په سیمه کې د پاکستان د پوځي رژیم د سیاستونو له تر ټولو خطرناکو او په عین حال کې له تر ټولو پټو اړخونو څخه یو، د پښتنو او بلوڅو ترمنځ د قومي درزونو د رامنځته کولو هڅه ده. دغه سیاست، چې د شر او فساد د ډلو، په ځانګړي ډول د پخوانیو اربکیانو، په مټ عملي کېږي، په ظاهر کې د مرکزي حکومت د مخالفینو د مهارولو په نوم توجیه کېږي؛ خو په حقیقت کې د هغه مقاومت د کمزوري کولو یوه طرحه ده چې د دغه رژیم د جوړښتي ظلم او تبعیضي سیاستونو پر وړاندې ولاړ دی.
د پاکستان پوځي رژیم ښه پوهېږي چې که پښتانه او بلوڅ د مرکزي حکومت د ظالمانه سیاستونو پر وړاندې سره متحد شي، د دغه هېواد ثبات به له جدي ګواښ سره مخ شي. له همدې امله، دغه رژیم له څو لسیزو راهیسې د «تفرقې واچوه او حکومت وکړه» ستراتیژي خپله کړې او د خپلو لاسپوڅو ډلو په وسیله هڅه کوي د دغو دوو سترو قومونو ترمنځ مصنوعي اختلافونو ته لمن ووهي، څو د محرومو سیمو اساسي ستونزې د قومي شخړو تر نامه لاندې پټې کړي او د خپل جوړښتي ظلم او تبعیضي سیاستونو له مسؤلیت څخه اوږې سپکې کړي.
پښتانه او بلوڅ، چې د سیمې دوه ستر او لرغوني قومونه دي، د تاریخ په اوږدو کې نه یوازې د یو بل دښمنان نه دي پاتې شوي، بلکې په ډېرو تاریخي پړاوونو کې یې د طبیعي متحدینو په توګه ژوند کړی دی. د قبیلو ترمنځ ودونو، اقتصادي راکړې ورکړې او ګډو ژبنیو او فرهنګي ارزښتونو د دواړو قومونو اړیکې دومره ټینګې کړې دي چې د دوی ترمنځ د دښمنۍ د رامنځته کولو هره هڅه د سیمې له تاریخي او ټولنیزو واقعیتونو سره ښکاره ټکر لري.
د پښتنو او بلوڅو اوسنۍ ناخوښي او نارضایتي د پاکستان د مرکزي حکومت د تبعیضي سیاستونو پایله ده، نه د قومي اختلافونو. له اقتصادي حقونو محرومیت، په وروسته پاتې سیمو کې د بنسټیزو پروژو نشتوالی، د سیاسي آزادیو ځپل، له مهمو پرېکړو څخه د سیمهییزو مشرانو او نخبهګانو ګوښه کول او د بلوچستان د ګازو او نفتو، همدارنګه د پښتنو سیمو د اوبو او نورو طبیعي سرچینو یو اړخیزه استثمار هغه عوامل دي چې د دواړو قومونو په منځ کې یې د پاکستان د پوځي رژیم پر وړاندې د خلکو غوسه او نارضایتي پارولې ده.
دا نارضایتي د ظلم پر وړاندې یو طبیعي او مشروع غبرګون دی او هېڅکله د قومي جګړې په توګه نه ده تعبیر شوې او نه به هم تعبیر شي؛ مګر دا چې دښمنان د اختلافونو په پارولو سره دغه تاریخي حقیقت تحریف کړي. د پاکستان پوځي رژیم د شر او فساد د ډلو، په ځانګړي ډول د هغو پخوانیو اربکیانو په وسیله چې د خپلو خلکو پر وړاندې د جنایتونو اوږده سابقه لري، هڅه کوي قومي اختلافاتو ته لمن ووهي.
