په کابل پوهنتون کې د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی د فرامینو د اهمیت او اغېزو په اړه د علمي غونډې جوړېدل یو ارزښتناک علمي او کلتوري ګام دی. دا علمي غونډه په حقیقت کې د ټولنې یوې واقعي اړتیا ته ځواب دی؛ ځکه د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی فرامین یوازې یو لړ اداري لارښوونې نه دي، بلکې د مسلمانانو د ژوند په بېلابېلو برخو کې د عملي ژوند لارښودونه دي. دا ډول علمي غونډې د علمي شخصیتونو، استادانو او محصلانو لپاره زمینه برابروي، چې د دغو فرامینو د اهمیت، شرعي بنسټونو او ټولنیزو موخو په اړه علمي بحثونه او څېړنې وکړي او خپلې موندنې د علمي استدلال په ژبه ټولنې ته وړاندې کړي.
د دې علمي غونډې یوه مهمه موضوع د فرامینو د عملي ارزښت څېړنه ده. کله چې د امیرالمؤمنین حفظهاللهتعالی له لوري یو فرمان صادرېږي، موخه یې یوازې د یوه حکم بیانول نه وي، بلکې اساسي هدف یې د خلکو په فردي او ټولنیز چلند کې مثبت بدلون راوستل وي. په دې ډول علمي غونډو کې څرګندېږي، چې هر فرمان د خلکو په ورځني ژوند کې څنګه عملي کېدای شي او په کور، بازار، ښوونځي او ادارو کې څه ډول اغېزې لرلای شي.
دا ډول عملي څېړنه د دې لامل کېږي، چې خلک فرامین له خپل ورځني ژوند څخه جلا ونه ګڼي، بلکې د خپل ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه یې وبولي او د عملي کولو هڅه یې وکړي. کله چې خلک په خپل ژوند کې د فرامینو عملي اغېزې وویني، د هغو د پلي کولو انګېزه یې پیاوړې کېږي او فرمان له یوه لیکلي متن څخه په ټولنه کې پر یوه ژوندي حقیقت بدلېږي.
د دې علمي غونډې بل مهم اړخ د فرامینو د شرعي بنسټونو څېړنه ده. په دا ډول علمي غونډو کې د دیني علومو متخصص استادان د عقیدې، حکمت، فقهې، اصول او نورو اړوندو برخو له نظره د فرامینو قرآني، حدیثي او شرعي بنسټونه بیانوي او څرګندوي، چې دغه فرامین د شریعت له سپېڅلو سرچینو څخه سرچینه اخلي. دا ډول علمي بحثونه د خلکو اطاعت له ړانده تقلید څخه د باخبره او له پوهاوي سره مل اطاعت ته اړوي؛ ځکه کله چې خلک پوه شي، چې فرامین د قرآن عظیمالشان او سنتو پر بنسټ صادر شوي دي، نو په ډاډه زړه او اطمینان یې عملي کوي او د یوه دیني مکلفیت په توګه ورته توجه کوي. دا پوهاوی د اطاعت د دوام او ټینګښت لامل کېږي او د فرامینو په وړاندې د سستۍ او بېپروايۍ مخه نیسي.
همدارنګه، په دغو علمي غونډو کې د فرامینو ټولنیزې موخې هم څېړل کېږي. ډېر فرمانونه د منکراتو د اصلاح، د فساد د مخنیوي، د کمزورو وګړو د حقونو د ملاتړ او د ټولنیز عدالت د پیاوړتیا په موخه صادرېږي. په علمي غونډو کې دغه موخې په هر اړخیز ډول څېړل کېږي او څرګندېږي، چې هر فرمان څنګه کولای شي د ټولنیزو اړیکو په ښهوالي او د خلکو ترمنځ د باور په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. دا ډول څېړنه د فرامینو په اړه د ټولنې پوهاوی لوړوي او د خلکو ترمنځ د همکارۍ زمینه برابروي. کله چې خلک پوه شي، چې یو فرمان د دوی د ګټې او د ټولنې د اصلاح لپاره صادر شوی دی، نو د هغه په عملي کولو کې په لا زیاتې لېوالتیا ګډون کوي.
بل مهم ټکی دا ده، چې په دا ډول علمي غونډو کې وړاندې کېدونکې مقالې په خپله د ټولنې لپاره یوه ارزښتناکه علمي پانګه ده. په دغو مقالو کې د فرامینو شرعي بنسټونه او ټولنیزې موخې په مستند او منظم ډول څېړل کېږي او د راتلونکو نسلونو لپاره د علمي میراث په توګه پاتې کېږي. کله چې دغه مقالې په علمي غونډو کې تر بحث او کره کتنې لاندې ونیول شي، علمي کیفیت یې لوړېږي او د فرامینو د سم پوهاوي لپاره پر یوې باوري سرچینې بدلېږي. دا هماغه څه دي، چې اسلامي ټولنه ورته اړتیا لري؛ یعنې د دین او احکامو په اړه دقیق او مستند پوهاوی. دا ډول علمي پانګه په راتلونکي کې د نورو څېړنو او ژورو علمي بحثونو لپاره هم بنسټ کېدای شي.
له بلې خوا، د دا ډول علمي غونډو جوړېدل د دیني علماوو او پوهنتون استادانو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لامل کېږي. په تېرو وختونو کې کله ناکله د دیني مدرسو د علماوو او د پوهنتونونو د استادانو ترمنځ واټن موجود و، خو ګډې علمي غونډې دغه واټن راکموي او زمینه برابروي، چې دیني او معاصر علوم د یو بل ترڅنګ وړاندې شي او د متقابلو علمي تجربو څخه ګټه واخیستل شي. دا ډول همکاري په پای کې د ټولنې په ګټه تمامېږي؛ ځکه ټولنه دواړو ډولو علومو ته اړتیا لري او هېڅ یو یې په یوازې ځان د ټولنې ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
په پای کې باید وویل شي، چې د دا ډول علمي غونډو جوړېدل ټولنې ته یو څرګند پیغام لري؛ دا پیغام چې اسلامي امارت علم او تفکر ته درناوی لري، د خلکو پوښتنو ته ارزښت ورکوي او غواړي خپل فرامین د علمي دلایلو او استدلال په ژبه ټولنې ته ورسوي. دا ډول چلند د خلکو او نظام ترمنځ د باور د پیاوړتیا لامل کېږي او د ټولنې د واقعي اصلاح لپاره زمینه برابروي. هیله ده، چې دا ډول علمي غونډې په منظم ډول د هېواد په نورو پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې هم جوړې شي، څو ګټوره ثمره یې تر پخوا لا ډېره ټولنې ته ورسېږي.













































