د افغانستان په کړکېچنه سیاسي فضا کې تل له لرې ځایونو داسې غږونه اورېدل کېږي چې د بدلون او تحول دعوې کوي. دا غږونه چې ډېری یې د هېواد له پولو څخه بهر راولاړېږي، هڅه کوي ځانونه د «مقاومت جبهې» یا «مخالفو ځواکونو» په توګه معرفي کړي؛ خو حقیقت له روان بهیر سره بېخې ډېر توپیر لري. هغه څه چې له افغانستانه بهر د اسلامي نظام پر وړاندې د فعالو جبهاتو په توګه رامنځته شوي، کوم جدي سیاسي خوځښت نه دی؛ بلکې تر ډېره یوه تبلیغاتي پدیده ده چې د اوازو خپرولو، قومي او مذهبي اختلافاتو د لوی ښودلو او سیاسي درزونو ته د لمن وهلو له لارې د خپل بقا د ساتلو هڅه کوي.
د دې پدیدې د درک لپاره باید دې بنسټیزې پوښتنې ته ځواب وویل شي چې ولې دغو جبهاتو، له کلونو فعالیت سره سره، ونه شوای کولای د افغانستان په کورنیو معادلو کې کوم بدلون راولي؟ ځواب یې ساده او څرګند دی: یادې ټولې جبهې ولسي ملاتړ نه لري. دوی د ټولنې په حاشیه او له میداني واقعیتونو څخه لرې، د کډوالو او پناهغوښتونکو په منځ کې رامنځته شوې دي او هڅه کوي د رسنیزو مطالبو او له مبالغې ډکو مرکو په خپرولو سره خپل ځانونه لوی وښيي. خو د افغانستان خلک، چې د دوی د تېر وخت جنایتونه او فسادونه یې له نږدې تجربه کړي، په ښه توګه پوهېږي چې د دغو جبهاتو ژمنې له سراب پرته بل څه نه دي.
تاریخ د دې خبرې څرګند شاهد دی. د یادو جبهاتو ډېری مشران او پلویان هماغه کسان دي چې د شل کلن اشغال پر مهال یې بهرنیو پورې تړلو جوړښتونو کې دندې او مقامونه درلودل او د فساد، اختلاس او د هېواد د شتمنیو د لوټ له امله یې د خلکو په ذهنونو کې ترخې خاطرې پرېښې دي. هغوی چې د زرګونو افغانانو د وینو په بیه د قدرت پر چوکیو ناست وو او ملي شتمنې یې خپله او د خپلو بهرنیو ملاتړو د ګټو لپاره کارولې، نن د هېواد له پولو هاخوا په هماغه تېر ایستونکو او دروغجنو ادبیاتو ځانونه د خلکو د حقونو مدعیان معرفي کوي. خو آیا هغو خلکو ته، چې د دوی د جنایتونو تر بار لاندې تر پوزې راغلي وو، دا ادعاوې د باور وړ دي؟
په زړه پورې دا ده چې ډېری دغه جبهې د افغانستان د بدلون لپاره هېڅ عملي ستراتیژي او روښانه کاري نقشه نه لري. د دوی فعالیت تر ډېره د مجازي ناستو په جوړولو، د تکراري اعلامیو په خپرولو او کله ناکله له بهرنیو رسنیو سره په مرکو پورې محدود دی. هغوی د رغنده نیوکې او د حللارو د وړاندې کولو پر ځای کلیشهيي شعارونو او اختلافاتو ته د لمن وهلو ته شوق لري. یو یې د «قومونو د حقونو» نارې وهي، بل یې د «مذهبي تیارې» خبرې کوي او درېیم د «سیاسي بېعدالتۍ» چیغې وهي؛ خو هېڅ یو یې د بېوزلۍ، بېکارۍ، کډوالۍ او دوامدارې پراختیا د ستونزو د حل لپاره کوم عملي پروګرام نه وړاندې کوي.
لامل یې دا دی چې دوی د افغانستان د جوړولو په لټه کې نه دي؛ بلکې په دې پسې دي چې په خلکو کې د خپل نوم د پاتې کېدو لپاره پلمه پیدا کړي او له ځینو بهرنیو قدرتونو څخه مالي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړي. د افغانستان خلک نن تر بل هر وخت ډېر د دغو سیاسي لوبو په اړه هوښیار شوي دي. دوی په ټول وجود سره د تېر فاسد حکومت درد تجربه کړی او پوهېږي چې د بهر مېشتو کسانو خوږې ژمنې به په پای کې د هماغه تېر وخت په څېر په ترخو پایلو بدلې شي.
