داعش څنګه له توحید د تکفیر وسیله جوړه کړه؟
داعش د مسلمانانو او غیرمسلمانانو پر وړاندې د خپلو پراخو تاوتریخوالو او جنایتونو د توجیه لپاره پر یوه انحرافي فکري نظام تکیه کوي؛ داسې فکري نظام چې د اسلام سپيڅلي مفاهیم پکې د افراطي او تحریفکوونکو تعبیرونو ښکار شوي دي. له هغو مهمو مفاهیمو څخه چې داعش یې د تاوتریخوالي او تکفیر د مشروعیت لپاره په یوه وسیله بدل کړی، د «توحید»؛ یعنې د الله تعالی جلجلاله د یووالي مفهوم دی.
دې ډلې توحید د خپل ځانګړي حاکمیت تر کچې راټیټ کړی او له هغه څخه یې یو اړخیز او افراطي تعبیر وړاندې کړی دی؛ له همدې امله یې دا باور خپل کړی چې هر هغه سیاسي او حقوقي نظام چې د دوی له ځانګړي نظام سره توپیر ولري، «طاغوت» ګڼي او د هغه واکمنان او پیروان تکفیر کوي.
د داعش له نظره، توحید په «توحید الحاکمیة» پورې محدودېږي. د دې تعبیر پر بنسټ، د ټولنې هر ډول حاکمیت، قضاوت او د چارو اداره چې د دوی د ځانټاکلي حاکمیت پر بنسټ نه وي، شرک او کفر ګڼل کېږي؛ او هغه کسان چې په داسې نظامونو کې ژوند کوي یا یې ملاتړ کوي، مشرکان او کافران بلل کېږي. په حقیقت کې، داعش ټول هغه اسلامي نظامونه چې د دوی له داعشي خلافت څخه پیروي نه کوي، مشرک او مرتد ګڼي.
داعش په خپله «دابق» مجله کې ادعا کړې چې هر هغه څوک چې د الله تعالی جلجلاله له حکم پرته پر بل حکم پرېکړه وکړي، که حاکم وي او که محکوم، کافر دی. که څه هم دا خبره په ظاهره د قرآن عظیمالشان له آیتونو څخه اخیستل شوې، خو داعش د دغو آیتونو په سطحي او تحریفکوونکي تعبیر سره هغه مفاهیم چې د پېړیو په اوږدو کې د سترو اسلامي علماوو او مجتهدینو له خوا تشریح او تفسیر شوي دي، په تر ټولو ساده او سختدریځ ډول معنا کړي دي؛ او د داسې حاکمیت تصور یې وړاندې کړی چې پایله یې له وژنې، وحشت او جنایت پرته بل څه نه دي.
د داعش او نورو اسلامي جریانونو ترمنځ تر ټولو څرګند توپیر، د توحید د همدې تعبیر پر بنسټ د تکفیر بېساری پراخوالی دی. په حقیقت کې، داعش د نړۍ شاوخوا یو نیم میلیارده مسلمانان مرتد ګڼي. د دې ډلې په اند، د نړۍ نږدې ټول مسلمانان یوازې له دې امله د اسلام له دایرې وتلي چې د توحید او حاکمیت په اړه د داعش تعبیر نه مني. دوی شیعهګان رافضیان او کافران بولي، صوفیان مشرکان او قبرپرستان ګڼي او ان هغه اهل سنت مسلمانان هم مرتد ګڼي چې له دوی سره همنظر نه وي. د تکفیر دا پراخوالی نه یوازې د خوارجو په تاریخ کې، بلکې په بلې هېڅ تکفیري ډلې کې هم سابقه نه لري.
برعکس، د اهل سنتو علماوو تل د اعتقادي کفر او عملي کفر ترمنځ توپیر کړی دی. علامه ابن تیمیه په «مجموع الفتاوی» کې په څرګند ډول ټینګار کوي چې که یو څوک ګناه وکړي یا غیرشرعي قانون عملي کړي، تر هغه چې هغه قانون د الله تعالی جلجلاله له شریعت څخه غوره ونه ګڼي او په زړه پرې عقیده ونه لري، د اسلام له دایرې څخه نه وځي. په بل عبارت، یوازې عملي کفر، پرته له قلبي اعتقاد څخه، د اسلام له دایرې څخه د وتلو لامل نه کېږي. خو خوارجو او له هغوی وروسته داعش دغه مهم توپیر له پامه وغورځاوه او په کوچنیو پلمو یې مسلمانان تکفیر کړل.
په اسلام کې حقیقي توحید د زړه او ژبې د باورونو او اعمالو یوه مجموعه ده چې له الله تعالی جلجلاله سره مینه، د هغه عبادت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي پکې شامله ده؛ نو توحید یوازې د سیاسي حاکمیت تر مسئلې پورې نه شي محدودېدای. داعش چې دا ستر او سپېڅلی مفهوم یې په یوه سیاسي وسیله بدل کړی، نه یوازې د اسلامي معارف له ژوروالي بېبرخې پاتې شوی، بلکې د اسلامي امت پر وجود یې تر ټولو ستر زیان اړولی دی.
د داعش له خوا د توحید افراطي تعبیر، چې هغه یې یوازې تر «حاکمیت» پورې محدودوي او هر بل سیاسي نظام «طاغوت» بولي، نه یوازې د اهل سنتو له فقهي او کلامي اصولو سره په بشپړ ټکر کې دی، بلکې په نړیواله کچه یې د اسلام څېره هم سخته زیانمنه کړې ده.
د پام وړ خبره دا ده چې د «شیطان لښکر» کتاب د داعش په جوړښت کې د بعث ګوند د پخوانیو پوځيانو د حضور په یادولو سره دې څرګند تناقض ته اشاره کوي: هغه کسان چې کلونه یې په سیکولر نظامونو کې خدمت کړی، اوس نور خلک یوازې د دې لپاره تکفیر کوي چې په «طاغوتي نظام» کې ژوند کوي. دا څرګندوي چې د «توحید الحاکمیت» مفهوم په عمل کې د داعش د مشرانو او سرلارو په لاس کې تر یوه ټینګ دیني بنسټ ډېر، یوه سیاسي وسیله وه.










































