میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
یکشنبه, اکتوبر 18, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د پردې تر شا خونړۍ دسیسه!

    د پردې تر شا خونړۍ دسیسه!

    په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې! څوارلسمه او وروستۍ برخه

    په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې! څوارلسمه او وروستۍ برخه

    انعطاف پذیري او د فکرونو اصلاح؛ د اسلام اساسي اصل دی!

    انعطاف پذیري او د فکرونو اصلاح؛ د اسلام اساسي اصل دی!

    اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! پنځلسمه برخه

    اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! پنځلسمه برخه

    اسلامي تمدن؛ د انسانیت لپاره میراث او د معنویت او پرمختګ تر مېنځ یوه بېلګه! درېیمه برخه

    اسلامي تمدن؛ د انسانیت لپاره میراث او د معنویت او پرمختګ تر مېنځ یوه بېلګه! درېیمه برخه

    د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه! څلورمه برخه

    د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه! څلورمه برخه

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

جمال ندیم

Share on FacebookShare on Twitter

د اکتوبر پر یوولسمه، د یکشنبې په ورځ، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د ولسي حکومت د پای ته رسولو او د ګورنر د واکمنۍ د نافذولو اعلان وکړ. له دې اعلان څخه یوازې څو شېبې وروسته د یاد ایالت ګورنر فیصل کریم کنډي ولس ته په خپله وینا کې د دغې پرېکړې د توجیه او ملاتړ لپاره دلایل وړاندې کړل. نوموړي د ګورنر د واکمنۍ نافذول یو اړین اقدام وباله او څرګنده یې کړه چې د ترهګریزو پېښو زیاتوالی، د امنیت او عامه نظم خراب وضعیت او د ایالتي حکومت بې‌کفایتي د دې پرېکړې بنسټیز لاملونه دي.

نوموړي په خپله وینا کې دا هم څرګنده کړه چې له دې وروسته به د ایالت تګلاره د کابل او جلال آباد پر ځای له اسلام‌آباد څخه ټاکل کېږي او ټول هېواد به د یوې واحدې تګلارې له مخې اداره کېږي. خو د سیاسي او اداري چارو کارپوهانو د ګورنر د دغو تورونو او له واقعیتونو سره د هغوی د سمون د ارزونې پر ځای، د نوموړي په څرګندونو کې یوه بنسټیز تضاد ته ګوته ونیوله. هغوی دا پوښتنه راپورته کړه چې کله د هېواد عمومي تګلاره په فدرالي کچه جوړېږي او د تګلارو د ټاکلو اصلي واک هم له فدرالي حکومت سره وي، که څه هم په کوم ایالت کې د هر سیاسي ګوند حکومت واکمن وي، نو بیا دا څنګه ممکنه ده چې یو ایالت پر خپلې جلا تګلارې روان وي او د هېواد پاتې برخې په بله لار روانې وي؟

ورته مقالې

په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې! څوارلسمه او وروستۍ برخه

انعطاف پذیري او د فکرونو اصلاح؛ د اسلام اساسي اصل دی!

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! پنځلسمه برخه

بالاخره، په یوه هېواد کې چې ټول ایالتونه یې د یوه واحد فدرالي نظام تر چتر لاندې اداره کېږي، د یوه ایالت د تګلارې د ټاکلو نسبت کابل او کندهار ته پر کوم بنسټ کېږي؟
کله چې د حقوقي او سیاسي چارو کارپوهانو دا موضوع په پوره ځیرکتیا او دقت وڅېړله، نو ورسره یو شمېر نورې مهمې پوښتنې هم راپورته شوې. که د ګورنر واکمني وي او که د بېړني حالت نافذول، که څه هم د پاکستان په اساسي قانون کې د دواړو اقداماتو لپاره ځای شته، خو د عملي کولو لپاره یې د ځینو بنسټیزو اساسي شرطونو پوره کېدل اړین دي، چې په اوسنیو حالاتو کې ظاهراً نه تر سترګو کېږي.

