د علي رضی الله عنه له شهادت وروسته د عرب جزيرې او نورو ښارونو لپاره معاویه رضی الله عنه خپل والیان وټاکل او د واک ساحه یې ورځ تر بلې په پراخېدو وه.
هغه ګواښونه چې دده حکومت ته متوجې وو، په پرله پسې توګه یې له منځه وړل چې یو له هغه ګواښونو څخه په کال ٤٢-٤٣هـ ق کې د خوارجو یو خوځښت و.
دا د هغو خوارجو ډله وه، چې د نهروان په جکړه کې علي رضی الله عنه ورته ځکه عفوه اعلان کړې وه، چې دوی یا زخمیان او یایې ژمنه کړې وه چې نور به له خپلې عقيدې لاس پر سر کيږي.
خو کله چې دوی ته د علي رضی الله د شهادت خبر ورسېد، او تر څنګ یې د خپل مخکښ مشر ابن ملجم له مرګ نه هم خبر شول، نو یې اراده وکړه چې هر ځای به خپلو تحرکاتو ته ادامه ورکوي او خلک به د دوی په نزد د اللهﷻ دین ته رابولي.
دا ځل د دوی شمېر ٣٠٠ تنه وو او د کوفې ښار په یو څنډه کې راغونډ او د فساد لړۍ یې پېل کړه چې مشري یې د مستورد بن علقمه خارجې په غاړه وه.
دې وخت کې د کوفې والي مغیره بن شعبه رضی الله عنه و. د معقل بن قیس رضی الله عنه په مشرۍ یې ٣٠٠٠ کسېز لښکر تیار او له خوارجو سره یې مقابلې ته ولېږل.
دې جګړه کې هم خوراج له سختې ماتي سره مخ شول، څه کسان یې ووژل شول او څه نور یې د دجلې له سیند نه تېر او ځانونه یې د مدائن ښار تر څنډو ورسول چې هلته د شریک بن عبید رضی الله عنه له لوري چې دا مهال د مدائن امیر و، ورته د پای ټکی کېښوودل شو.