لسیزې کېږي، چې د نړۍ ځواکمن او پرمختللي هېوادونه د خپلو بهرنیو ګټو د ترلاسه کولو لپاره پر نسبتاً کمزورو هېوادونو، د هغوی پر طبیعي زېرمو او سیاسي جوړښت د سپینې قبضې او اشغال هڅه کوي. سپین اشغال او قبضه، چې په اوس وخت کې د ځواکمنو او اقتصادي بډایه هېوادونو لخوا په منځني ختیځ او د عربو پر ځینو خاورو روان دی، نسبتاً له جګړې او جنګ پرته رامنځته کېږي، خو د تور او خونړي اشغال څخه ډېر خطرناک دی، ځکه سپین اشغال د یو هېواد سیاست، طبیعي زېرمې، عقیده، قانون او ولسي روحیه اشغالوي.
خو تور اشغال د یو هېواد او ولس عقیده، خاوره او سیاست اشغالوي، او ترڅنګ یې ولس د اشغال او اشغالګر په اړه د جابر او ظالم فکر او عقیده خپلوي. خو سپین اشغال، چې د عربي جزیرې ډېری هېوادونه یې نن اشغال او قبضه کړي دي، د قانون، اقتصاد، طبیعي زېرمو، سیاست او ولسي اسانتیاوو کلتوري واک ټول ترې د پرمختګ او دفاع په نوم اخیستی دی.
لکه څنګه چې امریکا، برتانیا، اسرائیل او چین د عربو او منځني ختیځ په طبیعي تېلو او نورو معدني زېرمو اخته وو، د خپل ځواک، قدرت او پرمختګ بنسټ یې همدغو زېرمو او پر عربو د دفاع په نوم مالیو ته اېښی و. په سوریه کې د واک او نظام بدلون هغه څه وو، چې د ایران لخوا د سوریې او نورو ګاونډیو عربي هېوادونو په وړاندې د نفوذ او ترلاسه کولو هڅې یې کمزورې او له خنډ سره مخ کړې. د همدې سبب شو، چې د ایران هغو پخوانیو کرښو ته د اسرائیل او امریکا ګډ راتګ او نیول د ایران او اسرائیل ترمنځ د سختې خونړۍ جګړې باعث شول.
کال کېږي، چې جګړه روانه ده، ښارونه ورانېږي او انسانان په وحشت سره وژل کېږي. له جګړې هېڅ لوری نه په شا کېږي، او پټ اهداف هم ښکاره دي. باید امریکا د عربو پر طبیعي زېرمو او تېلو خپل شته واک او ولکه خوشې کړي او دغه واک باید ایران ترلاسه کړي.
د ایران او امریکا جګړه نه یوازې د دواړو لورو پر متحدینو بد او زیانمن اغېز لري، بلکې په نړیواله کچه یې اقتصادي، خوراکي او د اړتیا وړ بازارونه هم له ځوړ او زیان سره مخ کړي دي. موږ دغه زیانونه په نړیواله کچه ولیدل؛ اقتصادي مرستې، بهیرونه او مارکېټونه ولوېدل، د خوراکي توکو، نورو ضروري توکو او همدارنګه د طبیعي زېرمو، په ځانګړي ډول د تېلو، بهیر او بازارونه له زیان او کمښت سره مخ شول. په افغانستان کې د سیمې له هېوادونو څخه د داخلي لارو، تېلو او نورو ضروري توکو لېږد او سوداګري هم له خنډ سره مخ شوې ده. نو د دغو دواړو لورو جګړهییز حالت په نړیواله کچه اغېزې او زیانونه رامنځته کړي دي.
دې جګړې تر ډېره زیان او پیغام عربو ته ورساوه، چې لسګونه کاله د بل په اوږو تکیه کول او خپل ځواک ته کار نه کول، او د پردیو په ګټه د خپلو طبیعي زېرمو او خاورو استعمال به مو نړیوال ارزښت له صفر سره مخ کړي. د فلسطین په موضوع کې د ایران ننګ او دفاع د مسلمانانو په ګټه د ایران د جګړې بل ښه اړخ و، چې امت ته یې د ننګ، ورورولۍ او اخوت پیغام او غږ ورساوه.









































