افغانستان؛ هغه خاوره چې پېړۍ پېړۍ یې د جګړو، اشغالونو او ناامنۍ له سختو توپانونو سره مبارزه کړې، نن د تاریخ هغې مرحلې ته رسېدلی چې د یوه بېساري بدلون د مهم پړاو په توګه یادېدای شي. د دې ملت په تاریخي حافظه کې ښايي د لومړي ځل لپاره نه یوازې د توپونو او ټوپکو غږونه غلي شوي، بلکې د عادي او سولهییز ژوند چارې هم د دې پراخ هېواد په ګوټ ګوټ کې په عادي ډول روانې شوې دي. دا امنیت او ثبات کومه سطحي او لنډمهاله لاستهراوړنه نه ده؛ بلکې د هېواد په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي جوړښتونو کې د یوه ژور او بنسټیز بدلون پایله ده چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې رامنځته شوې او نړۍ ته یې د افغانستان نوی انځور ورښودلی دی.
کله چې په افغانستان کې د ثبات خبره کېږي، د انسان ذهن بېاختیاره د دې خاورې له کړکېچن تېر حالت سره تړل کېږي. هغه نسل چې په وروستیو لسیزو کې زېږېدلی، ښايي ډېرې لږې داسې ورځې په یاد ولري چې د چاودنې، جګړې یا وژنې له خبر پرته یې شپه سبا کړې وي. خو نن د خلکو مخې ته یو بل ډول واقعیت پروت دی. لارې د هېوادوالو له عادي تګ راتګ څخه ډکې دي، بازارونه ان د شپې تر ناوخته پرانیستي او له پېر او پلور څخه برخمن دي، ماشومان ښوونځي ته د تګ پر مهال له لوبو او زدهکړو پرته بله اندېښنه نه لري او کورنۍ د شپې له تیارو سره سره په پارکونو او عامه لارو کې له هر ډول ګواښ پرته په ډاډه زړه ګرځي.
دا انځور د هغه افغانستان یادونه کوي چې په تاریخي کتابونو کې یې بیان لولو، خو په معاصر ژوند کې خلکو هېڅکله داسې افغانستان نه و تجربه کړی. د دې تلپاتې ثبات تر ټولو مهم راز په ټول هېواد کې د قانون د حاکمیت او نظم بېرته ټینګښت دی. اسلامي نظام د منظمو او منسجمو جوړښتونو په رامنځته کولو سره توانېدلی چې ګډوډي په نظم او تفرقه په یووالي او انسجام بدله کړي. په دې نظام کې ټول امنیتي ځواکونه د یوې واحدې قوماندې او ګډې ستراتېژۍ له مخې فعالیت کوي او نور د دندو د تداخل، خپلسریو او د قانون خلاف لاسوهنو نښې نه ترسترګو کېږي.
د قوماندې دغه یووالي؛ د هېواد دفاعي او د ګواښونو د مخنیوي وړتیا تر بېساري کچې رسولې ده. هر احتمالي ګواښ په چټکۍ پېژندل کېږي او شنډېږي؛ کورني او بهرني دښمنان دې پایلې ته رسېدلي چې نور نه شي کولای د واک له تشو او یا د نظم له کمزوریو څخه په ګټې اخیستنې د هېواد امنیت ته زیان ورسوي.
د نن ورځې امنیت په عین حال کې د خلکو له ګډون او همکارۍ سره هم ژوره اړیکه لري. اسلامي نظام په وروستیو کلونو کې توانېدلی چې د دولت او ملت ترمنځ له منځه تللی باور بېرته ورغوي. خلک نور یوازې بېفعالیته نندارچیان نه دي، بلکې د امنیت په ټینګښت کې د فعالو ونډهوالو په توګه د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي. پر وخت د معلوماتو شریکول، له امنیتي ادارو سره همکاري او له هغو کړنو څخه ډډه کول چې عامه نظم زیانمنوي، د ملت او نظام ترمنځ د یوې پخې او متقابلې اړیکې څرګندې نښې دي. دې همکارۍ دومره ستره ټولنیزه پانګه رامنځته کړې چې هر بهرنی ګواښ یا کورنۍ دسیسه، د خلکو په ګډ هوډ او اراده، تر دې وړاندې چې په بحران بدله شي، له پراخېدو وړاندې شنډېږي.
د دې ثبات بله څرګنده نښه پر اقتصاد او د خلکو پر معیشت یې اغېزمنتوب دی. کلونه کلونه ناامني د پانګونې او پرمختګ پر وړاندې د یوه ستر خنډ په توګه ولاړه وه؛ خو نن، د ګواښونو له پاموړ کمېدو سره، لارې د سوداګرۍ لپاره په خوندي مسیرونو بدلې شوې دي او پانګهوال له پخوا په ډېره لېوالتیا د زیربنايي او تولیدي پروژو پر لور مخه کوي. د دې بدلون پایله د بازارونو نسبي غوړېدنه، د بېکارۍ کمېدل او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د ښه او هوسا ژوند د هیلو زیاتېدل دي. امنیت د اقتصاد په محرک ځواک بدل شوی او د ارامۍ او پرمختګ ترمنځ دغه اړیکه څرګندوي چې د نن ورځې ثبات یوازې یو مجرد مفهوم نه دی، بلکې د خلکو پر ورځني ژوند یې محسوس اغېز پرې ایښی دی.
له مبالغې پرته باید ومنل شي چې د افغانستان نننی بېساری امنیت تر بهرنیو عواملو ډېر، د اسلامي نظام د ټینګې ارادې او د خلکو د هر اړخیز ملاتړ پایله ده. هېڅ بهرني ځواک افغانستان ته دغه نظم او ارامي نه ده ډالۍ کړې؛ بلکې همدغه ملت و چې په خپل ایمان، یووالي او د رهبرۍ په تدبیر او ځیرکتیا یې وتوانېد خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي. همدا حقیقت د نن ورځې امنیت له تېرو تاریخي حالاتو څخه بېلوي او هغه د یوه بحرانځپلي هېواد د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د یوه کورني او پر خپلو هڅو ولاړ ماډل په توګه ثبتوي.
باثباته افغانستان نن یوازې یو شعار نه، بلکې یو څرګند حقیقت دی. هغه امنیت چې تاریخ یې ساری نه لري، نه یوازې د دردناکو خاطرو پاڼې یې د تل لپاره اړولې دي، بلکې د روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره یې نوی افق هم پرانیستی دی. دا ستره لاستهراوړنه یو ارزښتمن میراث دی چې باید د هوښیارۍ، ملي یووالي او ګډ تفاهم له لارې یې ساتنه وشي او راتلونکو نسلونو ته په امانت وسپارل شي.










































