تېره سه شنبه (د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدې په اتلسمه) د خیبر پښتونخوا په چهارسده ښار کې مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس د داعشي خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې ژوند له لاسه ورکړ، انا لله وانا الیه راجعون. شیخ محمد ادریس د پاکستان یو له مشهورو شیخانو څخه بلل کېده او زرګونه زده کوونکي یې درلودل. داعشي خوارجو د نوموړي په شهیدولو سره خپله مکروه څېره یو ځل بیا مسلمانانو ته وښووله چې دوی د بتانو عبادت کوونکي او د هغوی ملاتړي پرېږدي او ټول تمرکز یې د اهل الاسلام په شهیدولو دی.
په دې لیکنه کې به المرصاد، پر خپلو مخکنیو راپورونو او د منابعو پر نویو معلوماتو باندې په استناد سره، هڅه وکړي چې د شهید شیخ صاحب او نورو علماوو پر شهادت او د هغوی پر قاتلینو رڼا واچوي.
په پاکستان کې د دیني عالمانو شهادت کومه نوې پدیده نه ده. سلګونه دیني عالمان پخپله د پاکستان پوځي رژیم شهیدان یا بندیان کړي دي، او هغه چې د رژیم له ګرفت څخه پاتې شوي، داعشیانو یې له تېرو څو کلونو راهیسې د له منځه وړلو لړۍ پیل کړې ده.
په پاکستان کې د داعشیانو له لوري د دیني عالمانو د شهادت لړۍ د ۲۰۲۳ز کال په اولو میاشتو کې تر هغه وروسته ګړندۍ شوه چې د دوی ځالې په افغانستان کې له منځه یووړل شوې او د خپلې رهبرۍ په امر د پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته انتقال شول. د دیني عالمانو ترور د یوه منظم پلان له مخې ترسره کېده، چې المرصاد په دې هکله راپور د ۲۰۲۳ز کال په اګست میاشت کې هم خپور کړی و.
المرصاد هغه مهال د خپلو سرچینو له قوله خبرداری ورکړی و چې داعشیان غواړي په افغانستان، پاکستان او ایران کې پر ځینو اسلامي سیاسي حرکتونو او دیني عالمانو بریدونه ترسره کړي او د دې کار لپاره یې په درو واړو هیوادونو کې بېلابېل اشخاص ګومارلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت وتوانېد چې په افغانستان کې د دې پلان عملي کوونکی، د خراسان د داعشیانو د والي مرستيال ډاکټر عمر حیدر، او د هغه د ټیم پاتې غړي په عملیاتو کې له منځه یوسي، او د دې لپاره چې خپل دیني مسؤلیت یې ادا کړی وي د پاکستان رژیم ته هم د داعشیانو د پلان په هکله خبرداری ورکړ او د خان په نوم د هغه داعشي معلومات یې هم ورسره شریک کړل چې په پاکستان کې د پلان د عملي کولو مسؤلیت ورسپارل شوی و. د سرچینو په خبره، پاکستاني رژیم خان ونیو، خو تر لنډمهال بند وروسته یې خوشی کړ. کله چې د ۲۰۲۳ز کال په اګست میاشت کې، د جمعیت علماء اسلام د باجوړ په یوه غونډه کې خونړۍ چاودنه وشوه او شاوخوا ۶۳ کسان پکې شهیدان او ۲۰۰ نور ټپیان شول، نوموړی بېرته ونیول شو.
د المرصاد د معلوماتو له مخې، داعشیانو یوازې په ۲۰۲۳ز کال کې په باجوړ کې لاندې مخکښ دیني عالمان شهیدان کړي دي:
1) مولانا صلاح الدین، د جمعیت علماء اسلام غړی؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر مياشتي ٧مه
2) مولانا الطاف حسین، د جمیعت غړی او عنایت کلي په بازار کې سوداګر؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د سپټمبر مياشتي ٧مه
3) مولانا نور محمد، د جمیعت علماء اسلام غړی او عنایت کلي په بازار کې د قالینو سوداګر؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د جون مياشتي ۲۲تمه
4) معاذ خان، د جمیعت علماء اسلام ځايي چارواکی او د پاکستاني طالبانو د مخکني چارواکي مفتی بشیر زوی، (مفتی بشیر هم د تېر کال په رمضان میاشت کی د داعشیانو لخوا شهید شو)؛ د معاذ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اپريل مياشتي ١٨مه
5) قاري اسماعیل، سلفي عالم؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر مياشتي ٢٩تمه
6) قاري زین العابدین، د مسجد امام؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر مياشتي ۲۷تمه
7) مولانا طلا محمد، سلفي عالم او مدرس؛ د شهادت نېټه: د ٢٠٢٣ کال د اکتوبر مياشتي ٤مه
المرصاد ته سرچینو ویلي و چې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول باجوړ کې، د علماوو ترور یوه ټیم ترسره کاوه، چې ابو بکر باجوړی (عمران)، ادریس (یوسف) او ملا عمران یې غړي وو.

