۵- په محبت او دښمنۍ کې اعتدال
یوه بله هغه برخه چې اسلام پکې پر اعتدال او منځلارېتوب ټینګار کړی، د محبت او دښمنۍ ډګر دی. د انسان طبیعت داسې دی چې کله ناکله له یوه شخص سره په محبت کې له اعتدال څخه اوړي او افراط کوي، او کله بیا له چا سره په دښمنۍ او کرکه کې له اعتدال څخه تېرېږي؛ حال دا چې سپېڅلي اسلام مسلمانانو ته دا لارښوونه کړې چې په دواړو حالتونو کې انصاف او منځلارېتوب مراعات کړي.
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي:
«أَحبِب حَبيبَكَ هَوْنًا مَا، عَسَى أَنْ يَكُونَ بَغِيضَكَ يَوْمًا مَا، وَأَبْغِضْ بَغِيضَكَ هَوْنًا مَا، عَسَى أَنْ يَكُونَ حَبِيبَكَ يَوْمًا مَا.» [ترمذي، باب ما جاء في الاقتصاد في الحب والبغض، حدیث: ۱۹۹۷]
ژباړه: «له خپل دوست سره په اعتدال محبت کوه؛ ښايي یوه ورځ ستا دښمن شي او له خپل دښمن سره هم په اعتدال دښمني کوه؛ ښايي یوه ورځ ستا دوست شي.»
دا نبوي لارښوونه څرګندوي چې احساسات او عواطف باید انسان د عدالت او عقلانیت له لارې څخه منحرف نه کړي؛ ځکه کېدای شي هغه څوک چې نن د انسان د محبت او درناوي وړ وي، په راتلونکي کې داسې چلند وکړي چې دا اړیکه بدله کړي او همدارنګه هغه څوک چې نن ورسره اختلاف شته؛ ښايي سبا په نږدې او صمیمي دوست بدل شي.
همدارنګه، قرآن عظیمالشان مسلمانانو ته امر کوي چې آن د هغو کسانو په وړاندې هم عدالت مراعات کړي چې ورسره دښمني لري: ﴿وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى﴾ [المائدة: ۸]
ژباړه: «د کومې ډلې دښمني دې تاسې دې ته نه هڅوي چې عدالت پرېږدئ؛ عدالت وکړئ، ځکه همدا تقوا ته ډېر نږدې څيز دی.»
د دې اصل پر بنسټ، مسلمان نه په محبت کې تر افراط او د اشخاصو تر تقدیس پورې رسېږي او نه هم په دښمنۍ کې ظلم، تهمت، سپکاوی او تېری خپلوي. اسلام غواړي چې انساني اړیکې د انصاف، حکمت او اعتدال پر بنسټ ولاړې وي، څو ټولنه له افراطیت، ړانده تعصب او بېځایه شخړو څخه خوندي پاتې شي.
له همدې امله، په اسلام کې محبت او دښمني د هوسونو او لنډمهاله احساساتو تابع نه دي؛ بلکې د عدالت، اخلاقو او الهي رضایت په چوکاټ کې تنظیمېږي او دا د اسلام د اعتدال او منځلارېتوب له روښانو مظاهرو څخه شمېرل کېږي. له بده مرغه، ځینې هغه ډلې چې ځانونو ته اسلامي نسبت هم ورکوي، په خپله دښمنۍ کې دومره افراط ته رسېدلي چې د اسلام ټولې لارښوونې او ارشادات یې هېر کړي دي.
هغوی د دښمن ښځې، ماشومان او امانورکړل شوي کسان په ډېرې ناوړې او کرغېړنې بڼې وژني او پر خپلو دغو کړنو ویاړي، حال دا چې دا ډول اعمال په بشپړه توګه د اسلام د ستر پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم له لارښوونو سره په ټکر کې دي او د دې ډول سرغړونو سلګونه نورې بېلګې هم موندل کېږي.













































