د زمري یا اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه عادي ورځ نه ده، یوازې په افغانستان پورې تړاو نه لري، د ټولې نړۍ په ځانګړي ډول د ناټو او امریکا برخلیک هم ورسره تړلی دی.
امریکا او ورسره پوځي ټلوالې یې نږدې پنځه وېشت کاله وړاندې په داسې حال کې د افغانستان د اشغال ټلواله جوړه کړه، چې زموږ هېواد نه کوم هېواد ته ګواښ و او نه یې هم د سپټمپر یولسمې پېښې سره تړاو درلود، خو اصلي حقیقت دا و چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو د لمن ټولونکی اسلامي امارت غرب او امریکايي ټلوالې ته د منلو وړ نه و، دغه سوچه اسلامي او پر خپلو ارزښتونو ولاړ نظام د سیمې او نړۍ د اسلامي هېوادونو په کچه کوم مثال هم نه درلود، له بل اړخه استخباراتي مغرضه سازمانونه او اسلام ضد عناصر په دې پوهېدل چې اسلامي ارزښتونو ته د اسلامي امارت ژمنتیا به دغه نظام د افغانستان او سیمې په یوه ځواکمن هېواد بدل کړي، چې بیا به یې مخنیوی ورته ګران وي. د هغه مهال امریکايي ولسمشر او په اوسني عنصر کې د صلیبي جګړو بنسټګر جورج بوش اعلان وکړ چې یا به له موږ سره وی یا هم زموږ پر ضد، له دې پرته درېیمه لار نشته.
بالاخره د همدغه یرغل پیل شروع شو، د یو شمېر غرب مېشتو او په کورنیو جګړو کې د ښکېلو افغانانو په را پورته کولو سره یې یو ځل بیا په افغانستان کې د دیموکراسۍ تر شعارونو لاندې د جمهوریت بنسټ کېښود. دا جمهوریت د غربي جمهوریتونو یوه کټ مټ کاپي وه چې ستنې یې په اساسي قانون، بشري – وضعي قوانینو او نورو داسې غربي ارزښتونو ولاړې وې چې خپله یې غرب او امریکا هم تطبیقي اړخ نه درلود.
حقیقت دا و چې له دغه اشغال سره اسلامي امارت یوازې د لنډ مهال لپاره له ښارونو شاتګ وکړ او له بیا ځان را سمبالولو سره یې په خپله مبارزه او کمو امکاناتو سره د جمهوریت غرب پاله مفکوره وننګوله او یو ځل بیا یې د افغان نسل په زړونو کې د جهاد او مبارزې مشعل روښانه کړ. پوره شکل کاله که په افغانستان کې د غربي ټلوالې د وحشتونو او ظلمونو بحراني دور و، غرب مېشتي او امریکايي پلوه واکمنانو په خپله خوښه له ولس او اسلامی ارزښتونو سره د تضاد سنګر نیولی و، خو یوه هیله هم موجوده وه، دا هیله د اسلامي امارت وسله او فکري مبارزه وه چې مجاهدینو او عام ولس ته د یوې را روانې بریا زېري ورکول، دغه زیري په ۲۰۲۱م کال کې تحقق وموند، د مادیاتو او معنویاتو مبارزه کې سپین محمدي بیراغ همغسې رپاند پاتې شو او بالاخره د مجاهدینو په لاسونو د ارګ پر اسمانڅک برج هم ورپېده.
هو؛ دا د زمري یا اسد ۲۴مه نېټه وه، هغه تاریخي ورځ چې کابل ښار د اسلامي بریا او فتحې شعارونو نیولی و، ازادۍ خوښي وګړي د اختر د ورځې په څېر له خوښۍ کوڅو او سړکونو ته راوتلي وو، خو هغوی چې خپل برخلیک یې په خپلو غربي او امریکايي بادارانو پورې تړلی و، مخ په هوايي ډګر روان و، په الوتکو پسې یې منډې وهلې او د خپلو پخوانیو ناوړه کړنو د رسوایۍ له وېرې یې خپل رب، هېواد او «ولس» هېر کړی و.
هغه جمهوریت چې دوه لسیزې ورباندې میلیاردونه ډالر غربي او امریکايي پانګونه شوې وه، کمپیاین ورته شوی و، د اساسي قانون او نورو وضعي اصولو په تپلوسره یې د هر وحشت او نارواوو د سرچینې په توګه خلکو ته وړاندې کړلی و، پر اوبو د نقش په څېر وران شو او ډېر ژر د همدغه تپل شوي نظام غړو هم د غندنې خولې خلاصې کړې او له ولس څخه یې بښنه وغوښته. د جمهوریت په سقوط کې له شک پرته چې د اسلامي امارت مبارزې اساسي ونډه درلوده، خو ددغه مبارزې ستنې له اسلامي امارت څخه پر ولسي ملاتړ او اسلامي شریعت ته په ژمنتیا ولاړې وې، هغه څه چې زموږ د مسلمان ولس تلپاتې او تاریخي غوښتنه وه او بالاخره یې رښتینی تحقق وموند.
د اسد ۲۴مه که له یوې خوا د تاریخي بریا ورځ او د زرګونو سپېڅلو شهیدانو د کاروان روښانه منزل و، له بل اړخه د جمهوریت تر چتر لاندې د سرختو مجرمینو، انسان وژونکي او هېواد پلورونکو لپاره د امن ورځ هم وه، ځکه چې د اسلامي امارت زعیم او د افغانستان فاتح حضرت امیرالمومنین حفظ الله تعالی د عمومي عفوې او بخشش یو داسې تاریخي او بې ساري فرمان صادر کړ چې نړۍ یې بېلګه نه لري او هېچا یې هم طمعه نه کوله.
دغه فرمان د اسد له ۲۴مې وروسته د افغانانو تر منځ د ملي پخلاینې، یو موټي پاتې کېدو او د یوه ملت په توګه د ځان حس کولو دروازه پرانېسته او د اسلامي امارت مجاهدینو د خپل زعیم فرمان ته په بشپړ درناوي سره ډېرو داسې کسانو ته هم د ورورولۍ غېږ ورکړه چې دوه لسیزې یې له ظلم او بربریت پرته بل څه نه پېژندل.










































