د ویکي لیکس اسناد، چې ټول څلور سوه زره راپورونه دي، که یې د منځني ختیځ برخه خلاصه کړو، دا جملې ترې جوتېږي: امریکا په منځني ختیځ کې امن نه غواړي.
په منځني ختیځ کې قوي دولت د امریکا او اسرایلو د ګټو خلاف دی.
منځني ختیځ کې باید جګړه دوام وکړي.
د دې راپورونو له مخې، هغه وخت کې القاعده، د افغانستان طالبان، ایران او روسیه دامریکا خطرناک دښمنان بلل شوي دي. همدارنګه په یوه طرحه کې داسې راپور ورکړل شوی، چې افراطي سلفي امارت په عربو کې د فشار وسیله ګرځېدلی شي او همدارنګه د ایران او بشارالاسد مخه نیولی شي.
همدارنګه د دې راپورونو څخه معلومیږي چې په منځني ختیځ کې باید اسلامپالې ډلې د یو بل پر ضد وکارول شي. د دې ټولو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره د داعش ترسیم ښه پلان و. او د دې راپورونو څخه معلومیږي چې د داعش وړاندوینه دوه کاله مخکې د داعش له جوړېدو څخه شوې وه. راځئ یو بل څه باندې لږ په تفصیل وغږېږو، هغه دا چې څنګه داعش د سي آی اې او موساد جنګي تاکتیکونه کارول او د هغوی تقلید یې کاوه.
۱- تبلیغاتي جګړه
دا د سي آی اې او موساد د جګړې یو مهم تاکتیک دی، چې خاص د دوی په نوم پېژندل کېږي. د دې خلاصه داسې ده چې رسنۍ کارول، ویډیوګانې جوړول، ویره خپرول او ځان خطرناک بلل. دا هر څه داعش په ښه انداز کول، چې د سي آی اې او موساد د PsyOps څخه نقل بلل کېږي.
۲- استخباراتي حجرې
دا هم د موساد او سي آی اې یو ځانګړی تاکتیک دی، چې معنا یې دا ده: کوچنۍ خپلواکې ډلې جوړول د یوه هدف لپاره، خو داسې چې یو بل ونه پېژني. دا تاکتیک هم داعش ډېر استعمالاوه، چې دا د سي آی اې او موساد له مهمو سیسټمونو څخه دی.
۳- ځانګړې وژنې
دا خاص تاکتیک د موساد سره تړل کېږي، چې تفصیل یې داسې دی: ځانګړې وژنې په ځانګړو ځایونو کې، پر حکومتونو د فشار لپاره په عامه ځایونو کې بم چاودنې کول، او د ځان مهم او خطرناک بللو لپاره خاص پټ عملیات کول.
۴- غیر رسمي واکمنه شبکه
داعش پخوانی تنظیم نه و. د سیمو نیول یې ټول یوازې دوه میاشتې وخت ونیو. د مالیې سیسټم جوړول، محکمې، پولیس، استخبارات؛ دومره ژر جوړول، پرته له استخباراتي لوبې ناممکن دي.
د پورته تاکتیکونو څخه هم معلومیږي چې داعش د سي آی اې او موساد ګډه او ځانګړې پروژه وه.
۵- تر ټولو مهمه خبره چې د داعش او موساد د اړیکو د رسوایۍ لامل شول، هغه دا وه کله چې داعش عراق او سوریه کې همسرحده سیمې ونیولې، نو د عراق او سوریې سرحد یې مات کړ او اعلان یې وکړ چې دوی پر سرحد باور نه لري، او سملاسي عراق ته پسې واوښتل او هلته یې هم سیمې لاندې کړې. ښه مثال یې د سوریې د البوکمال ښار و، چې کله یې ونیو، سرحد یې مات کړ او د عراق القائم ښار یې ونیو. دا دواړه ښارونه په عراق او سوریه کې پر سرحد یو بل ته مخامخ پراته دي.
نور مثالونه یې:
میادین، د دیرالزور کلیوالي سیمې، راوه، عنه او د الولید سرحدي بندر.
یعنې داعش چې هر طرف جګړه مخته وړله، د دوی په نظر سرحد ورته مهم نه و. خو کله چې د اسراییلو په سرحد کې د داعش د جیش خالد برخې د یرموک حوض، د درعا ولایت لویدیځ او د جولان د لوړو ځینې سیمې ونیولې او پر سرحد د اسراییلو سره ټوپک په ټوپک شول، نو د نړۍ مسلمانانو فکر کاوه چې د اقصی د ازادۍ وخت راغلی؛ نور به داعش د اسراییلو پر سرحد ور واوړي او له هغوی سره به جګړه شروع کړي.
خو داعش د دې پر ځای چې د ټوپک خوله مخامخ پر اسراییلو واړوي، بېرته یې شاته په جبهة النصره پسې راواخیستل، تقریباً تر یونیم کال زیات وخت دا سرحدي سیمې د داعش په کنټرول کې وې، خو یوه ورځ یې د اسراییلو سره جګړه ونه کړه؛ یوه مرمۍ یې هم د اسراییلو طرف ته پیر نه کړه، یو موټر بم یې هم د اسراییلو پر سرحد ونه کړ او یوه توغندي یې هم د اسراییلو پر طرف و نه ویشتل، حال دا چې دلته اکثریت سیمې د سوریې وې او اسراییلو په جبر اشغال کړې وې.
د نړۍ د مسلمانانو د بېشمېره پوښتنو او غوښتنو څخه چې ویل به یې: داعش ولې د اسراییلو سره جګړه نه کوي؟ په څنګ تېرېدل، او همیشه یې ځواب خاموشي وه. هغه بغدادي چې د افغانستان د امریکایي اشغال ضد مجاهدینو ته یې د عراق څخه اخطارونه ورکول، خو په څنګ ناست اسراییلي عسکرو ته بیا خاموش و. او داعش په خپلو اخطارونو او تبلیغاتي جګړه کې هم د اسراییلو څخه په څنګ تېرېده.
او اسراییل چې د نړۍ پر هر کونج کې د اسلامپالنې غږ واوري، ملل متحد او نړیوال یې په چیغو ستړي کړي؛ مګر داعش چې ورسره همسرحده شو، اسراییلو هېڅ شکایت نه کاوه او نه یې کوم د تشویش احساس کاوه. همدې سیمه کې څو ځله ادعاوې وشوې چې د داعش زخمیان د اسراییلو په روغتونونو کې تداوي کېږي او موساد د داعش د جنګیالیو روزنه هم کوي.










