د دې سیاست د عملي کولو څرنګوالی داسې دی چې په بلوڅ مېشتو سیمو کې د دغو ډلو اړوند کسان د ناامنۍ، غلاوو، انسان تښتونو او تخریبي فعالیتونو له لارې د پاکستان د پوځ د مداخلې زمینه برابروي. وروسته پوځ همدا مداخله د ترهګرو د ځپلو او سیمې د پاکولو په پلمه خلکو او نړۍ ته وړاندې کوي، حال دا چې د ترهګرو په نوم یاد شوي ډېر کسان یا د همدې لاسپوڅو ډلو غړي وي او یا هم هغه بېګناه کسان وي چې په ناحقه تورن شوي وي.
په پښتنو سیمو کې هم همدا ډلې پر پوځي پوستو او دولتي تأسیساتو بریدونه کوي او په دې توګه پوځ ته پلمه په لاس ورکوي، څو د پښتنو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي. په رسنیزه او سیاسي کچه هم پاکستان د پراخو تبلیغاتو له لارې دغه ناامنۍ د قومي شخړو په توګه انځوروي او هڅه کوي دا تصور رامنځته کړي چې ګواکې پښتانه او بلوڅ د یو بل دښمنان دي او مرکزي حکومت د دوی ترمنځ د سولې یوازینی ضامن دی.
د دې سیاست اصلي موخه د مرکزي حکومت له جوړښتي ظلم څخه د خلکو پام اړول دي. که د بلوچستان او پښتنو سیمو ستونزې د قومي شخړو په نوم معرفي شي، نو بیا به څوک له مرکزي حکومت څخه دا پوښتنه ونه کړي چې ولې همدا سیمې د پاکستان تر ټولو محرومې سیمې دي، ولې یې طبیعي سرچینې د پنجاب او سند په ګټه لوټېږي او ولې پوځ د پرمختګ او آبادۍ پر ځای یوازې پوځي ځپنې ته لومړیتوب ورکوي.
خو دا خطرناکه لوبه نه یوازې د پاکستان ستونزې نه شي هوارولای، بلکې د ناامنۍ لمن ټولې سیمې ته غځوي او خپله پاکستان هم له جدي ننګونو سره مخ کوي. د قومي شخړو د تصور خپرول د سیمې د خلکو تاریخي حافظه له پامه غورځوي، ځکه پښتانه او بلوڅ دواړه ښه پوهېږي چې د دوی اصلي دښمن څوک دی او هر ډول تاوتریخوالی چې د دغو لاسپوڅو ډلو له لوري ترسره کېږي، د پاکستان د سیاستونو پایله ګڼي، نه د قومي اختلافونو محصول.
همدارنګه، دا سیاست د تاوتریخوالي زنځیر لا پسې پیاوړی کوي او ډلو ته دا ذهنیت ورکوي چې زور او تاوتریخوالی د ستونزو د حل یوازینۍ لار ده. هغه ډلې چې نن د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې کارول کېږي، ښایي سبا د پاکستان دننه کورنیو شخړو ته هم لمن ووهي. د پښتنو او بلوڅو ترمنځ د قومي اختلاف ادعا، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د خپل جوړښتي ظلم د توجیه لپاره جوړه شوې یوه ستره سیاسي دروغجنه ادعا ده. پښتانه او بلوڅ دواړه د یوې واحدې تبعیضي تګلارې قربانیان دي او د دوی اصلي ستونزه له یو بل سره نه، بلکې د پاکستان له مرکزي حکومت او د هغه له ځپونکو سیاستونو سره ده.
اسلامي امارت د همدې واقعیت په درک سره تل د قومونو پر یووالي او د سیمې د خلکو پر همغږۍ ټینګار کړی او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د دښمنانو دسیسې د قومونو ترمنځ تاریخي او ټینګې اړیکې زیانمنې کړي. د خلکو ویښتیا، د قومونو ترمنځ یووالی او همغږي د دغسې شومو توطیو د شنډولو تر ټولو اغېزمنه او بنسټیزه لار ده.












































