د دوحې په تړون کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ پر دې شرط هوکړه شوې چې: «هیڅوک به د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد استفاده نه کوي، او اسلامي امارت به هم هیچاته د دې اجازه نه ورکوي.» د دې شرط د شرعي او سیاسي حیثیت د درک لپاره ډېری وخت دا بنسټیزه پوښتنه مطرح کېږي: «ایا د اسلام او شریعت له مخې له کفر سره د نامعلومې مودې لپاره جګړه درول، یا له جګړې څخه د نه مداخلې تړون کول، جایز دي؟»
د دې پوښتنې او له هغې سره د تړلو مفاهیمو د سم تحلیل لپاره اړینه ده چې له احساساتي او سطحي لیدلوري پورته، د اسلامي شریعت د مقاصدو، د نبوي سیرت، په ځانګړي ډول د حدیبیې د سولې مدبرانه تګلارې، فقهي رخصتونو او د اوسني عصر د جیوپولیټیکي واقعیتونو هر اړخیزه او بېپرې ارزونه وشي؛ څو دا حقیقت روښانه شي چې په اسلام کې جګړه یوازې یوه لنډمهاله اړتیا ده، په داسې حال کې چې سوله هغه اصلي او دایمي هدف دی چې په ترڅ کې یې یو دولت کولای شي خپلې فکري، اقتصادي او اداري وړتیاوې پیاوړې کړي.
له همدې امله، د دې ارزونې له پیل مخکې د تړون د یادې مادې او څو مهمو ټکو درک کول اړین دي. د تړون په ماده کې داسې راغلي دي: «هیڅوک به د اسلامي امارت د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد استفاده نه کوي او اسلامي امارت به هم هیچاته د دې اجازه نه ورکوي.»
اوس هغه خبره چې مطرح کېږي دا ده: «ایا په اسلام کې داسې کوم دلیل شته چې د نامعلومې مودې لپاره له کفر سره جګړه ودرول شي؟ یعنې دا شرط خو په ظاهره داسې ښکاري لکه د قیامت تر ورځې پورې له جهاد څخه د لاس اخیستلو په معنا چې وي.» په دې اړه باید په یاد ولرو چې اسلامي امارت په خپله د دې شرط پابند نه دی. یعنې که اسلامي امارت ته اړتیا پېښه شي، د خپلې دفاع لپاره د خپلې خاورې د کارولو بشپړ قانوني، شرعي او منطقي حق لري او هېڅ ځواک نه شي کولای دا حق ترې واخلي.
له همدې امله، له دې شرط څخه د «نامحدوده اوربند» مفهوم اخیستل سم نه دي او د تړون له روح سره هم سمون نه لري؛ ځکه «د تړون له مخې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد د استفادې نه کول» او «نامحدوده اوربند» دوه بېلابېل مفاهیم دي او باید له یو بل سره ګډ نه شي.
اوس څو مهم ټکي:
لومړی: د اسلام له نظره جګړه یوه لنډمهاله اړتیا ده، په داسې حال کې چې سوله یو دایمي هدف دی.
دویم: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې جهاد به تر قیامته دوام ولري؛ نو باید په یاد ولرو چې د جهاد موخه د فتنې له منځه وړل دي. لکه څنګه چې په قرآن کریم کې هم راغلي دي: ﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ﴾
یعنې د اسلام له نظره ناامني او فساد، که د بدو کړنو له امله وي او که د کفر له امله، فتنه بلل کېږي. د هغې د له منځه وړلو لپاره چې هر ځای د جهاد اړتیا وي، جهاد به دوام ولري.
که څه هم د فقهې له مخې د جهاد په موخو کې دفاع، د ظلم له منځه وړل، د اسلامي دولت د ګټو ساتنه او د اسلامي ځمکې پراخول هم شامل دي؛ خو د جهاد د دغو موخو د ترلاسه کولو د طریقې د لا ژور درک لپاره دا هم باید وپېژنو چې: کله چې یو اسلامي دولت رامنځته شي، نو دغه موخې به څه وخت او په کومه توګه ترلاسه کولای شي؟
په دې اړه باید په یاد ولرو چې اسلامي امارت د دفاع، د ظلم د له منځه وړلو او د اسلامي دولت د ګټو د خوندي کولو په برخو کې تر یوه حده خپلې موخې ترلاسه کړې دي؛ خو د اسلامي ځمکې د پراخولو په څېر موخې لپاره اسلام د ځواک او شرایطو شتون شرط ګرځولی دی.
