اوسني خوارج په کومه عقیده ځان وژونکو حملو ته تیاریږي؟!

لیکنه: محمودي انصار

اوسنیو خوارجو د اسلام سره د د ښمنۍ او د کفر د خوشحاله کولو لپاره د خپلو وحشتونو په لړ کې پر مجاهدینو، علماؤ او عامو مسلمانانو د نورو ظلمونو او قساوتونو تر څنګ سلګونه ځان وژونکي حملې هم تر سره کړې دې، چې دا ډول حملې یې تل په مساجدو، مدرسو، ښونځیو او له ګڼې ګوڼي په ډکو بازارونو کې سر ته رسولې دي، چې له امله یې زیات شمېر عام مسلمان شهیدان او زخمیان سوي دي.

تر اوسه نده ثابته سوې، چې خوارجو دي دغه ډول حمله چېري هم پر کفارو تر سره کړې وي، خو اوس پوښتنه داده، چې د دې مستبدې ډلې کسان په کومه عقیده او د کومې انګېزې له مخې دغه ډول بریدونو ته ځان تیاروي؟!

دا ډله یوه داسي بې بصیرته، شر خوښوونکې او فتنه ګره ډله ده، چې د دین او تقوا په لباس کې له اصلي دین څخه د دوی د غلط فهم په سبب نور مسلمانان تکفیروي او تل د مسلمانانو په منځ کې داخلي جګړې او وینه بهېدنه را منځته کوي، دا چې په نبوي ار شاداتو کې د دې ډلې زیات علائم او صفات ذکر شوي، ځینې یې هغه علائم دي ، چې په سبب یې د دې ډلې اتباع ځان وژونکو حملو ته تیاریږي، لکه:

په حدیث شریف کې د دې ډلې یوه علامه دا ده، چې دوی به (سفهاءالاحلام)ناپوه او نادان وي. په دې ټول پو هېږي چې هیڅ دانا او هوښیار سړی په خپله خوښه او رضاء په ځان پورې د دې لپاره بمونه نه تړي، چې په مسجد، مدرسه، ښوونځي او یا له خلکو نه په ډک بازار کې ځان ته انفجار ور کړي، چې هم دي له خپل ځان سره دښمني ثابته کړي او هم دي د الله تعالی، او دالله تعالی د بندګانو د د ښمنۍ اور له ځان سره اخرت ته یوسي، د دوی حماقت او کمعقلي یو له هغو اسبابو څخه شمېرل کېږي، چې له امله یې د دې بد بخته ډلې اتباع ځانونه ځان وژونکو حملو ته تیاروي.

همدا راز په حدیث شریف کې د دوی بله علامه احداث الاسنان ( کم عمره هلکان به وي)ذکر شوې، چې د دوی اکثریت اتباع مونږ وینو د لږ عمر لرونکي او تنکي ځوانان دي، د ځوانۍ په عمر کې انسان طبعا جذباتي، بې پروا او خام بصیرته وي، ډېر ژر متاثره کیږي او د ماهرو اشخاصو په توسط هر قسم افکار، چي هغوی یې ور پېچکاري کړي، په ذهن کې یې ریښې غځوي.

اوسني خوارج په خپل ټول توان هڅه کوي، چې خپل خارجي او پلیت فکر له هري ممکنه لاري د امت و تنکیو ځوانانو ته ور انتقال کړي، چې د دې کار د عملي کولو لپاره په ډېر ماهرانه او مخفي ډول ځوانانو ته بېلا بېلې طمعې ور کوي او خپلو لیکو ته یې جذبوي، چې وروسته بیا همدغه غولېدلو ځوانانو ته په خپل ناولي فکر د مسلمانانو پر ضد روزنه ورکوي او د هغوی په منځ کې یې د ځان وژونکو بریدونو لپاره چمتو کوي.

تر دې را وروسته تکفیر بل هغه لامل ګڼل کیږي، چې له امله یې خوارج ځانونه د مسلمانانو په منځ کې د ځان وژونکو بریدونو لپاره اماده کوي.
خوارج په دې عقیده دي، چې د دوی له اتباعو پرته ټول مسلمانان (العیاذ باالله)مشرکین او مرتدین دي.

که څه هم تکفیر د اسلام د کلا لپاره د دېوال حیثیت لري، خو خوارج د دې کلا د اختیار حق یوازي او یوازي و خپل ځان او خپلو مستبدو اتباعو ته ور کوي، بېله دې چې د تکفیر اسباب، موانع او احکام په نظر کې ونیسي، د خپل ګنده طبیعت او ایډیا سره هر مخالف شخص د اسلام له کلا څخه باسي او تکفیروي یې.

فقهاء چا ته په کافر ویلو کې خورا له ډېر احتیاط څخه کار اخلي، ځکه چې که په دې شي کې له تلوار څخه کار وا خیستل شي، نو په امت کې به د وینه بهېدني او دا خلي جګړو لپاره لار خلاصه شي، چې بد بخته خوارج د خپلو موسادي با دارانو لخوا په همدې لومه کې را ګېر شوي او له همدې حربې څخه په کار اخیستنې هم خپل ځان د هلاکت او زیان کندو ته ور غور ځوي او هم نا حقه وینه بهېدنه کوي، چې د دې هر څه ګټه د موساد خونخوارو ته رسېږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version