پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د خوارجو د خراسان څانګې د مطبوعاتو مسؤل سلطان عزیز عزام د ۲۰۲۵ز کال په می میاشت کې له افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې په خیبر پښتونخوا کې نیول شوی دی.
خو المرصاد ته سرچینو ویلي چې سلطان عزیز عزام د خوارجو د خراسان څانګې د اوسني والي شهاب المهاجر د دسیسې او داعشیانو د خپلمنځي اختلافاتو قرباني شوی دی، ځکه چې وروسته تر هغه چې شهاب المهاجر د خراسان څانګې مخکني کسان له مسؤلیتونو ګوښه کړل او ټول صلاحیتونه یې په خپلو نږدې ملګرو، چې له ده سره د پوهنتون په دوره کې نږدې پاتې شوي وو، ووېشل، نو مخکني مخکښ مشرقیوال داعشیان ترې خفه شول، اختلافات یې راپورته کړل او ډېرو یې آی ایس آی ته پناه وروړه.
د سرچینو له قوله، شهاب المهاجر سلطان عزیز عزام په دې خبره او بهانه له ځانه لیرې کړی و چې د ده او خفه شویو مشرقي داعشي مسؤلینو ترمنځ د مرکچي رول ولوبوي او هغوی ته قناعت ورکړي.
د سرچینو په وینا، سلطان عزیز عزام د پاکستاني استخباراتو په یوه مېلمستون کې له خفه شویو داعشیانو سره په مذاکراتو او له آی ایس آی سره په نویو پلانونو او جوړجاړیو بوخت و، خو کله چې د ځینو خاصو مواردو پر سر د دوی اختلاف زیات شو، نو پاکستاني استخباراتو یې د نیولو اعلان وکړ.
سلطان عزیز عزام د خوارجو د تبلیغاتي مؤسسې العزائم په تاسیس او پراختیا کې عمده رول درلود او تر هغه وروسته پاکستان ته ولاړ چې د خوارجو د رهبرۍ مهم کسان د افغانستان د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له منځه ولاړل. نوموړی د خوارجو مرکزي رهبرۍ ته هم نږدې کس بلل کېده او له همدې امله شهاب المهاجر هم وېره ترې احساسوله.
سلطان عزیز عزام نږدې لس کاله وړاندې د خوارجو له خراسان څانګې سره یوځای شوی و او تر هغه وړاندې یې د تیرې کابل ادارې په انتخاباتي کمېسیون او راډیوګانو کې دنده ترسره کوله.






































