سریزه
اسلام د اعتدال او منځلاریتوب دین دی او هر هغه څوک چې ځان مسلمان ګڼي، مکلف دی چې په دیني امورو کې له افراط او تفریط څخه ځان وژغوري. د اسلام د تاریخ په اوږدو کې داسې فکري ډلې راڅرګندې شوې دي چې د ځینو شرعي نصوصو د ناسمې پوهېدنې له امله یې د افراط لاره غوره کړې او له مسلمانانو سره په چلند کې یې له شرعي حدودو څخه تېری کړی، د مسلمانانو په تکفیر یې لاس پورې کړی او د امت ترمنځ یې د اختلاف او تفرقې لامل شوې دي؛ چې له جملې څخه د خوارجو ډله یادولای شو.
خوارج د صدر اسلام له مشهورو فکري او تاریخي جریانونو څخه شمېرل کېږي. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د هغوی د راڅرګندېدو او ځانګړنو په اړه په ګڼو احادیثو کې خبرداری ورکړی او مسلمانان یې له دې توندلارې او تکفیري ډلې څخه منع کړي دي. د دغو احادیثو څېړنه او تشریح څرګندوي چې فکري او دیني انحراف یوازې د عبادت او دیندارۍ په کمښت پورې محدود نه دی؛ بلکې کله ناکله کېدای شي یو انسان په ظاهره د عبادت، تلاوت او دیندارۍ څښتن وي؛ خو د دین، شریعت، قرآن عظیمالشان او د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د احادیثو د ناسم فهم له امله په افراط، تکفیر، تاوتریخوالي او له مسلمانانو سره په دښمنۍ اخته شي.
له همدې امله، د خوارجو د نښو پېژندل او د هغوی په اړه د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له خبرداریو سره بلدتیا یوه مهمه او د پام وړ موضوع ده؛ په ځانګړې توګه د ځوان نسل لپاره چې له بېلابېلو جریانونو او افکارو سره مخ دی او کېدای شي ځینې دیني خبرې او شعارونه، پرته له دې چې په سمه توګه وڅېړي او شرعي بنسټونه یې وپېژني، ومني. لکه څنګه چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال هڅه شوې وه چې د داسې افراطي او تکفیري ډلو د ودې زمینه برابره شي او د اسلامي امت ترمنځ د اختلاف او تفرقې لامل وګرځي.
د موضوع اهمیت
د دې موضوع اهمیت په دې کې دی چې د خوارجو د نښو پېژندنه مسلمان له ځینو تر ټولو خطرناکو فکري او رفتاري انحرافاتو سره اشنا کوي؛ لکه په دین کې غلو، په تکفیر کې بېړه، له قرآن عظیمالشان او سنت څخه سطحي برداشت، ځانرأیۍ، تاوتریخوالی، توندخویي او له مسلمانانو سره دښمني.
په دې برخه کې له سترو خطرونو څخه یو دا دی چې ځینې انحرافي افکار کېدای شي په ظاهره د دیني شعارونو او ښایسته خبرو په بڼه وړاندې شي او له دې لارې د خلکو، په ځانګړې توګه د ګرانو ځوانانو، دیني احساسات تر اغېز لاندې راولي. له همدې امله، اړینه ده چې هر مسلمان د هرې خبرې یا افکارو له منلو مخکې هغه له قرآن عظیمالشان، د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له صحیح سنت او د سلف صالحینو له سم فهم سره پرتله کړي؛ هغه سلف صالحین چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم پخپله د هغوی په اړه د خیر ګواهي ورکړې ده.
د دې موضوع له لیکلو څخه موخه دا ده چې متدین او دیني احساس لرونکي ځوانان د دې تفکر له نښو او ځانګړنو څخه خبر شي؛ هغه تفکر چې د تاریخ په اوږدو کې یې، سره له دې چې دیني دعوې یې لرلې، د مسلمانانو د حرمت، له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سره د ادب، د صحابه کرامو رضیاللهعنهم د درناوي او د ټولو مسلمانانو د حقونو په رعایت کې داسې چلندونه کړي چې د اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف دي.
همدارنګه، د دې بحث موخه دا ده چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د احادیثو په څېړلو سره د دې جریان او تفکر د نښو په اړه لا سمه پوهه ترلاسه شي، څو مسلمانان، په ځانګړې توګه ځوان نسل، وکولای شي د حقیقي دیندارۍ او افراطګرایۍ، د دیني غیرت او توندلارۍ او د حق د دفاع او له شرعي حدودو څخه د تېري ترمنځ توپیر وکړي او هېڅکله داسې کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د اسلام او اسلامي نظام پر وړاندې وجنګېږي او یا ورته په کږه سترګه وګوري.
له همدې امله، د دې موضوع لیکل کولای شي د دیني پوهاوي په لوړولو، د بصیرت په پیاوړتیا، له شرعي نصوصو څخه د افراطي برداشتونو په مخنیوي او د اسلامي ټولنې د اختلاف او تاوتریخوالي څخه په ساتنه کې مهم رول ولوبوي. په راتلونکو برخو کې به د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د معتبرو احادیثو پر بنسټ، د خوارجو نښې او ځانګړنې په جلا توګه وڅېړل شي، څو روښانه شي چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم اسلامي امت له کوم ډول تفکر او چلند څخه منع کړی دی.










































