د هرې ټولنې بقا او دوام تر ډېره د خلکو پر باور او ګډ فکري عزم ولاړ وي. د نړۍ جغرافیایي نقشه د انسانانو په شتون جوړېږي او ادارې د همدې انسانانو د خدمت لپاره رامنځته کېږي. له بده مرغه، د پاکستان په تاریخ کې دا طبیعي اصل په قصدي ډول سرچپه ښودل شوی دی. د پاکستان له جوړېدو سمدستي وروسته، د تور جادو په څېر پر یوه داسې روایت کار وشو چې خلکو ته یې دا ورپېژندله چې «د دولت شتون په خلکو پورې نه، بلکې په پوځي اداره پورې تړلی دی». دا په یو ډول فکري هیپنوتیزم (ذهني تسخیر) ته ورته و، چې له مخې یې د پولو دفاع د هېواد د بقا یوازینی شرط وبلل شو.
خو کله چې د تاریخ پاڼې اړوو، حقیقت د پاکستان د پوځ د ادعا پر خلاف څرګندېږي. کله چې پاکستان د ۱۹۴۷ کال په اګست کې د نړۍ پر نقشه راڅرګند شو، دا د کومې پوځي بریا پایله نه وه او نه هم هغه مهال کوم منظم پوځي ځواک موجود و چې د دې نوي زېږېدلي هېواد د بقا ضمانت یې کړی وای. پاکستان په اصل کې د برصغیر د میلیونونو مسلمانانو د سیاسي مبارزې، د یوه نه ماتېدونکي ولسي غورځنګ او د علماوو د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی و. د پوځ اداره د هند له وېش وروسته په تدریجي ډول منظمه او پیاوړې شوه. له منطقي او تاریخي پلوه حقیقت تل همدا و چې «هېواد وي، نو پوځ وي»، نه دا چې «هېواد د پوځ له امله شتون لري».
د ۱۹۷۷ کال په جولای کې د جنرال ضیاءالحق له خوا د واک نیول یې تر ټولو لویه او څرګنده بېلګه ده. له ملت سره په لومړۍ وینا کې د «آپریشن فېر پلی» تر نوم لاندې دا ژمنه وشوه چې یوازې د ۹۰ ورځو په موده کې به عادلانه ټاکنې ترسره شي او پوځ به بېرته خپلو بارکونو ته ستون شي؛ خو دا ژمنه په یوه اوږده سراب بدله شوه. هغه ۹۰ ورځې هېڅکله رانهغلې، بلکې راتلونکې یوه لسیزه د همدې واک د اوږدولو بېلابېلو چلونو ته ځانګړې شوه. که د اسلام د پلي کولو شعار و او که د سیاستوالو د بېکفایتۍ تبلیغات، د ټولو موخه یوه وه: د پوځي واک خوندي ساتل. دا واک د ولس پر رایه نه، بلکې د ټوپک پر زور ولاړ و. پای یې هم د کوم سیاسي بهیر له لارې رانهغی، بلکې په ۱۹۸۸ کال کې د بهاولپور په فضا کې د یوې داسې الوتکې د چاودنې له امله پای ته ورسېد چې د باروتو ډک د آمونو صندوقونه پکې بار وو.
هر دیکتاتور واک ته د رسېدو پر مهال دا ادعا کړې چې د هېواد د ژغورلو او د نظام د سمولو لپاره راغلی دی؛ خو په حقیقت کې د هرې پوځي دیکتاتورۍ دورې هېواد له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پلوه لا ډېر کمزوری کړی دی. دې چلند په کور دننه یو ځانګړی فکر رامنځته کړ چې د «پوځي ټوپک د دوربین لید» یې بللی شو.
کله چې یوه پوځي اداره له خپلو ټاکل شویو اساسي قانوني حدودو څخه واوړي او د هېواد سیاست، اقتصاد او ټولنه تر خپل کنټرول لاندې راولي، نو هره ستونزه د امنیت او دښمنۍ له زاویې ارزوي. د دې «پوځي دوربین» له لارې د لیدلو پر مهال، هغه خپل وګړي چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، خبریالان او سیاسي فعالان ورته نور خپل نه، بلکې «دښمنان» ښکاري. پایله یې دا شوه چې د کورنیو ستونزو د حل لپاره د سیاسي خبرو اترو پر ځای د زور کارولو هڅې وشوې، چې د هېواد دننه یې واټنونه لا پسې پراخ کړل.
