په پښتونخوا کې امنیتي وضعیت داسې طرحه شوی چې هلته د داعش مرکزونه جوړ او غړي یې وروزل شي، څو ناامني افغانستان، سیمې او منځنۍ اسیا ته وغځېږي. د افغانستان د اسلامي امارت پر وړاندې په سیاسي او ډیپلوماټیکو ډګرونو کې له پرلهپسې ماتې وروسته، د پاکستان پوځي رژیم دا ځل د خپلې لوبې وروستی فصل پرانیستی؛ یعنې د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو، په ځانګړي ډول پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش د ترهګرې ډلې د مرکزونو جوړول او ملاتړ کول.
دا تګلاره کومه عادي محاسبوي تېروتنه نه، بلکې یو قصدي او جنایتکارانه اقدام دی چې پوځي رژیم د اخلاقي، انساني او ستراتیژیک زوال پر لور بيايي. دلته دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې یو رژیم، چې ځان د سیمهییز امنیت مدافع معرفي کوي او له هېوادونو سره دروغجن تړونونه کوي، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر ځای د هغې روزنې او پالنې ته مخه کړې ده؟ ځواب د دغه رژیم په پرلهپسې ناکامیو کې نغښتی دی.
له اسلامي امارت سره د اړیکو له خرابېدو او پر کابل د خپلې ارادې په تپلو کې له ناکامۍ وروسته، د پاکستان پوځي رژیم د ترهګرو نیابتي ډلو د روزنې او پالنې پخوانۍ تګلارې ته رجوع کړې. راپورونه ښيي چې د پاکستان له پوځ سره تړلو عناصرو د بلوچستان په مستونګ او خضدار ولسوالیو کې د داعش خراسان ډلې لپاره مرکزونه جوړ کړي دي. دغه مرکزونه په ورته وخت کې دوه موخې لري: د بلوچ ولسي مقاومت ځپل او پر افغانستان د بریدونو لپاره د یوې اډې برابرول.
دا په حقیقت کې هماغه تګلاره ده چې پاکستان له لسیزو راهیسې د هند او افغانستان پر وړاندې کارولې ده. خو دا ځل له اور سره لوبه تر بل هر وخت خطرناکه ده؛ ځکه داعش د سیمهییزو ډلو برعکس، یوه له پولو هاخوا فعالیت کوونکې شبکه ده چې هېڅ پوله په رسمیت نه پېژني.
په دې لوبه کې د پوځي رژیم موخه روښانه ده. پاکستان په وروستیو کلونو کې په خپله خاوره کې له زرو څخه د زیاتو بریدونو شاهد پاتې شوی او د مخنیوي په برخه کې یې بېوسي ښودلې ده. په ورته وخت کې، د هغو بلوچ ډلو تر فشار لاندې دی چې د عدالت غوښتنه کوي. پوځي رژیم د داسې یوې وسیلې په لټه کې دی چې هم پرې پر اسلامي امارت فشار زیات کړي او هم د بلوچانو مقاومت وځپي. داعش خراسان، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له سختو عملیاتو وروسته یې د فعالیتونو ساحه لمنځه تللې، د دغه جریان لپاره مناسبه وسیله ښکاري.
خو دا یوه ستره تېروتنه ده؛ ځکه داعش هېڅکله د کنټرول وړ وسیله نه وه او نه به وي. دغه ډله، چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې د خونړیو بریدونو مسوولیت منلی او د داعش د هغو څانګو له ډلې څخه ګڼل کېږي چې له پولو هاخوا عملیاتو کې فعاله ونډه لري، ذاتاً د هر هغه نظام پر وړاندې عمل کوي چې د فعالیتونو د محدودولو هڅه یې کوي.
تر دې هم تریخ حقیقت دا دی چې پوځي رژیم له داعش څخه نه یوازې د افغانستان د ګواښلو لپاره، بلکې د هغو ځواکونو د ځپلو لپاره هم کار اخلي چې له کلونو راهیسې د دغه رژیم تر ظلم لاندې دي. بلوچان له لسیزو راهیسې د جبري ورکېدنو، له قانون څخه بهر اعدامونو او شکنجو قرباني دي. په وروستیو میاشتو کې یې د پاکستان پر پوځ درانه ګوزارونه کړي دي. پوځي رژیم چې د دغه مقاومت په ځپلو کې پاتې راغلی، اوس یې داعش ډګر ته وړاندې کړی، څو د ده پر ځای جګړه وکړي.
خو دا محاسبه هم د دغه رژیم د نورو پخوانیو محاسبو په څېر له ماتې سره مخ ده؛ ځکه داعش نه له پاکستان سره وفاداري لري او نه له کوم بل هېواد سره. دا تکفیري ډله، چې د ناوړه هېوادونو د استخباراتي موخو لپاره یې ملاتړ کېږي، په پای کې به پر هماغه لاس زهر وشیندي چې خواړه یې ورکړي.
د پاکستان پوځي رژیم داسې انګېري چې کولای شي داعش په پښتونخوا او بلوچستان کې وروزي او پالنه یې وکړي، بیا یې د افغانستان او منځنۍ اسیا پر لور سوق کړي، بې له دې چې خپله د دغه زهري مار ښکار شي. دا د خرس هغه ژمنی خوب دی چې په پای کې له خپلې تباهۍ پرته بل څه نه په برخه کېږي. هغه داعش چې نن په پښتونخوا کې روزل کېږي، سبا به په پېښور او اسلاماباد کې هم خونړي بریدونه ترسره کړي.
د افغانستان اسلامي امارت څو ځله ثابته کړې ده چې د پاکستان د رژیم د ناوړه سیاستونو پر وړاندې په ټینګه درېږي او د افغانستان او سیمې د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره خپلې ټولې هڅې کوي. خو د پاکستان پوځي رژیم باید پوه شي چې دا خطرناکه لوبه یوازې افغانستان نه ګواښي، بلکې اور به یې ژر یا وروسته د پاکستان لمن هم ونیسي. هغه رژیم چې د خپلو کورنیو بحرانونو د پټولو لپاره دومره ناوړه او کرغېړنو لارو چارو ته لاس اچوي، نه یوازې د افغانستان، بلکې د تاریخ او د بشریت د وجدان پر وړاندې هم محکوم دی.










