مولانا فضل الرحمن، چې د پاکستان د لومړۍ درجې سیاسي شخصیتونو له ډلې شمېرل کېږي او په دې کړکېچن او له اندېښنو ډک وضعیت کې یې د منځګړي رول هم لوبولی، په یوه بېړنۍ خبري ناسته کې نه یوازې دا اقدام د اساسي قانون او منل شویو اصولو خلاف وباله، بلکې حکومت او واکمنې کړۍ یې هم نېغ په نېغه د تورنو په کتار کې ودرولې. نوموړي په ډاګه پر واکمنې اشرافیې د ژمنو د ماتولو، خیانت او له خپلو کړو وعدو څخه د پر شا کېدو تورونه ولګول او په څرګندو ټکو یې وویل چې د حکومت د خبرو او کړنو ترمنځ ښکاره تضاد موجود دی؛ په خوله یو څه وایي، خو په عمل کې بل څه کوي.

په همدې ترڅ کې یوه بله ټکان ورکوونکې خبره هم رابرسېره شوه، چې ګواکې په دې موضوع کې حکومت د پرېکړې کولو حقیقي واک نه درلود، بلکې حکمونه په مستقیم ډول له هغو کړیو صادرېدل چې تل له سیاست سره د خپلې بې‌اړیکۍ دعوې کوي او په دې ټینګار نه ستړي کېږي چې له سیاسي چارو سره هېڅ تړاو نه لري. په دې توګه، له یوې خوا له سیاسي چارو سره د نه لاسوهنې دعوې کېدې، خو له بلې خوا دا انګېرنه ورځ تر بلې پیاوړې کېده چې د همدې سیاسي چارو واګې د پردې تر شا د همدغو قوتونو په لاس کې دي.

مولانا فضل الرحمن په خپلو څرګندونو کې د حکومت ټول هغه دلایل په بشپړه توګه رد کړل چې د خپل اقدام د توجیه لپاره یې وړاندې کول. نوموړي څرګنده کړه چې که د ګورنر د واکمنۍ د نافذولو بنسټ د ترهګریزو پېښو زیاتوالی او د امنیتي وضعیت خرابوالی وي، نو د همدې معیار له مخې بلوچستان تر خیبر پښتونخوا ډېر د دغه اقدام مستحق ګڼل کېږي؛ ځکه هلته د ناامنۍ او ترهګرۍ ستونزې لا پسې جدي او سختې دي. او که د ایالتي حکومت بې‌کفایتي د دې پرېکړې بنسټ ګرځول کېږي، نو له دې اړخه هم په بلوچستان کې د ګورنر د واکمنۍ د نافذولو دلایل تر خیبر پښتونخوا ډېر پیاوړي دي.

خو د مولانا فضل الرحمن له دریځ څخه دا خبره په ډاګه شوه چې د حکومت له لوري وړاندې کېدونکي لاملونه یوازې ظاهري پلمې دي، په داسې حال کې چې د پردې تر شا یې موخې بلې دي. د نوموړي په اند، د ترهګرۍ، ناامنۍ او اداري بې‌کفایتۍ په نوم وړاندې کېدونکې دا توجیهات په حقیقت کې د ولسي غوسې د سړولو، د مخ پر زیاتېدونکي ولسي قهر د کابو کولو او د اصلي موخو د پټولو لپاره وړاندې کېږي.

د مولانا فضل الرحمن دغو څرګندونو د موضوع حساسیت او جديت نور هم زیات کړ او د حکومت د دریځ په اړه یې ګڼې نوې پوښتنې راپورته کړې. وضعیت ځکه لا پېچلی او د اندېښنې وړ شو چې مولانا د دې ټولې قضیې له شالید، انګېزو او پټو واقعیتونو څخه ښه خبر و. نوموړي نه یوازې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی و، بلکې د خبرو اترو پر مهال یې د دواړو خواوو دریځونه په تفصیل اورېدلي او د اختلافاتو د هواري لپاره یې یوه عملي او د پلي کېدو وړ حل‌لاره هم وړاندې کړې وه. له دې ټولو سره سره، د مولانا له لوري یوازې حکومت پړ ګڼل او د هغه د ټولو دلایلو په بشپړه توګه ردول کومه عادي خبره نه وه، بلکې دې حقیقت ته یې جدي اشاره کوله چې د روان کړکېچ اصلي لاملونه هغه نه وو چې په رسمي څرګندونو کې ولس ته وړاندې کېدل.