د دې ملت تاریخي حافظه له هغو نومونو ډکه ده چې یوه ورځ یې په لوړو او غولوونکو شعارونو د خلکو زړونه هیلهمن کړل، خو په پای کې یې د خیانت او تېښتې له لارې هغوی د ناهیلۍ په ډنډ کې پرېښودل. له همدې امله نن په افغانستان کې لږ کسان دغو تبلیغاتي جبهاتو ته جدي پاملرنه کوي؛ ځکه خلک ښه پوهیدلي دي چې میداني واقعیتونه هېڅکله له هغو ادعاوو سره سمون نه خوري چې د هېواد له پولو هاخوا مطرح کېږي.
بله مهمه خبره د دغو جبهاتو خپلمنځي اختلافونه او ژور درزونه دي. هغه کسان چې د یووالي دعوه کوي، خپله د قومي، ژبني، ایډیالوژیکو او حتی شخصي اختلافاتو له امله هېڅکله نه دي توانېدلي یوه متحده جبهه جوړه کړي. دغه تفرقه چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې یې بېلګې ډېرې دي، ښيي چې دغه کسان حتی له هېواده بهر هم د ګډ کار توان نه لري او هر یو یې د خپلو شخصي یا ډلهییزو ګټو په لټه کې دی. دا وضعیت تر هر څه ډېر له ننني افغانستان سره د دوی د بېاړیکېتوب څرګندونه کوي.
خو د دغو جبهاتو د ناکامۍ تر ټولو مهم لامل په هېواد دننه د ولسي ملاتړ نشتوالی دی. هغه خلک چې اسلامي نظام یې له ټولو لوړو ژورو سره منلی او غوره ګڼي چې د ګډې همکارۍ او همدردۍ له لارې د خپل هېواد راتلونکی جوړ کړي، هېڅ لېوالتیا نه لري چې د تېر وخت ترخې تجربې بیا تکرار شي. هغوی په ښه توګه درک کړي چې له هېواده بهر مېشت کسان د خلکو لپاره نه، بلکې د ځان لپاره د مقام او اعتبار په لټه کې دي. همدا هوښیارتیا د دوی د تبلیغاتو او فریبکارۍ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.
په پای کې، د دغو جبهاتو «بېرته راستنېدل» له یوه سراب پرته بل څه نه دي. لکه څنګه چې یو مسافر په وچو او سوځنده دښتونو کې سراب اوبه ګڼي او پر لور یې منډې وهي، همداسې ځینې کسان هم ګومان کوي چې د بهرني ملاتړ یا رسنیزو تبلیغاتو له لارې کولای شي یو ځل بیا د افغانستان پر وضعیت واکمن شي. خو حقیقت دا دی چې د افغانستان خلک نن تر بل هر وخت ویښ دي او د دغو سرابونو په فریب به ونه غولېږي. هغه کسان چې د جنایت او خیانت له لارې یې تورې او ترخې خاطرې پرېښې دي، نن نه یوازې د استازیتوب دعوه نه شي کولای، بلکې باید د خپلو تېرو جنایتونو په اړه ځواب ووایي.
د افغانستان راتلونکی د هغو کسانو دی چې د دې خاورې په لمن کې له ستونزو سره ژوند کوي او د هغې د ابادۍ لپاره یې له زړه او ځانه کار اخیستی دی. که له هېواده بهر مېشت کسان رښتیا هم د بدلون په فکر کې وي، باید له تبلیغاتو او اوازو خپرولو لاس واخلي او د اختلافاتو پر ځای د خبرو اترو او مشارکت لاره خپله کړي. تر څو دا کار ونه شي تبلیغاتي جبهې به هماغه لرې حاشیه کې خپلو سیاسي لوبو ته دوام ورکوي او هیواد کې پراته ولسونه به په هوښیار نظر له دغو سرابونو څخه تېرېږي.












































