د اسد ۲۴مه هغه تاريخي ورځ ده چې پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ، د الله تعالی په ځانګړي نصرت او د افغان ولس د اوږدې جهادي مبارزې په پایله کې کابل فتحه او پرې د آزادۍ سپين بيرغ رپاند شو. د اسد ۲۴مه هغه ورځ ده چې د تاریخ په پاڼو کې د ستر بدلون، بریا او د غرور د ماتېدو په نوم ثبت شوه؛ هغه ورځ چې د زور، تکبر او استکبار هغه ماڼۍ پکې ونړېدې چې کلونه یې د نه ماتېدلو دعوه کوله.
اشغالګرو ګومان کاوه چې د وسلو زور، پرمختللې ټکنالوژي او ستر پوځي ځواکونه به د یوه ملت اراده ماته کړي؛ خو تاریخ یو ځل بیا ثابته کړه چې د ملتونو ایمان، غیرت، د آزادۍ مینه او قربانۍ د هر ډول غرور پر وړاندې درېږي. د تاریخ ځینې ورځې یوازې په تقویم کې نه پاتې کېږي؛ بلکې د ملتونو په زړونو، د شهیدانو په وینو او د میندو په اوښکو لیکل کېږي، د اسد ۲۴مه هم له همدې تلپاتې ورځو څخه ده؛ هغه ورځ چې افغان ولس نړۍ ته وښوده چې د یوه ملت ژوندی ایمان او د آزادۍ غوښتنه د زور او استکبار په وړاندې ماتې نه خوري.
دا ورځ د هغو زړورو انسانانو د قربانیو یاد دی چې د خپل عزت، خپلواکۍ، اسلامي نظام قيام او ارزښتونو لپاره یې سختې ورځې وزغملې، دا ورځ دا پیغام لري چې هېڅ ځواک د تل لپاره د خلکو پر اراده واکمن نه شي پاتې کېدای او هېڅ غرور د تاریخ له پرېکړې څخه ژغورل کېدای نه شي. د اسد ۲۴مه هغه ورځ ده چې د اشغال د غرور جنازه وشوه او د آزادۍ نوې پاڼه پرانیستل شوه؛ هغه پاڼه چې د قربانیو په رنګ، د زغم په قوت او د راتلونکو نسلونو د هیلو په رڼا لیکل شوې ده.
خو دا آزادي په اسانه نه ده ترلاسه شوې؛ دا د شهیدانو په وینو، د میندو په اوښکو، د یتیمانو په سلګیو او د هغو کورنیو په دردونو ترلاسه شوې چې خپل عزیزان یې په دې خاوره کې د اسلامي نظام د قيام له پاره قربان کړل. د آزادۍ هره ساه د زرګونو قربانیو پور پر غاړه لري، د افغان ملت تاریخ شاهدي ورکوي چې دې ولس د ذلت اوږد ژوند د عزت له لنډې شېبې سره نه دی بدل کړی، هغوی سختۍ وزغملې، کورونه یې وران شول، کورنۍ یې غمجنې شوې؛ خو د غلامۍ طوق یې ونه مانه.
د دې ورځې تر شا یوازې د بریا شور مه وینئ؛ هلته د هغې مور اوښکې هم پرتې دي چې زوی یې بېرته کور ته راستون نه شو، د هغه یتیم درد هم شته چې د پلار غېږ یې د تل لپاره تشه شوه، او د هغو ځوانانو وینې هم شته چې د خپل ژوند پسرلی یې د خپل اسلام د عزت لپاره قربان کړ. د اسد ۲۴مه؛ د قربانۍ، غیرت او خپلواکۍ زرینه پاڼه ده؛ هغه ورځ چې د افغان تاریخ یوه نوې څپرکې ته یې لاره هواره کړه، هغه حماسه ده چې د غیرت په قلم او د قربانۍ په وینو لیکل شوې ده.
د اسد ۲۴مې د آزادۍ لمر د شهیدانو له قربانیو راوخوت؛ د وینو له سیندونو وروسته د امید سهار راوخوت، او د یوه ملت د استقامت کیسه یې د تاریخ پر تندي ثبت کړه او بالآخره په دې ورځ د اشغالګرو او جمهوريت جنازه وشوه او د آزادۍ په پاره د شکر سجدې آداء شوې. راځئ، د دې ویاړلې ورځې په درشل کې له خپل وجدان څخه پوښتنه وکړو: ایا موږ د هغو قربانیو ریښتیني وارثان یو، که یوازې د هغوی د ویاړ کیسې کوو؟ که د آزادۍ ارزښت په عمل کې ونه ساتو، تاریخ به موږ د خپلو اسلافو د امانت ساتونکي ونه ګڼي.
کله چې د یوه ملت د آزادۍ بیه وینه وي، نو ساتنه یې هم یوازې په شعارونو نه کېږي. آزادي غیرت غواړي، وفا غواړي، یووالی غواړي او داسې نسل غواړي چې د خپلو شهیدانو د قربانیو په ارزښت پوه شي. موږ ته آزادي یوازې د خاورې خپلواکي نه ده؛ آزادي زموږ عزت دی، زموږ هویت دی، زموږ د شهیدانو امانت دی او زموږ د راتلونکو نسلونو حق دی. ځکه ملتونه هغه وخت نه مري چې شهیدان ورکړي؛ ملتونه هغه وخت مري چې د خپلو شهیدانو قربانۍ هېرې کړي.











