ابو بکر او ادریس په تېره فبروري میاشت کې پاکستاني ځواکونو د نوښار په حکیم آباد کې تر هغه وروسته ووژل چې د دوی له لوري د اسلام آباد د اهل تشیع پر یوه جومات باندې په طرح شوي برید کې ۳۱ کسان ووژل شول او ۱۶۰ نور ټپیان شول. د پاکستان استخباراتي ادارو تر هغه وخته د دې ګروپ پر خلاف اقدام نه کاوه تر څو چې یې دیني عالمان وژل، او په یو ډول پخپله د استخباراتي ادارو لخوا مدیریت کېده. خو کله چې دې څو کسیز ټیم په پلازمېنه کې خونړی برید ترسره کړ، نو پر ضد یې ګام واخیستل شو. (په دې هکله د المرصاد مهالنۍ تبصره دلته لوستلای شئ).
داعش فتنه ګرو د افغانستان ترڅنګ په پاکستان کې هم ځینې دیني عالمان شهیدان کړي، خو د هغوی د شهیدولو مسؤلیت یې رسمًا پر غاړه نه دی اخیستی. په افغانستان کې شیخ مجیب الرحمن انصاري، شیخ سردارولي او ځینې نور د یادونې وړ دي. په پاکستان کې د مشهورې دیني مدرسې مهتمم شیخ حامد الحق هم داعشي خوارجو د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه برید کې له ۶ نورو کسانو سره شهید کړ، خو رسمًا یې مسؤلیت ونه مانه.
المرصاد ته تازه سرچینو ویلي چې پر حامد الحق باندې برید د ابو جهاد الشامي په نوم یوه داعشي، چې د بلوچستان په کمپونو کې یې روزنه لیدلې وه، ترسره کړی و. منابعو له المرصاد سره د نوموړي انځور هم شریک کړی دی.

د المرصاد د سرچینو په خبره، د دیني عالمانو له منځه وړل لا هم د داعشیانو په لومړیتوب کې دي او غواړي د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن ترڅنګ ځینې نور دیني عالمان او سیاستوال هم له منځه یوسي. د دې کسانو نومونه په هغه لیست کې وو چې د ٢٠٢٤ز کال د جولای په ١٠مه نېټه د داعشي فتنه ګرو له یوې مهمې شبکې څخه ترلاسه شوی و او په پاکستان کې د داعشيانو لپاره مطلوب اشخاص پکې په نښه شوي وو. (په دې تړاو د المرصاد خبر دلته ولولئ).
د شیخ محمد ادریس قاتلین:
دا اوس یو منل شوی حقیقت دی چې داعشي خوارجو خپلې ځالې او افراد د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته انتقال کړي دي. په تېره فبروري میاشت کې په نوښار کې د پاکستاني ادارو لخوا د ادریس او ابو بکر وژل کېدل، په مارچ میاشت کې په پېښور کې د نامعلومو وسله والو له لوري د زلمي بدخشي (سلمان) وژل کېدل او تر هغه وړاندې، د ۲۰۲۵ز په اګست میاشت کې، د خیبر په سورغر سیمه کې د عبدالمالک په نوم یو مشهور داعشی وژل شوی و. دې ټولو کسانو د پاکستان ترڅنګ په افغانستان کې هم په تخریبي فعالیتونو کې لاس درلود.
امنیتي سرچینې وايي چې في الحال په خیبر پښتونخوا کې د صدیقیار او حذیفه په نومونو دوه داعشي قومندانان فعالیت لري.

دوی دواړه د عبدالمالک نږدې ملګري دي او په سيمه کې د داعش د خراسان څانګې لپاره د مهمو تسهيلوونکو له ډلې څخه دي. د سرچینو په خبره، زیات احتمال شته چې د شیخ محمد ادریس شهادت هم د همدې دوو قومندانانو سره رابطه لرونکو کسانو ترسره کړی وي.












