د حقوقي چارو کارپوهانو په دې تړاو یوه بل مهم اساسي قانوني ټکي ته هم اشاره کړې ده. د هغوی په وینا، د ګورنر د واکمنۍ د نافذولو لپاره خو اساسي قانون د استناد په توګه وړاندې کېږي، خو د بېړني حالت د نافذولو لپاره چې د کومو اساسي قانوني غوښتنو او شرطونو پوره کول اړین دي، هغه په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي دي. په ځانګړې توګه، د ایالتي اسمبلۍ د پرېکړه‌لیک مسئله لا هم پر خپل ځای پاتې ده، چې په دې ټوله قضیه کې یې هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

تاسو ښوونیز فعالیتونه ځنډوئ، د ښوونځیو او نورو تعلیمي ادارو دروازې تړئ، د ټیلیفونونو او انټرنېټ خدمتونه بندوئ، ولس له خپلو بنسټیزو حقونو څخه محروموئ او ان د هغوی د خپل برخلیک د ټاکلو حق سلبولو ته ملا تړئ؛ خو د دې ټولو اقداماتو لپاره، د اساسي قانون له خپلسرو تفسیرونو سره سره، هېڅ معقول قانوني دلیل او توجیه نه شئ وړاندې کولای.

پوښتنه دا ده چې کله د دومره سختو او جدي اقداماتو لپاره روښانه اساسي او قانوني بنسټ موجود نه وي، کله چې د ولس د حقونو د تر پښو لاندې کولو لپاره له دولتي واکونو څخه بې‌درېغه کار اخیستل کېږي، خو د دغو واکونو د کارولو له قانوني توجیه څخه ډډه کېږي، نو بیا ولې د دې اقداماتو تر شا د پټو موخو او نیتونو په اړه شکونه راپورته نه شي؟ ایا دا وضعیت هغه اندېښنه نوره هم نه پیاوړې کوي چې ښايي د اساسي قانون، امنیت، عامه نظم او ملي امنیت په نوم د ترسره کېدونکو دغو اقداماتو تر پردې لاندې یوه داسې خونړۍ دسیسه د ودې په حال کې وي، چې اصلي موخې یې لا هم د ولس له سترګو پټې ساتل شوې دي؟

په تېرو زمانو کې به ویل کېدل چې دېوالونه هم رازونه افشا کوي، خو اوس زمانه بدله شوې ده. اوس خو د څېرو څرګندونې او د خلکو کړنې پخپله په لوړ غږ دا څرګندوي چې د کاروان مخه کوم لوري ته ده او منزل یې چېرته دی.
یوازې په دولسو ولسوالیو کې د بېړني حالت نافذول او په پاتې سیمو کې د ګورنر واکمني پخپله په یوې معما بدله شوې ده. د دغو دولسو ولسوالیو نېغ په نېغه د فدرالي حکومت تر واک لاندې راوستل او د همدې موخې لپاره د یوې ځانګړې کمېټې د جوړېدو اعلان د شکونو او اندېښنو نوې دروازې پرانیستې دي.

د سیاسي او حقوقي چارو ګڼو کارپوهانو دا اندېښنه څرګنده کړې چې هغه ولسوالۍ چې بېړنی حالت پکې نافذ شوی، د خورا ارزښتناکو کانونو او معدني زېرمو لرونکې دي، چې د ځینو ولسوالیو د معدني شتمنیو ارزښت تر زرګونو میلیاردونو روپیو پورې اټکل کېږي. د دوی په اند، د دې اقدام یوه احتمالي موخه دا ده چې واکمنې کړۍ پر دغو طبیعي زېرمو نېغ په نېغه ولکه ټینګه کړي. د ایالت یوه مهم سیاسي شخصیت هم تور پورې کړی چې ترهګري یوازې د پلمې په توګه کارول کېږي؛ دولت یې د له منځه وړلو لپاره جدي اراده نه لري، ځکه د همدې ترهګرۍ په نوم زرګونه میلیارده روپۍ ترلاسه کېږي او د ایالت د ارزښتناکو طبیعي زېرمو د لوټلو لپاره لاره هوارېږي.

