د القاعده نړیوال جهادي تنظیم مشر ډاکتر ایمن الظواهري په یوې تازه خپره شوې اډيو پیغام کې د داعش لخوا اعلان شوی خلافت رد کړی دی.
ښاغلي ظواهري په دغه اډیو پیغام کې په دې ټینګار کړی دی چې که څه هم د داعش خلافت د شرعي خلافت په سترګه نه ګوري خو بیا هم که دی عراق کې یا شام کې وای نو د «صلیبیانو، سیکولرانو، نصیریه ډلې شیعهګانو او صفویانو» پر ضد جګړه کې به يې له داعش سره مرسته کړې وای.
القاعده په جهادي ډلو کې منځلاری فکر کوي او د ټولو هغو جهادي ډلو ملاتړ کې چې د اشغالګرو پر ضد مبارزه کوي.
هغه ویلي چې د داعش خلافت نه مني او نه ورته په نبوي منهج ولاړ خلافت په سترګه ګوري.
ظواهري د داعش خلافت له شورا پرته د زور واکمني ګڼلې ده.
د ظواهري له قوله د بغدادي سره نه د مسلمانانو بیعت ضروري او لازمي دی او نه هم بغدادي د خلافت اهل دی.
دکتور ایمن الظواهري د اسامه بن لادن تر مړینې وروسته د هغه ځایناستي په توګه وټاکل شو.
هغه د ملا محمد عمر مجاهد تر مړینې وروسته د امیرالمؤمنین په توګه د ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ او ملا منصور دده بیعت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ومانه.