پاکستان داسې هیواد نه دی، چې اوس په کې کړکیچ، ظلم، بې عدالتي، بې باوري اوج ته رسېدلې او د نورو غلامي یې ځان ته خپله کړې وي؛ بلکې پاکستان په اوسنۍ بڼه هغه حکومتي چوکاټ دی چې بنسټ یې د انګریزانو او نورو بهرنیو قوتونو د ستراتیژیکو موخو لپاره اېښودل شوی دی.
همدا تاریخي شالید د دې لامل شوی، چې د پاکستان په سیاسي نظام د ولس او سیاستوالو د باور فضا ورځ تر بلې کمزورې شي.
نن ورځ نه یوازې عام خلک، بلکې ګڼ شمېر سیاسي مشران هم پر یو بل او د دولت پر بنسټونو بې باوره دي؛ د واک لپاره سیالۍ، سیاسي مداخلې، د قانون نابرابره پلي کېدل او پر حکومتي ارزښتونو پرله پسې نیوکې هغه عوامل دي چې د بې باورۍ کچه یې لوړه کړې ده. د یوه هېواد ثبات هغه وخت تضمینېږي چې د قانون حاکمیت، عدالت، شفافیت او د ولس ارادې ته درناوی موجود وي؛ هر کله چې دا ارزښتونه کمزوري شي، سیاسي اختلافونه ژورېږي، عمومي یووالی زیان ویني او هېواد له نویو بحرانونو سره مخ کېږي. له همدې امله د پاکستان د سیاسي وضعیت په اړه بېلابېل شنونکي په دې باور دي چې د دوامدار ثبات لپاره د بنسټیزو اصلاحاتو او د ولسي باور د بیا رغونې اړتیا شته.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي: “د دغه هېواد اوسنی حکومتي او اداري نظام نور د روانو ستونزو د حل وړتیا نه لري او پاکستان له جدي ننګونو سره مخ دی”.
نقوي د پاکستان اقتصادي غونډې ته په وینا کې ویلي، که بنسټیز اصلاحات رانه شي، هېواد به لس کاله وروسته هم له همدې اقتصادي، اداري او حکومتي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. هغه ټینګار کړی چې د اوسني جوړښت له لارې د پاکستان ستونزې نه شي هوارېدلی او هېواد د ستونزو د حل لپاره پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري. نوموړي زیاتوي: هغه نظام چې موږ پکې ژوند کوو، له مخکې د زوال سره مخ دی، که یې موږ ومنو او که یې ونه منو.
نو د نقوي دې څرګندونو ته که وکتل شي، تاسو څه فکر کوئ چې د فوځي رژیم حالت به تر کوم حد رسیدلی وي، کله چې د یو حکومت په دومره لوړه کچه چارواکی په خپل حکومت دومره بې باوره شي نو د هغوی د زوال وروستی سلګۍ او پر تابوت یې وروستي میخونه وهل شروع وي او دا هیڅ لیرې نه ده چې دا هر څه به ډېر نږدې وختونو کې عملاً هم تر سترګو شي. بلخوا د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ورور مولانا عطاءالرحمن ویلي: “ښايي داسې وخت راشي چې بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته د سفر لپاره پاسپورټ ته اړتیا وي”. هغه له پوځ او حکومته هم غوښتي چې په دغو سیمو کې پر خلکو ظلمونه ودروي.
د عطاءالرحمن دې څرګندونو ته په کتو داسي معلومیږي چې پاکستان د تجزیې تر سرحد هم رسیدلی دی، پورته څرګندونې په دې معنی چې کیدای شي بلوڅان نور بلوچستان ازاده خاوره اعلان کړي او له دوی پرته بل هیڅ چاته پرې د واک چلولو اختیار ورنه کړي؛ بلوڅ قوم نور د بریا تر پولو نږدي معلومیږي او دا د دوی مسلم حق هم دی.
همدارنګه پاکستان کې د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي ددغه هېواد پوځي مشران باید د نورو بامونو ته د واورو اچولو پر ځای خپلې تېرې کړنې جبیره او خپل ولس ته ځواب ووايي. نوموړي د ۱۹۷۱ کال جګړه کې د پاکستاني پوځ تاریخي ماتې ته په اشاره یوه وېډیويي کلیپ کې ویلي چې: “کله چې ستاسې پوځیان په ختیځ پاکستان، یعنې اوسني بنګله دېش کې تسلیم شول او د ټولو په مخ کې وشرمول شول، هغه مهال مو هند ته څه پیغام ورکاوه. پوځ باید پر خپلې تېرو کړنو او فعالیتونو وشرمېږي، نه زما په خبرو.”
د یادونې وړ ده چې د ۱۹۷۱م کال جګړه کې پاکستان د هند او بنګلهدېش د ګډو ځواکونو پروړاندې په جګړه کې ښکیل شو او د دوی پر وړاندې یې تاریخي ماتې وخوړله چې په پایله کې یې لسګونه زره پاکستاني پوځیان تسلیم شول او ختیځ پاکستان د بنګله دېش په نوم خپلواک هېواد شو.
د ښاغلي فضل الرحمن دې تازه څرګندونو – چې په اردو ژبه یې کړې دي، په کورنیو او سیمهییزو بدلونونو کې د پاکستاني پوځ د رول په اړه بحثونه راپارولي دي.
اوس نو یوازې پاکستاني سیاسیون او مشران نه بلکې عام وګړي یې هم دا مني چې بلوچستان نور د پوځ له کنټرول څخه وتلی دی؛ یوازې بلوچستان نه بلکې په ټول پاکستان داسې سیمه نه ده پاتې چې هلته دي بشپړ امنیت موجود وي، هدفي بریدونه، موټر بمونه، چریکې حملې او کمینونه د پاکستاني فوځي رژیم تر دروازو رسیدلي.
د بلوچستان له پخواني اعلیٰ وزیر نواب اسلم رئیساني څخه پوښتنه کېږي چې که یو ځل بیا د بلوچستان د اعلیٰ وزیر په توګه وټاکل شئ، آیا د بلوچستان حالات به ښه شي؟
نواب اسلم رئیساني په ځواب کې وایي:
زه نه؛ اوس که هر څوک د بلوچستان د اعلیٰ وزیر په توګه وټاکل شي، د حالاتو د ښه کېدو هېڅ تمه نشته.
په ټوله کې، د پاکستاني فوځي رژیم د اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او سیمه ییزو شخصیتونو وروستۍ څرګندونې ښيي چې دغه هېواد له ژورو سیاسي، اقتصادي او اداري ننګونو سره مخ دی؛ کله چې د دولت لوړ پوړي چارواکي او د اپوزیسیون مشران د نظام پر وړتیا، د پوځ پر رول او د هېواد پر راتلونکې نیوکې کوي، دا د سیاسي بې باورۍ د زیاتوالي نښه بلل کېږي.












