که اسلامي دولت وغواړي چې له خپلو اوسنیو پولو څخه بهر ووځي او نورې سیمې هم د اسلامي قلمرو برخه وګرځوي، نو د مقابل لوري له خوا د رامنځته کېدونکي غبرګون پر وړاندې د دفاع توان هم باید ولري. له همدې امله، کله چې د دفاع ځواک او توان موجود وي، نو اقدامي یا پراختیايي جهاد هم ممکن کېدای شي. خو که د دفاع توان موجود نه وي، نو اقدامي جهاد کول د شریعت له نظره حکیمانه اقدام نه دی؛ ځکه د جهاد له مهمو شرطونو څخه یو هم استطاعت (Power/Capability) یعنې ځواک او وړتیا ده.
همدا لامل دی چې پر یوه مسلمان د جهاد د فرض کېدو لپاره دا هم شرط ګڼل شوی چې کله د جهاد لپاره وځي، نو د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دومره مال پرېږدي چې د ده په نشتون کې یې کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نورو خلکو مخې ته د لاس غځولو مجبور نه شي. له دې بېلګې څخه د دفاع د اهمیت درک کول اسانه دي. یعنې تر هغه چې د دفاع ځواک او توان موجود نه وي، اقدام کول ناسم او د اسلامي مصلحتونو له مخې د منلو وړ عمل نه ګڼل کېږي؛ ځکه که د دفاع توان موجود نه وي، نو ـ خدای مه کړه ـ هغه څه چې اوس د انسان په لاس کې دي، د له لاسه ورکولو خطر یې هم شته.
اوس راځو د اوربند په څېر مهمې موضوع ته…
د دوحې په تړون کې د شاملې شوې دې مادې د شرعي حیثیت او د هغې تر شا د موجودې تګلارې د حکمت د درک لپاره اړینه ده چې له احساساتو پورته، د اسلامي شریعت د مقاصدو، د نبوي سیرت د سیاسي تګلارې او د اوسني عصر د جیوپولیټیکي واقعیتونو هر اړخیزه ارزونه وکړو.
په ټولنه کې د «د نامعلومې مودې لپاره د اوربند شرعي حیثیت» په اړه د مطرح کېدونکې پوښتنې تر شا دا تصور نغښتی دی چې ګواکې له کفر سره اوربند باید حتمي موقتي او د ټاکلې مودې لپاره وي، نه نامعلوم او نامحدود؛ یعنې د دې پوښتنې د مطرح کوونکي له نظره «اوربند یوازې یوه لنډمهاله اړتیا ده او سوله یوازې یو لنډ وقفه ده».
خو دا تصور د اسلامي لارښوونو له هر اړخیز او ژور درک سره سمون نه خوري. حال دا چې د اسلام له نظره سوله یوه دایمي اړتیا ده، په داسې حال کې چې جګړه یو لنډمهاله حالت دی. دلته باید دا خبره هم روښانه شي چې له کفر سره د اوربند موده د اسلامي دولت او د حالاتو له شرایطو سره تړاو لري. په فقۀ شافعي کې عموماً د سولې موده تر لسو کلونو پورې محدوده ګڼل شوې چې بنسټ یې د حدیبیې سوله ده. خو په فقۀ حنفي کې د مصلحت، ځواک او حالاتو له مخې په دې موده کې د انعطاف او پراختیا زمینه شته.
له همدې امله، اسلامي دولت کولای شي د خپلو شرایطو له هر اړخیزې ارزونې وروسته د مصلحت له مخې د اوربند مناسبه موده، که د کمښت او که د زیاتوالي په بڼه وي، وټاکي. ځکه په حقیقت کې په اسلام کې جګړه په خپله هدف نه ده؛ بلکې د فتنې او فساد د له منځه وړلو لپاره یوه ناگزیره او لنډمهاله اړتیا ده. په داسې حال کې چې سوله هغه حقیقي او دایمي مطلوب حالت دی چې په ترڅ کې یې د دین بلنه، د انساني ژوند ساتنه او د اسلامي نظام عملي برکتونه نړۍ ته څرګندېږي.
قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت موږ ته دا بصیرت راکوي چې کله چې دښمن سولې ته تمایل پیدا کړي، اسلامي دولت هم باید د عامه مصلحتونو په پام کې نیولو سره هغه ومني. لکه چې الله تعالی فرمایي: ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ﴾
ژباړه: او که هغوی سولې ته مایل شي، نو ته هم هغې ته مایل شه او پر الله توکل وکړه. (الأنفال: ۶۱)
په دې آیت کې سولې ته تمایل له الله تعالی سره پر توکل پورې تړل شوی دی، پر دې سربېره چې دا سوله به د څومره مودې لپاره وي.؟!













































