربي جمهوریت په نظام کې د ولسمشر مرستیال شو.
همدارنګه، هغه ګڼ خلقي او پرچمي جنرالان چې د شوروي جګړې پر مهال یې د امریکا او غرب پر ضد مبارزي نارې وهلې اوتر یوملیون زیات افغانان یې شهیدان ،میلیونونه یې مهاجر کړل، نن په اروپا او امریکا کې ژوند کوي. ډېری کمونیستان چې کلونه یې د غرب د فکر پر ضد مبارزه کوله، اوس د غربي فکر او کپېټالیزم د خپرېدو لپاره هڅې کوي. د همدې دلیل له مخې، غربيانو د سوسیالیستانو او سیکولرانو دا کمزوري درک کړې وه چې د پیسو او منصب لپاره ژر دریځ بدلوي، نو ځکه یې د داعش د پروژې لپاره د بعث ګوند غړي انتخاب کړل.








