د دې تګلارې تر ټولو وېروونکې پایله په ۱۹۷۱ کال کې د ډاکې د سقوط په بڼه راڅرګنده شوه. کله چې د ختیځ پاکستان (اوسني بنګلهدېش) خلکو ته د اقتصادي او سیاسي حقونو د ورکولو پر ځای د زور له لارې د هغوی د ځپلو هڅه وشوه، نو د نړۍ یوې پیاوړې پوځي قوې هم د خلکو د بېباورۍ او لرېوالي له امله ونه شو کړای هېواد متحد وساتي. تاریخ ثابته کړه چې کله خلک پر خپل دولت او پوځ باور له لاسه ورکړي، یوازې مادي ځواک د هېواد جغرافیه نه شي ساتلی.
له دې سره سره، د ولسي غږونو د ځپلو او د پوځي نظام د خوندي ساتلو لپاره له رسنیو څخه هم ګټه واخیستل شوه. هر ځل چې په رسنیو کې د جدي کړیو یا د عاصمه جهانګیر په څېر زړورو شخصیتونو له خوا د پوځي مشرتابه پر ناسمو تګلارو ښکاره نیوکه وشوه، نو د بحث د لوري د بدلولو لپاره به په ځیرکتیا سره نوي روایتونه جوړ شول. په ټلوېزیوني بحثونو کې به د دې پر ځای چې دا پوښتنه راپورته شي چې «ایا د پوځ په سیاست کې لاسوهنه سمه ده؟»، بحث ته به دا سرلیک ورکړل شو چې «ایا پر پوځ نیوکه د ستونزو حل دی؟». د دې مکارانه فکري چل ول موخه دا وه چې تېروتونکي پوځ د یوه مظلوم او د هېواد د ژغورونکي په بڼه وړاندې کړي، څو د ټولو پرېکړو د ناکامیو پړه پر هغو سیاسي مهرهوو او پر هغو کسانو واچول شي چې مشروع نیوکې کوي، او د اصلي ځواک مرکز له حساب ورکولو څخه خوندي پاتې شي.
خو هر روایت خپل عمر لري او د تبلیغاتو جادو بالاخره د حقیقت پر وړاندې ماتېږي. په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د معلوماتو د چټک خپرېدو او د ټولنیزو رسنیو د پراخېدو له امله، د پاکستان د خلکو شعور نوي پړاو ته داخل شوی دی. اوس خلک دې ته چمتو نه دي چې د پوځ هغه احساساتي او دودیز شعارونه ومني چې له څو لسیزو راهیسې د هغو تر شا اقتصادي ناورین او سیاسي بېثباتي پټې ساتل کېدل.
د دې راویښېدونکي ولسي شعور یوه څرګنده او سمبولیکه بېلګه د سند ایالت په سرحدي سیمه کې ولیدل شوه؛ هلته چې له هند سره تر نښتې وروسته له سرحده د راګرځېدونکو پوځي ټرکونو لاره خلکو بنده کړه او خپل اعتراض یې څرګند کړ. کله چې په پوځي یونیفورم کې موټرچلوونکي د دودیز روایت له مخې هڅه وکړه چې خلکو ته ور په یاد کړي: «موږ خو په سرحد کې ستاسو د ساتنې لپاره جګړه کړې او بېرته راګرځو»، نو د خلکو ځواب د کوم جادويي روایت برخه نه وه، بلکې د یوه تریخ حقیقت څرګندونه وه: «له ګاونډیانو سره د دې دایمي ترینګلتیا او جګړو اصلي لامل ستاسو پوځي تګلارې دي!»
دا صحنه د دې خبرې شاهدي ورکوي چې اوس خلک په ډګر کې د یوه عادي سرتېري د شخصي اخلاص او دندې او په تړلو خونو کې د جوړېدونکو پوځي تګلارو ترمنځ توپیر درک کوي. د خلکو دا غوسه د کوم ځانګړي شخص پر ضد نه ده، بلکې د هغه فکر پر ضد ده چې غواړي هېواد د ولس د هوساینې د دولت پر ځای تل یو امنیتي دولت پاتې شي.
د پاکستان اوسنی وګړی په دې پوه شوی چې د ټوپک د دوربین له لارې د کورنیو او بهرنیو ستونزو تلپاتې حل ناشونی دی. هېوادونه یوازې د خپلو پولو پر سر د ولاړ پوځ له لارې نه، بلکې د اساسي قانون د برلاسۍ، پیاوړو ادارو، اقتصادي ځانبسیاینې او خپلو خلکو ته د حقونو د ورکولو له لارې خوندي کېږي. هغه زوړ پوځي ذهني تسخیر چې د تبلیغاتو له لارې رامنځته شوی و، اوس د ړنګېدو په حال کې دی. دا خبره څرګنده شوې چې تر هغه وخته چې ټولې ادارې بېرته خپلو اساسي قانوني حدودو ته راونهګرځي او خلکو ته یې حقونه ورنهکړل شي، د ریښتیني ثبات او پرمختګ خوب به نیمګړی پاتې وي.












































