أی زلمیه! داعش اسلام بدناموي


شهاب الافغاني

د اسلامي خلافتونو وروسته مسلمه اُمت د کفارو د هر قسمه ظلمونو، وحشتونو او وژنو ښکار ګرځېدلی، د اُمت تنکي او مظلوم زلمي بیا هغه وخت د احساساتو کنټرول نه شي کولای، کله چې د کړېدلي اُمت د پیوستون او قیادت خبره ورته وشي.
کفار نه يواځې په مسلمانانو ظلمونه کوي، بلکې تر څنګ یې داسې ډلې پیدا کړي، ته به وایې چې د اسلامي اُمت رهبري کوي، خو داسې نه ده.

یو د هغې ډلو څخه د داعشي خوارجو فتنه ده، چې د اسلام، جهاد، مجاهد او مسلمانانو د بدنامولو او شهیدانولو لپاره ایجاد شوې.
داعش په لس کلن مزل کې تر ډېره بریده هغه جهادي ډلې وځپلې کومو چې د صليبي او یهودي جګړمارانو په خلاف عملي جهاد کاوه.
داعشیانو په خپل لس کلن مزل کې د نړۍ هغه جهاد پال اشخاص په چل او فریب د غربي هېوادونو څخه را وغوښتل او د مرګ خولې ته یې واچول کوم چې د اسلامي اُمت د وحدت آرمانجن وو.
دا کار ددې لپاره وشو چې اروپا او غربي هېوادونه د تل یا د زیاتو کلونو لپاره د جهاد پالو څخه پاک کړي، دا کار غربیانو د داعش په وسيله وکړ، او چاره بریالۍ وه.

د شرک او بدعت په پلمه د تاریخي مساجدو نړول، د صحابۀ کرامو او صالحینو قبرونه په بمونو الوزول هغه برخه بلل کېږي، چې کفارو غوښتل اسلامي تاريخ او د نومیالیو کارنامې محوه او له منځه یوسي.
أی زلمیه! داعش هغه ډله ده چې مذهب او تقليد مطلق شریک بولي؛ ستا پلار، نېکه او غور نیکونه مشرکان او جهنمیان ګڼي.

أی زلمیه! داعش هغه خلک دي، چې د ظهور څخه تر اوسه یې د اسلام لپاره کوم کار نه دی کړی، که تاته معلوم وي، د مثال په ډول یې ووایه.

أی زلمیه! د عراق او سوریې تېر شه، په موجوده افغانستان کې د داعشیانو بريدونه په چا کېږي؟
آيا د مسجد، ممبر، محراب او د علماؤ د شهادت پرته بل څه و؟
أی زلمیه! پام چې د نرم ژبو موسادي لښکرو د چل او فرېب ښکار نه شې، ځکه دوئ د مداریانو په څېر دي په یوه لحظه کې خلک خطاء باسي؛ او دا خطاء باسل به دې په آخرت کې د تاوان باعث وګرځي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version