له بلې خوا، ځینو باخبرو کړیو تر دې هم د زیاتې اندېښنې وړ احتمال څرګند کړی چې ښايي د بېړني حالت او د ګورنر د واکمنۍ تر پوښښ لاندې داسې پلانونه جوړېږي چې دغه دولس ولسوالۍ د نړیوالو ترهګرو ډلو د روزنې او فعالیتونو پر مرکزونو بدلې شي. د یادونې وړ ده چې په تېرو وختونو کې نړیوالو ترهګرو ته د دولت له لوري د پټنځایونو د برابرولو او د هغوی د ملاتړ په اړه هم داسې پېښې او شواهد شته چې د دولتي عناصرو پر رول یې جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د وروستیو اطلاعاتو له مخې، د افغانستان په نورستان او کونړ ولایتونو کې د ترسره شوې دراندازۍ تر شا هم د پاکستان د دولتي عناصرو لاس و، او د دې ادعا د ثبوت په توګه ځینې غږیز او انځوریز ثبتونه هم خپاره شوي دي. همدارنګه، د داعش له وسله‌والو عناصرو او د هغوی له همفکرو ډلو سره د ځینو دولتي کړیو د ملاتړ او اړیکو ادعاوې هم د خلکو ترمنځ مشهوري دي.

له بلې خوا، دا اندېښنه هم څرګندېږي چې د بېړني حالت تر پوښښ لاندې د دغو دولسو ولسوالیو د نشه‌يي توکو د فعالیتونو پر مرکزونو د بدلولو هڅې روانې دي او د دغو هڅو نښې نښانې هم د څرګندېدو په حال کې دي.
نو اوس خبره یوازې د دېوالونو د رازونو تر افشا کولو پورې نه ده محدوده. روانو حالاتو او ترسره شویو اقداماتو داسې پوښتنې راپورته کړې چې نور ترې سترګې پټول آسانه نه دي. د ټولنې د مخورو او باخبرو کسانو خو لا څه کوې، ان د عامو وګړو ترمنځ هم دا انګېرنه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي چې د دغو ظاهري اقداماتو تر شا داسې پټې موخې پرتې دي چې احتمالي پایلې یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ویجاړوونکې تمامېدای شي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې! څوارلسمه او وروستۍ برخه

ورته مقالې

د شیخ ادریس رحمه الله شهادت؛ داعش خو لا هم په پاکستان کې شته
خوارج العصر

د شیخ ادریس رحمه الله شهادت؛ داعش خو لا هم په پاکستان کې شته

مې 7, 2026
دیني لیکني

د وحی د پيل بيان

دسمبر 31, 2022
ولې د پنټاګون اسلام پلوی زوى د خپل بادار لخوا ووژل شو؟
خوارج العصر

ولې د پنټاګون اسلام پلوی زوى د خپل بادار لخوا ووژل شو؟

فبروري 24, 2024
که خوارج پر حقه وای؛ ولې به یې مشرانو لاره ور څخه بېلول! مفتي حماس انقيادي
خوارج العصر

که خوارج پر حقه وای؛ ولې به یې مشرانو لاره ور څخه بېلول! مفتي حماس انقيادي

سپتمبر 3, 2024
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! څلور دېرشمه برخه
جهادي لیکني

رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! څلور دېرشمه برخه

دسمبر 14, 2025
خوارج العصر

الحكم بغير ما أنزل الله (د الله تعالی له شرعې پرته په بل څه فيصله کول)

جنوري 23, 2023

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د پردې تر شا خونړۍ دسیسه!

د پردې تر شا خونړۍ دسیسه!

اکتوبر 18, 2026
په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې! څوارلسمه او وروستۍ برخه

په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې! څوارلسمه او وروستۍ برخه

اکتوبر 17, 2026
انعطاف پذیري او د فکرونو اصلاح؛ د اسلام اساسي اصل دی!

انعطاف پذیري او د فکرونو اصلاح؛ د اسلام اساسي اصل دی!

اکتوبر 17, 2026
اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! پنځلسمه برخه

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! پنځلسمه برخه

اکتوبر 15, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.